د لوږې سونامي- پنځلسمه برخه

آصف بهاند

759

د نړۍ د یو زبرځواک له خوا د کورونا، لوږې سونامي، وچکالي او یو شمېر نورو طبعي او غیر طبعي افاتو په توفان کې د راایسارو خلکو د شتمنیو لوټ.

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

پنځوسمه برخه

د لوږې سونامې څپې داسې د افغانستان پر خلکو باندې غالبې شوې دي چې خلک خپل اولادونه خرڅلاو ته وړاندې کوي، خو خبره او ستونزې په دې هم پایته نه رسېـږي، د لوږې سونامي د ستونزو په لړ کې خبره د انسانانو د بدن د غړو خرڅلاو ته هم رسېدلې ده، اوس خلک حاضر دي چې د خپل بدن د غړو په خرڅلا سره، خپلو ماشومانو او کوچنیانو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، خو د نړۍ زبرځواک (امریکا)، د تمدن او پرمختگ سرلاری او د دیموکراسۍ باني او وارث هېواد مشر د همدې خلکو ډوډۍ او مړۍ ورنه اخلي.

 د نړۍ د ډېر شتمن هېواد له خوا، د نړۍ د ډېر نیستمنو خلکو د شتمنیو لوټ، په حقیقت کې د نیستمنو خلکو د څو نسلونو له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ترټولو نوې او ظالمانه بڼه ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه هېواد کې د افغانستان د کنگل شوې شتمنۍ د ویشلو اجرايي فرمان صادر کړ.

بایدن په خپله تازه پریکړه کې ویلي دي چې د افغانستان د خلکو د اووه ميليارده ډالرو نیمايي برخه دې، په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره او نیمايي نوره په امريکا کې د دوه زره لومړي کال د سپتمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځانگـړې شي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر یولسمې میډیا کې راپورونه خپاره شول چې بایدن په امرکا کې د افغانستان د خلکو زېرمه شوي شتمني نیماي برخه خپلو هېوادوالو ته وربښي. د دې خبر په باب د تاند په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«بایډن د افغانستان ۳ نیم میلیارده کنګل کړې پانګه د سپټمبر د ۱۱ قربانيانو ته ورکوي

تاند: ( جمعه ، د دلوې دوه ويشتمه)‏ راپورونه وايي، چې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن ممکن د افغانستان د کنګل کړې شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالرو بانکي پانګې درې نیم میلیارده ډالره د سپټمبر د یوولسمې پېښې قربانيانو ته ورکړي.

استوشیتدپريس خبري اژانس د خپلو سرچينو په حواله وايي، چې بایډن ممکن ژر د دې پریکړې د اجرايي کیدو حکم ورکړي.

په دې اړه له څو مياشتو راهيسې بحثونه روان دي.

د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو د امريکا متحده ايالاتو له لوري د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د درې نیم میلیارده ډالرو غوښتنه کړې او محکمې ته یې په دې اړه عریضه کړې ده.

دوی ویلي، چې دا پیسې باید په دې دليل ورکړل شي، چې طالبانو د يادې پېښې په تنطيم کې له القاعدې ډلې سره همکاري کړې وه.

د امريکا حکومت ويلي، چې ياده قضیه به د امریکا محکمه څېړي او په اړه به ېې پریکړه کوي.

افغانانو او طالبانو وار د مخه د افغانستان له بانکي زېرمو څخه د سپټمبر پېښې قربانيانو ته د تاوان ورکولو مخالفت کړی او دا یې بې ځايه او ظالمانه غوښتنه ګڼلې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې هم افغانانو تازه په دې تړاو توند غبرګونونه ښودلي او له امریکا څخه ېې غوښتي، چې د دوی پيسې ورکړي او ورسره ظالمانه چلند ونه کړي.»

په بي بي سي پښتو کې هم دا موضوع په همدې بڼه ښودل شوې ده:

«د ولسمشر بایډن د امر له مخې به د دې پېسو نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکړ شي او پاتې نیمې به د دې لپاره امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.

د افغانستان بانک په اعلامیه کې ویل شوي، ”د افغانستان شتمنۍ د یوه حکومت، ډلې یا ګوند پورې اړوند نه دي او دا د منلو نه ده چې دا پیسې د غرامت یا بشري مرستو په نامه بل چا ته ورکړل شي. ”»

کله چې د امریکا د جمهور ریٔس دا ظالمانه پرېکړه میډیا ترخلکو پورې ورسوله، افغانانو ټولو په یوه خوله د دې ظالمانه برېکړې غندنه وکړه او هیله یې وښوده چې د دې پرېکړې په مقابل کې له افغانانو سره ټول نړیوال ودرېـږي.

د بایدن د دې پرېکړې په مقابل کې د عکس العملونو په لړ کې د څار نړیوال سازمان داسې غبرگون وښود:

«د بشري حقونو د څار سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي: سمه ده، چې طالبان د ښځو پر وړاندې ظالم او بې رحمه دي، خو افغانان ولې بايد مجازات شي؟

ياد شوي سازمان ټینګار کړی، چې طالبان بايد له خپلسريو را وګرځول شي او د بشري حقونو د درناوي، له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې او د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په اړه د کړو ژمنو عملي کیدو ته مجبوره کړل شي.

دغه سازمان انديښنه ښودلې، چې د جوبایډن د پريکړې له عملي کیدو سره به افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ شي.

سلګونه افغان سیاسي څېرو او فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې جوبایډن ته د دې پریکړې له کبله د « افغان شتمنۍ غل» ويلی او د هغه پریکړه یې په توندو ټکيو غندلې ده…»

د بشري حقونو څار سازمان په یوه بله اعلامیه کې په دې هکله داسې ویل شوي دي:

«په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د درې نیم میلیاردو ډالرو ورکړه، ښايي سخاوت ښکاره شي، خو باید هېر نه کړو چې دغه ټول اووه میلیارده ډالر د افغانانو ملکیت دی او که بیا هم امریکا دا (پانګه) مرستندویه ادارو ته ورکړي، پر افغان بانکي سکتور د اوسنیو بندیزونو له کبله شونې نه ده، چې دا پیسې په افغانستان کې دننه وکارول شي. .

د بشري حقونو څار سازمان په اعلامیه کې د دې پر ځای د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو هغه هڅې مهمې بلل شوې چې پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو لېرې کولو لپاره یې د امریکا متحدو ایالتونو او نړیوال بانک قانع کولو لپاره کوي او د اعلامیې په ټکو د افغانستان اقتصاد کې به ورسره ثبات رامنځته شي.

د یادونې ده، چې د سپتمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو ځینو کورنیو د دې لپاره د طالبانو خلاف په امریکا کې قضیه ثبت کړې چې د دغو بریدونو پر مهال یې د القاعده شبکې مشرانو ته پناه ورکړې وه.

د امریکا یوه قاضي تېره میاشت د جو بایډن حکومت ته د دې لپاره وخت ورکړ چې تر نن (جمعې) د دغو پیسو د برخلیک مالومولو لپاره یو پلان وړاندې کړي.

دا غوښتنه تر هغې وروسته وشوه چې د امریکا د کانګرس ځینو غړو او ملګرو ملتونو له امریکا په کلکه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دغه هېواد کې د روان اقتصادي کړکیچ له حل سره د مرستې لپاره ازادې کړي…»

د امریکا جهور ریٔس، د افغانستان د وږو او نهرو خلکو د شتمنۍ په باب په داسې وخت کې خپله ظالمانه پرېکړه اعلان کړه چې د افغانستان ټول خلک د لوږې سونامي ځپلي دي او د افغانستان گڼشمېر ماشومان او کوچنیان هره ورځ د خوړو د نشتوالي له امله مړه کېـږي.

د لوږې سونامې څپې داسې د افغانستان پر خلکو باندې غالبې شوې دي چې خلک خپل اولادونه خرڅلاو ته وړاندې کوي، خو خبره او ستونزې په دې هم پایته نه رسېـږي، د لوږې سونامي د ستونزو په لړ کې خبره د انسانانو د بدن د غړو خرڅلاو ته هم سېدلې ده، اوس خلک حاضر دي چې د خپل بدن د غړو په خرڅلا سره، خپلو ماشومانو او کوچنیانو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، خو د نړۍ زبرځواک (امریکا)، د تمدن او پرمختگ سرلاری او د دیموکراسۍ باني او وارث هېواد مشر د همدې خلکو ډوډۍ او مړۍ ورنه اخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.