نارینتوب

قیام الدین خادم

1,003

کوم وخت چې سردار محمد ایوب خان غازي د انګرېزانو سره نظر بند ؤ. نو یوه ورځ په لاهور کې د آسونو د ځلغولو سیل ته راغئ. د فوج غټ غټ مشران حاضر دي لوبه جاري ده دی بې پروا پر آس سپور منځ ته راننوت. یو کرنیل دده مخې ته لاړ شو. دی یې د وړاندې تګ نه منع کړ او په ستغه وینا سره ورته لګیا شو چې ودرېږه! دلته اجازه نشته! ته دلته څنګه راغلی یې. په دې منځ کې د غټ مشر (لوی جرنیل) له ورایه په دې سترګې ولګېدې. دستي یې په آس پښه واړوله په تراټ ورسې وار له واره یې سرادر ته خولۍ کوزه کړه او د سردار یې خورا ډېر تعظیم وکړ. کرنیل چې دا حال ولید ډېر وارخطا شو چې ما د دومره لوی سړي سره بې ادبي کړې ده.
جرنیل مخ را واړاوه. چې: (ته دانه پیژني! چې دا څوک دی. دا د میوند زمری دی!!)
له دېنه وروسته یې سردار ته ډېر عذر وکړ چې (کرنیل صیب تاسې ونه پېژندلی. تاسې سره بې ادبي وشوه. زه ډېره بخښنه غواړم تاسې طبعه خفه نه کړئ) بیا یې، نو له ځانه سره خپلې هغه لویی خیمې ته بوته چې هلته کرسۍ او مېزونه ایښي وو ړومبۍ یې دی پر کرسۍ کښېناوه خپله جرنیل او نور فوځي منصبداران وروسته شاوخوا کې کښیناستل او دلته یې بیا ور نه عذر وغوښته چې (تاسې خفه نه شئ، تاسې سره په ناپوهۍ کې، بد سلوک وشو زه بخښنه غواړم!)

دا څه وه…. دا د سردار هغه توره وه چې د میوند په جنګ کې یې دښمن ته ښودلې وه او همدغې مېړانې په سبب یې خپل او پردي ټول د زمري په نامه یادوي. د نامه احترام یې کوي او همداسې به تر پیړیو په عزت او حرمت یادیږي.

کتاب: نوی ژوندون

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.