د روغتيا نړيوال سازمان مشر له طالبانو سره د افغانستان پر روغتيايي بحران غږيدلی

812

د روغتيا د نړيوال سازمان مشر په ژنيو کې د طالبانو د روغتيا له وزير سره د افغانستان پر «ناوړه» روغتيايي او بشري بحران خبرې اترې کړي دي. د بې سرحده ډاکترانو ټولنې هم ويلي چې له طالبانو سره به په خپلو تازه پلانونو وغږيږي.

تېدروس ادهانو غيبريوسيس ويلي چې د سه شنبې په ورځ یې په ژنيو کې د طالبانو د روغتيا له وزير قلند عباد سره خبرې اترې کړي دي. عباد د هغه پلاوي غړی دی چې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو او بشري حقونو په اړه په ژنيو کې له موسساتو او غير دولتي سازمانونو سره د خبرو اترو په موخه تللی دی.

تېدروس چې لا دمخه یې هم د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو لږ وروسته په کابل کې د طالبانو د روغتيا له وزير سره کتلي ول، وويل: «له هغه وخت راهيسې پر يو څه پرمختګ سربیره هم په افغانستان کې د روغتيا د برخې وضعيت ډېر ناوړه دی او شديد بشري بحران لا هم د انسانانو ژوند ګواښي.»

نوموړي وويل چې د طالبانو له وزير سره ېې په افغانستان کې د روغتيا په برخه کې پر اړتياو، د روغتيايي سيسټم پر پياوړي کولو، عاجلو پېښو ته پر چمتووالي او د روغتياپالانو پر رزونه چې ښځې یې مهمه برخه جوړوي، خبرې وکړې.

تېدروس وويل: «په داسې حال کې چې د کرونا پېښې مخ پر زياتيدو دي، افغانستان ته د کوويد -۱۹ د تشخيص د امکاناتو د ليږدولو شديده اړتيا ليدل کيږي، په ځانګړي توګه د اوميکرون د تشخيص کيټونه.»

دمګړۍ د طالبانو يو پلاوی د « Geneva Call» په نوم غير دولتي سازمان په بلنه د يوې اونۍ له پاره د سويس په سفر بوخت دی. دغه سازمان د بحرانونو په ترڅ کې د ملکيانو د حقونو د ساتنې په موخه هلې ځلې کوي.

ياد سازمان د دوشنبې تر جمعې ورځې پورې په ژنيو کې د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا د يوه کنفرانس کوربتوب کوي چې موخه یې افغانستان ته بې له ځنډه د بشري مرستو رسولو ته لاره هوارول دي.

تېدروس ادهانوم غيبريوسيس وویل چې د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې د کرونا، همدا راز پوليو او شري ضد د واکسيناسيون کمپاين هم تمويلوي.

نوموړي زياته کړه: «موږ په هره کچه د نجونو د زده کړو پر پرمختګ چې لوړې زده کړې او د روغتيا په کاري ځواک کې د شامليدو په برخه کې ملاتړ هم پکې شامل دی، بحث وکړ.»

تېدروس زياته کړه: «د روغتيا نړيوال سازمان پر نړيواله ټولنه غږ کوي چې د افغانستان د خلکو سره د مرستې له پاره ديالوګ ته ادامه ورکړی څو د افغانانو روغتيايي او عمومي وضيعت وده وکړي.»

د طالبانو پلاوی به په ژنيو کې سويسي او نورو اروپايي چارواکو او همدا راز د سره صليب کميټې سره وګوري. همدا د بې سرحده داکترانو ټولنې (MSF) استازي به هم چې په ژنيو کې مقر لري، له طالبانو سره ليده کاته ولري.

د بې سرحده داکترانو ټولنې يوه وياند د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «ام اس اف ټولنه له کلونو راهیسې په افغانستان کې د خپلو طبي فعاليتونو په ترڅ کې له طالبانو سره په تماس کې ده. موږ به اوس په ژنيو کې له هغوی سره وګورو څو ورسره د روغتيا په برخه کې پر تازه اړتياو او زموږ د پلانونو په اړه وغږيږو.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.