د نوم څلورګونې ډلې

نصیب شیرزاد

1,822

د نومونو څلور ګونې ډلې.
نومونه په څلور ډلو(ګروپونو) وېشل کېږي.
1- څیز نوم(اسم)
2- ستاینوم(صفت)
3- شمېرنوم(عدد)
4- نومځر (ضمیر)

لومړی- څیزنوم (اسم)
څیزنوم چې دودیز ژبپوهان یې اسم بولي یو داسې نوم دی چې نېغ پر نېغه د یو څیز یا ښکارندې (پدیدې) نومونه (نامګذاري) او څرګندونه یې کوي او دا نور ډولونه لري.
1- پژ نوم (اسم ذات): داسې یو څیز نوموي چې زمونږ په حواسو حس کېدای شي.
لکه: ډبره, لرګی, اوبه, سړی, کټ او…
2- مانا نوم (مانا اسم) لکه: په یوه نه ننګېرېدونکي (غیرمحسوس)څیز یا په لنډه وینا, په یوې ښکارندې(پدېدې) پورې اړه لري او هغه نومونه.
لکه: ښایست,روغتیا,رښتیا,هیله ننک,غیرت,پت,ډار,مېړانه,پیاوړتوب,رخه,سخه,خوښي,وېره,اندېښنه,لویي,درناوی,سپکاوی.او…
3- ځانګړنوم (خاص نوم) : یو ځانګړی څیز یا ځای نوموي.لکه: پښتو ,زبېر ,زرمینه ,ننګرهار,کابل,کندهار, پکتیا, هند, ایران , او…
4- ټولنوم(عام نوم): داسې نومونه نوموي چې ځانګړي او خاص نه وي,له کوم? کوم یو?پوښتنې سره مخامخېږي لکه: ونه ,هلک,هېواد ,نجلۍ, څاروی, وګړي, او…
5- نوږ نوم (جنس اسم) په یو نه شمېرېدونکي څیز پورې اړه لري. لکه: زر, اوبه ,غنم, غوړي, تېل, جوار, وېټامین, چرس. او…
6- غونډ نوم(جمع اسم) لکه: یوه ډله او غونډ نوموي لکه: ټولنه ,ټبر, ټولی, رمه, لښکر, ګوند, ولس…
نور بیا…
اخځ:پښتو پښويه،پوهاند،دوکتور،م،ا،زيار
پښتو لیکدود او ګرامر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.