په هرات کې په تیرو دوو میاشتو کې د شلو دولتي ادارو ۲۵۰ کارمندان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
له دې ډلې درې تنه مړه شوي چې یو د ښاروالې کارمند یوډاکټر او یو هم ملا امام دی.
په هرات کې سیمه ییز مسوولین وایي په هرات کې د کرونا ویروس د خپریدو نوې پړاو ته رسیدلې ده.
د هرات والي سید وحید قتالي وایي موندنې ښیي چې د هرات شپیته سلنه اوسیدونکي د کرونا ویروس نښې نښانې لري.
شمیرې ښیي چې په دغه ولایت کې د ۱۷۰۰ کسانو له ډلې چې په کرونا اخته دي ۲۵۰ یې د شلو دولتي ادارو کارمندان دي.
د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا وایي له دې ډلې ۱۵۰ کسان یې د عامې روغتیا ریاست کارمندان دي.
د هرات سیمه ییز مسوولین وایي د کار په ځای کې له ماسک څخه نه استفاده د کرونا ویروس د خپریدو د ډېروالي لامل شوي دي.
د هرات د ولایتي شورا غړي ټینګار کوي چې که سیمه ییز مسوولین د کرونا پروړاندې د مبارزې په لاره کې غوره تدابیر په پام کې ونه نیسي ښایی د خلکو د مړینو له کبله په دغه ولایت کې یو ناورین رامنځ ته شي.
په هرات کې چارواکي تاییدوي چې هغه ادارې چې ډېر کارمندان یې په کرونا ویروس اخته شوي د عامې روغتیا ریاست، ګمرک، د اوبو رسولو اداره ، ښاروالي، هرات امبولانس، مستوفیت، حج او اوقاف او د نفتي توکو ریاست دی. د عامې روغتیا ریاست وایي هیڅ روغتیایی سپارښتنو ته پام نه کیږي چې له امله یې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر لوړ شوی دی.
د هرات د عامې روغتیا ریاست وایي په نیژدې راتلونکې کې د خلکو د مړینې له ناورین سره مخ شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320