تاسې د کوم ډول شخصیت لرونکي ياست؟

خدیجه عزیزي

901

د ځان پېژندنې او شخصیت پېژندنې اړوند دوه اصطلاحات ډېر نامتو او د بحث وړ دي. دغه اصطلاحات له (درونګرايي)Introversion او (برونګرايي)Extroversion څخه عبارت دي.
ددغو اصلاحاتو له پلوه د افرادو شخصیتونه په دوه ډوله وېشل کېږي چې عبارت دي له “برونګرا” او “درونګرا” څخه. لاندې ځانګړنې ولولئ او بیا ووايئ چې تاسې د کوم شخصیت لرونکي ياست؟
۱- درونګرا اشخاص خلکو سره د تعامل(خبرو، بنډار کولو، تګ او راتګ، راکړې او ورکړې) په نتیجه کې د ډېرې ستړیا او ناراحتۍ احساس کوي. ګویا خپله ټوله انرژي بایلي. برعکس، برونګرا اشخاص د خلکو سره د تعامل په نتیجه کې انرژي لاسته راوړي او بنډارونو او محفلونو ته ډېر ځي.
۲- د یوازیتوب څخه خوند اخیستل د درونګرا
اشخاصو یو بله ځانګړنه ده. یانې د دوی ساعتیري داده چې یو ارام ځای ته ولاړ شي خپل د خوښې کتاب ولولي، فلم وګوري، چای وڅښي او یا هم خوب وکړي. برعکس، برونګرا اشخاص په یوازیتوب کې د زړه تنګون او خفګان احساس کوي. دوی د خلکو ګڼه ګونه زیاته خوښوي. یانې چېرته چې بنډارونه وي، برونګرا افراد به هلته حاضر وي.
۳- برونګرایان ډېر دوستان او اشنایان لري، اړیکې ژورې او عمقي پالي. برعکس، درونګرایان کم او د ګوتو په شمار خلکو سره ژورې اړیکې لري او پاتې خلکو سره سطحي برخورد کوي.
۴- برونګرایان خپلې ستونزې له نورو سره شریکوي، بحث او خبرې پرې کوي. برعکس درونګرایان خپلې ستونزې له چاسره نه شریکوي، بحث او خبرې پرې نه کوي. درونګرایان خبرې زړه کې ساتي. ستونزه حلوي يا خپل زړه پرې خوري. دغسې هم نه ده چې دوی هېڅ ستونزې نه شریکوي، دوی یې شریکوي خو ډېر کم یا هم په غیر مستقیم ډول سره.
۵- برونګرایان ډېر خوښوي چې د نورو د پاملرنې وړ وي، برعکس درونګرایان په دې هڅه کې وي چې ځان څنډې ته کړي.
۶- برونګرایان په یو وخت کې څو دندې ترسره کوي او ښه تمرکز پرې کولای شي. برعکس درونګرایان په یو وخت کې څو دندې ترسره کولای شي مګر ښه تمرکز پرې نشي کولای. دوی د څو دندو ترسراوي پرمهال د کم حوصله ګۍ سره مخ کېږي.
۷- ډېری برونګرایان لومړی عمل او بیا فکر کوي. یانې د عمل سرعت یې چټک دی، نسبت فکر کولو ته. برعکس، درونګرایان لومړی فکر بیا یو عمل ترسره کوي.
۸- درونګرایان د خپلواکه کسب خوښونکي دي نسبت برونګرایانو ته. دوی هغه دندې خوښوي چې وکولای شي پرته د چا د مداخلې څخه یې ترسره کړي لکه: رسامي، نقاشي، لیکوالي، ګرافیک، کمپوتر او داسې نورې دندې.
۹- درونگرایان ډېر پيچلي او مبهم خلک وي. برعکس برونګرایان د ښکاره او څرګندو خلکو له جملې څخه دي چې پېژندل یې اسانه دي.
ضرور نده چې تاسې سل سلنه درونګرا یا برونګرا ځانګړنې ولرئ. پورته کومې ځانګړنې چې په تاسې غالبې وي، تاسې د هماغه شخصیت لرونکي ياست.

مهمه یادونه: ما د Introvert ,Introversion او دEtroversion, Extrovert اصطلاح ګانو پښتو مانا ونه مونده نو ځکه مې فارسي مانا یې استعمال کړه. که له تاسو څخه څوګ پوهیږي، لطفا ً په کمنټ کې یې شریک کړئ چې اصلاح یې کړم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.