د القاعدې له پاره ويزه

پښتو ژباړه : خواريکښ

619
د سپينې ماڼۍ اوسني قلدر جوبایډن داسې فرمان لاسليک کړ چې له مخه يې د جګړه ځپلي او بيوزله افغانستان درې نيم مليارده ډالر د سپتمبر يوولسمې پېښې قربانيانو ته ورکول کېږي.
خو ټوله نړۍ پوهېږي چې ددغه پيښې تر شا د امريکا د متحدو ايالتونو لاس و .
په دغه اړوند دحقيقت مينه والو ته د لاندني مطلب د لوستلو سپارښتنه کوم.
«د القاعدې له پاره ويزه»
د کتاب ليکوال : مايکل سپرنګمانMicheal Springman
ژباړه: احمر
پښتو ژباړه :خواريکښ
د مایکل سپرنگمان او بوني فالکنر مرکه
مایکل سپرنګمان له ۱۹۸۷نه تر۱۹۸۹ د عربستان د جدې ښار کې د امريکا په سياسي نمايندګۍ کې د غېرکډوالو د ويزي برخې مشري په غاړه درلوده. دده د دندې په مهال هغو ويزه غوښتونکو ته د چې د سفر شرایط يې نه درلودل په ورځنۍ توګه دده د رئيسانو لخوا د شرايطو په ماتولو سره ويزې ورکول کېدې. د سپتمبر د يوولسمې له پېښو وروسته ، هغه د هغو ستونزو په باب چې د کار په بهيرکې ورسره مخامخ شوی و ژور پوهاوی پېدا کړ. هغه «دالقاعدې لپاره ويزه » کتاب په نوم : د يو دننه کس له قوله د سي.آی.ای. د لارښود په باب چې نړۍ يې ولړزوله خبرې لري. په دې کتاب کې هغه ترهګرو او عرب افغان ډلو ته د امريکا د ويزې ورکولو پروګرام بیانوي. لاندې «د ټوپکونه اوکوچ (Guns and Butter) له راديو سره د ښاغلي سپرنګمان او فالکنر د راديويې مرکې د ژباړې لنډيز لولئ :
– بوني فالکنر: خپرونې ته ښه راغلاست.
– مايکل سپرنګمان: مننه خوښ يم او راته وياړ دی چې له تاسو او اورېدونکو سره خبرې کوم.
– بوني فالکنر: ستاسو کتاب «دالقاعدی له پاره ويزه» له ړومبي مخ نه اغېزمن کتاب ښکاري.غواړم ستا دکتاب اهداشوی برخه ولولم:«دا اثر د افغانستان، عراق، لېبيا، روسيې، سوريې او یوګوسلاويا خلکو ته ډالۍ کوم. دا د يو کوچني یادګار په توګه ددغو هېوادونو بدبختو ژونديو او مړو خلکو ته وړاندې کوم ، په تېره هغوۍ ته چې د مليونونو په شمېر د امريکا لخوا وژل شوی دي.»
ستاسو د ليکنې پر بنياد، تاسو د امريکا د بهرني سياست او اوس کورني سیاست په اړوند اوږده لار وهلې ده. تاسو د امريکا پخوانی ديپلومات چې په زيات شمېر څوکیو موله هېواد نه بهر کار کړی دی او تر ټولو مهمه يې له ۱۹۸۷تر۱۹۸۹ د سعودی عربستان په جده کې د ويزې مامور وې . څنګه مو د بهرنيو چارو وزارت ته لار وموندله او په کومو دندو وګومارل شوې؟
– مايکل سپرنګمان: د لېسې په وخت کې له بهرنيو چارو سره زياته مينه وال وم
د بدرنګ امريکايي ‏ (The Ugly American) په نوم مې د لیدریرو بوردک کتاب لوستلی و او ګومان مې کاوه چې د بهرنيو چارو وزارت هغو کسانو ته اړه لري چې فکر يې تړلی نه وي او پر سترګو پټۍ ونلري.
نوله لدې امله مې د جورج ټاون په پوهنتون کې دبهرنيو خدمتونو په څانګه کې زده کړې وکړې ازموينه مې ورکړه چې په ليکلې کې بريالی او په ګړنې(شفاهي) کې ناکام شوم. له بده مرغه د ايلسوت بنکر په نوم د ويتنام پخوانی سفير مې،چې پخپله دجګړې ډنډورچي دی په غوسه کړ، کله چې يې له مانه وپوښتل: «نن ورځ د نړۍ په بهرني سياستونو کې کومې ستونزې ګورې؟» ويتنام ته يې اشاره وکړه ،ومې ويل چې: د امريکا دولت د اسيا په سوېل ختيز کې د امريکا د خلکو له سترګو خپلې کړنې پټوي، خو د آسیا د سوېل ختيز خلک-ويتناميان، کامبوديیايان او لاووسيان -ټول پوهېږي چې په ډېره بې رحمانه توګه بمبار شوي دي.
واخ، ملګری تر هغې وروسته مرکه خرابه شوه. زه د هغوی د نظر وړ کس نه وم.
په راتلونکو کلونو کې مې څو واره په ازموينه کې ګډون وکړ، خو هرځل په ليکلې ازموينه کې بريالی اوپه ګړنۍ کې پاتې کېدم…
– بوني فالکنر: تاسو د کتاب په سریزه کې دالقاعده په باب ليکلي دي.القاعده څه شی دی؟
– مايکل سپرنګمان: ښه، القاعده د ترهګرو د روزنې په کړنلاره کې د امريکايي ویزو لپاره یو سوداګريز نوم دی. ړومبی مجاهدين وو چې له ټولې نړۍ وګومارل شول او په امريکا او پاکستان له روزلو وروسته افغانستان ته ولېږل شول ترڅو په هر څه ماشينګڼې وچلوي او يا يې والوزوي په دې هيله چې شوروي سرتېري په کې وي.
وروسته د هغوۍ سوداګريزنوم په القاعده بدل شو ،خو هماغه بنسټپالي مسلمانان وو چې د يوګوسلاويا، عراق، سوريې د بې ثباتۍ لپاره د امريکا لخوا په لګېدلې بولي که ګټونکی شوي وو.او اوس هغوی ته«اسلامي خلافت» او «داعش» وايي چې هماغه کسان دي .هغوۍ هغه « افغان عربان ډلې» عربي اتباع دي ،چې ۲۵ کاله پخوا یا مخکې تر هغې د مجاهد په توګه په افغانستان کې د جګړې لپاره ګومارل شوي ول.
هغوی د امريکا د سمندري ځواکونو په څېر منظم نه دي خو وحشي افراد دي چې د امريکا لخوا ګومارل شوي او روزل شوي دي. سعوديانو ، د خليج هېوادونو او نورو هغوی تمویل کړي او بيا يې د هغو دولتونو خلاف چې د امريکا نه خوښېږي ، خوشې کوي چې هغوی ، بې ثباته، بې کوره ، بې فرهنګه او تباه کړي.
هغوی دا کار په عراق او یوګوسلاويا کې وکړ؛ عين کار يې په لېبيا کې وکړ -هغه هېواد چې په افريقا کې يې تر ټولو لوړه د ژوند کچه درلوده – دا کار په سوريه کې هم کوي چې فکر کوم د امريکا لخوا د تمويل شوې جګړې له څلورکلونو وروسته عراق د تېر وخت په پرتله په ډېر بد حالت کې دی. لږ تر لږه يو ميليون انسانان په عراق کې ووژل شول او اوس هم دا هېواد څلورميليونه کسان کډوال او داخلي بې کور شوي لري. سوريه هم له ورته ستونزو کړېږي،څلور ميليونه سوريه يان له سوريې بهر ژوندکوي.
– بوني فالکنر:ګومان کوم د ترهګرو روزنه په بهرنيو هېوادونو لکه ترکيه ،اردن او نورو ځايونو کې ترسره کېږي. په حقيقت کې د ترهګرو زياتره زده کړه په امريکا کې ترسره کېږي. د ويزې ورکړه د ترهګرو دکړنلارې لپاره څه وه ياڅه ده؟
– مايکل سپرنګمان: دا هماغه څه دي چې په پېل کې مې وويل ماته دنده راکړل شوې وه چې په جده کې يې ترسره کړم. هغوی همدا ګومارل شوي مجاهدين له منځني ختیز نه تر لېرې ختيز پورې دلته راوړل. داسې انسانان وو چې ورزده کول يې چې څرنګه په هرڅه ډزې وکړي منفجر يې کړي. هغوی د زرګونو په شمېر هېواد ته دننه راوړل کېدل څو په شمالي کارولينا کې د امريکا په پوځي کمپونو کې د سمندري ځواکونو او یا د ويرجينيا په ایالت کې ویليامزبرګ ته نږدې د «کروندې» په نامه د سي. آی، ای. اړوند يو سازمان لخوا زده کړې ورکړ شي. هغوی په اردن کې جنګول کېږي. د امريکا یو شمېر پوځي اډې هم هغوی ته روزنه ورکوي . ترکيه کې په ښکاره اډې شتون لري چې هغوی روزي چې سوريه څنګه ورانه کړي او په تېر وخت کې یې لېبيا څنګه ړنګه کړه. په زړه پورې ده ښايي تاسو فکر وکړئ چې په بهر کې د هغوی روزنه اسانه او ارزانه تمامېږي خو مالومه نه ده چې د هغوی په ذهن کې څه فکر دی؟
– بوني فالکنر: د ګومارلو درې دوترونو د سعودي عربستان په کومو برخو کې موقعيت درلود. تاسو په جده کې کارکوه ايا نورو دوه دوترونو شتون نه درلود؟
– مايکل سپرنګمان: يو دوتر د دېراهان په کونسلګرۍ کې و، چې ما هيڅکله ونشو کولای چې په اړه يې پوه شم، او بل په رياض کې و ، هيچا ونشو کولای چې سمه پته يې راته ووايي. یوازې د ښارونو نومونه يې وويل او په سمه پته يې هيڅوک نه پوهېدل.
– بوني فالکنر: تاسو له هغې وروسته چې د يو شمېر کسانو ويزې مو ردکړې له ستونزې سره مخ شوئ .اياهمداسې ده؟
– مايکل سپرنګمان: هو. تاسو بايد د ويزه غوښتونکي کس سره دکوربه هېواد او د سفر د موخې هېواد په اړيکه وپوهېږئ. چې هغه دنده لري ، ښوونځي ته ځي، کار و بار لري ، پانګه اچونه يې کړې ده، غښتلی لامل ولري چې وښيي چې له امريکا بېرته راګرځي . د بېلګې په توګه ، خلک د سياحت ، د خپلوانو ليدلو یا د سوداګريز تړون د لاسلیک لپاره امريکا ته ځي. هرڅه چې وي ، هلته پاتې کېدی نه شي. بايد خپل کار و بار سر ته ورسوي راستانه شي ،له پوهنتون فارغ شي، کار وکړي ، هغوی د شرکتونو رئيسان دي او نه شي کولې خپل کار پرېږدي.
ددغو کسانو هيڅ يو داسې کوم تړاو نه درلود.داسې کسان موجود وو چې نه يې د هغه ښار نوم سم نه شو اخيستلي چې د سفر موخه يې وه او راته ویلی يې نه شول چې ولې هلته ځي . هيڅ مالومات راسره نه و چې وښيي چې د څه لپاره امريکا ته ځي. فکر کوم يو ځل مې شور او غامغال وکړ چې شکایت کوم تر څو دا ډول کار بند شي. بيا هم دسپتمبر له يوولسم نه وروسته د کتاب لپاره د څېړنې په بهیر کې پوه شوم چې په جده کې د کونسلګرۍ مامورې شاينه ستينجر، د سپتمبر د يولسم بريدکوونکو ۱۱ کسانو ته ويزه ورکړې وه او له دې کار نه بيخي هک پک شوم. په انترنيت کې د خپلو څېړنو پر بنياد راته څرگنده شوه چې شاينه ستينجر «د۱۱سپتمبر پېښو دڅېړنې کمېسيون» ته د ګونګو جوابونو سره سره ،اوس هم هماغه دنده لري او رتبه يې لوړه شوې ده.
بوني فالکنر: تاسو واياست چې د یوولسم سپتمبرله ۱۹ کسو بريدکوونکو له ډلې څخه ۱۱تنه…
– مايکل سپرنګمان: فکرکوم ۲۰ یا۱۹ بريدکوونکي. ۱۵ کسانو يې په سعودي عربستان کې ویزې اخیستې وې او له دغو ۱۵ کسانو څخه ۱۱ تنو يې د جدې له کونسلګرۍ څخه اخیستې وې.
– بوني فالکنر: تاسو ليکلي دي،«د هغه څه په خلاف چې ما اعترض کوه ، دا و چې سي. آی. ای. هڅه کوله چې د اسامه بن لادن ګومارل شوي کسان د پوځي زده کړو لپاره امريکا ته راولي. هغوی تر زده کړو وروسته افغانستان ته تلل چې د هغه وخت شوروي اتحاد په خلاف وجنګېږي .
– مايکل سپرنګمان: بيخی همداسې. ټول له مجاهدينو سره ستانه شول هغوی [د امريکا دولت]دغه کسان وګومارل اوزده کړې يې ورکړې ، يو وار د لارې منځ کې وپوهېدل ، ښه چې موږ دومره تکړه کسان په لاس کې لرو چې په رښتيا د دولتونو او هېوادونو په ړنګولو کې ښه دي، ولې له دغو کسانو څخه په نورو هېوادونو کې چې زموږ ګټې په لړزنده هېوادونو او د هغوی په مات شوي اقتصاد کې دي ، کار وانخلو؟ او فکر کوم ړومبی يې هغوی يوګوسلاويا ته واستول. هغوی اسامه بن لادن او۵۰۰۰ یاله دې زيات سعودیان په لاس کې لرل.. هغوی داسې کسان له ځان سره لرل چې په خپله دوی روزلي ول او له ناټو سره يوځای يې یوګوسلاويا ړنګه کړه. د جان شنګلر د وينا پر بنياد چې «د داخلي امنيت اژانس-ان. اس. ای.»او «سمندري جګړې کالج» سره يې په پرويدنس کې د روکار ټاپو کې کار کاوه ، هغوی د امريکا د دولت په مرسته يوګوسلاویا ته ولېږدول شول څوهلته وي ، وسله او استخباراتي مالومات ورکړل شول او وروزل شول.
بيا عراق ته ولېږل شول او وموليدل چې عراق په کوم برخليک اخته شو. دا هېواد په درې برخو له کوم اغېزمن دولت او اقتصاد پرته وويشل شو.لېبيا ته ولېږل شول. په اصطلاح د لېبيا یاغي کسان د انګلستان د پوځ په پرتله زياته وسله لري. کله چې هغوی لېبيا ته ولېږدول شول او د امريکا سفير د هغوی په لاس ووژل شو ، ځکه هغه په ظاهر کې له لېبيا نه سوريې ته د وسلو د لېږد د هڅو منځ کې واقع شوی و چې هغه هېواد بې ثباته کړي .هغوی ښه فرصت درلود چې کسان او وسله هغو هېوادونو ته واستوي چې غوښتل یې له شر نه يې خلاص شي او ترکيه يې همکاره وه. ترکيې د وسلې او پوځي تجهيزاتو بارونه د الوتکو او بېړيو په وسيله لېږدول. د سعودی الوتکو کې يې هم لېږدول. د ترکيې او اردن له الوتکو نه هم کار اخیستل کېده.
– بوني فالکنر: «د عرب افغانانو ډله »څنګه راپېژنئ او سرچينه يې له کوم ځای پېل کېږي؟
– مايکل سپرنګمان: ددې کسانو نوم په زړه پورې دی ، په اصل کې هغه تروریستان دي چې د امريکا لخوا د سعوديانو او پاکستانيانو په مرسته وګومارل شول چې په افغانستان کې وجنګېږي .دوی «افغان عربان»ونومول. دا افغانان نه دي خو عربان او د نورو هېوادونو لکه اندونېزيا او فليپين دي چې افغانستان ته راوړل شوي او له شوروي سره د جګړې لپاره روزل شوي دي ګومان کېده چې دافغانانو په پرتله له دې کسانو سره کار اسان دی او د« افغان عربانو»لقب يې ورته ورکړ چې وروسته يې بيا د «افغان عربانو ډلې»په نوم شهرت وموند.
که څه هم دوی هماغه عربان او بنسټپالي مسلمانان دي چې په افغانستان او عراق او د ملګرو ملتونو سازمان کې د امريکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د مېرمن شرل بينارد په وينا: موږ هلته لاړو او له افغانستان نه د شوروي د وتلو يوازنۍ لار مو په دې کې وموندله چې له تر ټولو زيات وحشيانو او ترټولو زياتو لېونيانو مرسته واخلو ، او له دې امله نن په افغانستان کې منځلاري او کيڼ کسان شتون نه لري. ټول کسان چې تاسو يې په افغانستان کې ګورئ ، د بنسټپالو مسلمانانو له ډلې دي.
– بوني فالکنر: دا هم بل لامل نشي کېدای چې ځينو هېوادونو خپل جېلونه تش کړل او جنايتکاران يې هلته [افغانستان] ته واستول؟
– مايکل سپرنګمان :بېخي سمه ده.داکاريې په مصر او ګومان کوم نورو ځايونو کې کړی دی. تاسو وحشي کسانوته اړه لرئ؟ تاسو شراچوونکو کسانو ته اړه لرئ ؟ښه ، موږ په ټولو جېلونو کې داسې کسان لرو.
– بوني فالکنر: «د خدمتونو د دوتر»دويم بنسټ ايښودونکی عبدالله عزام ،څوک او دبين المللي تروریزم په هستولو کې يې اغېزڅه و؟
– مايکل سپرنګمان :هغه کس و چې له اسامه بن لادن سره يې کار کاوه .په حقيقت کې ، تر کومه ځايه چې ماته په ياد دي، هغه د اسامه بن لادن لارښودو. هڅه کوم راپه ياد يې کړم چې د کوم ځای و….هغه يوځای له اسامه بن لادن سره کار وکړ څو د «افغان عربانو ډلې» حمایت وهڅوي، چې د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د شورويانو خلاف جګړه کوي.
– بوني فالکنر: «د خدمتونو دوتر»چې د عبدالله عزام په همکارۍ جوړ شوی څه شی دی؟
– مايکل سپرنګمان :په اصل کې دا اداري دوتر و چې په ښکاره يې ددغو کسانو د ګومارلو چارې [عربان د افغانستان د جګړې لپاره] مخ ته وړلې. هغه په خپله يوه ليکنه کې ویلي و چې شتمن کسان په امريکا کې دي. بې پېسو وګړي په بېوزله عربو او د ټولې نړۍ په مسلمان میشته هېوادونو کې دي او موږ د هغوۍ مرستې ته اړه لرو. ترټولو ښه لار له امريکا نه د مرستې ترلاسه کول دي.
– بوني فالکنر: د کتاب له منځپانګې نه مې په ياد دي ، ایا هغه دجهاد په نوم مجله هم نه خپروله؟
– مايکل سپرنګمان : هو دا سمه ده.دا مجله په بېلابېلو ژبو په ټوله نړۍ کې خپرېده. هغوۍ «دخدمتونودوتر» جوړ کړ، څو د ګومارلو، روزلو او سمبالولو چارې د مثال په ډول بوسنيا ته د عرب افغانانو دلېږدلو چارې اداره کړي .عبدالله عزام د دوۍ فکر دېو(غُول)و. هغه د امريکا په بروکلين جومات کې د«الکفا مرکز» جوړ کړ او همدارنګه يې د بالکان هېوادو کې د جګړه مارو ګومارلو لپاره په بوسنيا کې کار کاوه.
– بوني فالکنر: «دسايکلون عمليات »څنګه دي او «د عرب افغانانو ډلې» په اړوند يې اغېز څه و؟
– مايکل سپرنګمان : د استراليايي خبريال جان فلجر د وینا پربنياد، د ويليم کيسې په نامه د سي. آی. ای. رئيس د افغانستان په جهاد کې دګډون لپاره له ټولې نړۍ څخه د کسانو دګومارلو لپاره د پاکستان د آی.اس.آی.د شېطاني کړنلارې ملاتړ اعلان کړ. په پاکستان کې پر روزنه سربېره يې هغوی ته د ويرجينيا ایالت د سي. آی. ای. په پوځي روزنځايونو کې د «پېری پوځي کمپ» یا ويليامزبرګ ته نږدې «کرونده»کې وروزل. دا دسایکلون عمليات وو چې ان د ۱۹۸۹ له افغانستان نه دشوروي اتحادله وتلو وروسته يې هم دوام درلود.
– بوني فالکنر: ترکومه چې تاسو پوهېږئ ، ايا د سایکلون عمليات اوس هم دوام لري؟
– مايکل سپرنګمان : ښه ،ګومان کوم هو، دې ته په پاملرنې سره چې هغوی د سي آی ای د پوځي ډوله کسانو لخوا په اردن او ترکيه کې له امريکايي ځواکونو سره يوځای روزنه ورکوي ، نو فکر کوم چې اوس هم دوام لري .ښايي بدل نوم يې ورته ورکړی وي اوښايي چې اوس له امريکا نه بهر ترسره کېږي، تر هغه چې له خپله منځه يې څوک رسوا نکړي موږ زيات څه نه پوهېږو.
– بوني فالکنر: په امريکا کې چېرته او چا ترهګرو ته روزنه ورکوله د اوس لپاره تاسو د هغوی د يو نوم واخلئ؟
– مايکل سپرنګمان :هو، د«پېرې پوځي روزنځای» کې . هغوی همدارنګه د شمالي کارولينا پوځي اډه کې زده کړې کولې، فکر کوم د«بليک واټر» خصوصي پوځي شرکت په يو ډول نه يو ډول په شمالي کارولينا کې فعاليت کاوه.
– بوني فالکنر:فکرکوئ چې نور څوک ورګډو. ایا تاسو په خپل کتاب کې د «شين خوليو»(دامريکادپوځي ځانګړې قطعې) نوم نه دی ياد کړې؟
– مايکل سپرنګمان :هو ، د امريکا ځانګړي ځواکونه هم ورشامل ول، فکرکوم هغوی دا مهارت او وړتيا درلوده چې له کوچنۍ ډلې نه په کار اخيستلو مشخص دولت نسکور کړي، عين کار چې ټي.اي .لاورنس په سعودي عربستان کې وکړ.
– بوني فالکنر:«مکتب الخدمت» څه شی دی؟
– مايکل سپرنګمان :دا«دخدمتونوددوتر»عربي نوم دی چې دعبدالله عزام او عبدل انس له خوا دعرب افغانانودحمایت لپاره مخ ته وړل کېده.هغوۍ چې په افغانستان کې له شوروي سره دجګړې لپاره ګومارل شوي وو خو افغانان نه وو.
– بوني فالکنر: د امريکا په بروکلين کې دالفاروق له جومات نه څه کار اخیستل کېده؟
– مايکل سپرنګمان :دا د ګومارل شويو کسانو دلېږد مرکز و . د پېسو دلېږد مرکز و . هغوی په بوسنيا کې ترهګرو ته پېسې او تجهيزات لېږل. هغوی دا مرکز د یوګوسلاويا دجګړې له پاي ته رسېدو وروسته جوړ کړ، چې غټ مرکز و. هغوی په امريکا کې له امريکايانو، عربانو او مسلمانانو پېسې ترلاسه کولې او له پېسو پرېوللو (سپينولو) له لارې يې افغانستان ، بوسنيا او د پخوانۍ يوګوسلاويا بېلابېلو سيمو ته لېږلې.
– بوني فالکنر: ايا د افغان عربانو ډله، القاعده او داعش عین کسان دي؟
– مايکل سپرنګمان : نږدې همداسې ده.نوم يې بدل شوی دی. تقريباً هماغه بنسټپالي کسان ګورئ چې د امريکايانو ، سعودیانو، خليجيانو، ترکانو، اردنیانو او اسراييلو په مرسته ګومارل، روزل او سمبال شوي دي.ښايي هماغه کسان نه وي چې هغوی ۲۵ کاله پخوا ګومارلي، خوښايي داسې کسان وي چې هغوی يې روزلي او دوی نورو ته روزنه ورکړي وي.
– بوني فالکنر:مايکل سپرنګمان،مننه!
– مايکل سپرنګمان : له تاسوهم مننه.زما لپاره د وياړ ځای دی او خوښ يم چې دحقيقت په بيان سره مې له هغو خلکو سره مرسته کړې ده چې د اورېدلو مينه وال يې دي.
سرچينه ګلوبل ریسرچ،۹سپتمبر۲۰۱۵
——-
*_ عزام ته دالقاعدې د سازمان او د اسامه بن لادن لارښود او مرشد وايي.
*_ «افغان عربان» هغه کسان وو چې د سي. آی. ای. لخوا د عربستان او پاکستان په مرسته له عربي هېوادونو ګومارل کېدل او دافغانستان جګړې ته لېږل کېدل.
له افغانستان نه د روسانو په وتلو سره زياتره نورو اسلامي هېوادونو ته ولېږل شول
چې ترهگرۍ او بنسټپالنې ته دوام ورکړي.
May be an image of ‎3 people, beard and ‎text that says '‎عبدالله عزام تروریست فلسطینی شد مرشد اصلی اسامه بن‌لادن HAMBASTAGI.‎'‎‎

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.