اټومي(هستوي) بم

1,465

په 1945 کال د اګست په 6 او 9 د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو دوه اټومي بمونه ده امریکا له خوا اوغورځول شول. دغو دوو چاودنو د 129,000 او 226,000 ترمنځ خلک ووژل، چې ډیری یې ملکي وګړي وو،
اټومي وسلې د دوو هستوي تعاملونو ( هستوي انشقاق او هستوی اتحاد ) پر بنسټ کار کوي . هغه چې د هستوي انشقاق پر بنسټ کار کوي د اټومي وسلي او هغه چې د هستوي اتحاد پر بنسټ کار کوي د هايډروجني وسلي یا بمونو په نامه يادېږي .دغه وسلي کولي سي ټوله نړي تباه کۍ ، ډیر لوي او کوچني زيانونه لري چې له زوروري چاودنې پيل تر اور لگېدني او اوږدمهاله وړانګو خپرونی پورې رسېږي . د اټومي (هستوي) وسلو ډېر خطرناک ډول يې (ټسار Tasar) بمونه دي چې د سون توکو یورانیم پلوټونيم او هایدروجن څخه جوړ سوي دي .د يو ټن یورانیمو انرژي د یوملیون ټنو باروتو له انرژۍ سره مساوي ده.
یو کوچنی ( زر کیلو گرامه ) هستوي بم چې يو ټن وزن ولري د یوه لوي ښار ويجاړولو لپاره بس دی. .د هستوي وسلو لوی ویجاړۍ ، له کنټرول وتلي زيانونه ، اوږدمهاله اغېزې او د ساتنې پېچلی میخانیکیت ( لارې چارې ) د هستوي وسلو له ناسمو خواصو گڼل کېږي . که چېرې دغه وسلې په هر چاپېريال کې وکارول شي نو هلته كيمياوي ، بيولوژيکي او هستوي بيړني حالات را منځ ته کیږي..د هستوي وسلو کارونه په بشپړه توگه بنده ده هیڅ هیواد نسي کولي په کوم بل هیواد هستوي بم وتوغوي .اوس مهال په نړي کي شاوخوا 13080 هستوي بمونه موجود دي.چي تر ټولو زیات شمیر یي روسیا لري چی تقریبأ 6225 اټکل سوي
هغه هیوادونه چي هستوي بمونه لري او شمیر یي
(روسیه 6225)
(امریکا 5500)
(چین 350)
(فرانسه 250)
(انګلستان 225)
(پاکستان 165)
(انډیا 156)
(اسرایل 90)
(شمالي کوریا 40)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.