روسیې له کريميا څخه د عسکرو ايستلو اعلان وکړ

571

مسکو ويلي دي چې اوکراين ته له څېرمه پرتو سيمو څخه يې په پرله پسې دويمه ورځ د عسکرو را ايستلو ته دوام ورکړی دی. دا ګام هلته د پوځي مانورو د ختمیدو په پايله کې اخيستل شوی، خو لوېديځ سره له دې هم شکمن دی.

Russland | Militärfahrzeuge werden nach Ende von Militärübungen auf Züge geladenپه هغه انځورونو کې چې د روسیې د دفاع وزارت مطبوعاتي څانګې له خوا د سه شنبې په ورځ (د فيبرورۍ مياشتې ۱۵مه نېټه) د اخيستل شوې ويډيو څخه دی، ښکاري چې د روسیې په جنوب کې د پوځي تمرينونو پای ته تر رسيدو ورسته روسي پوځي نقليه وسايل د ریل ګاډو پر پليت فارمونو ولاړ دي.

روسیې د چهار شنبې په ورځ ويلي دي چې په کريميا نيمه ټاپو کې یې پوځي تمرينونه پای ته رسولي او د عسکرو په ايستلو یې لاس پورې کړی دی.

تر دې يوه ورځ د مخه روسیې ادعا کړې وه چې د اوکراين پولې ته څېرمه د مستقرو عسکرو نامعلوم شمیر یې بيرته خپلو اصلي مرکزونو ته ليږدولی دی.

د روسیې د دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي: «د جنوبي پوځي حوزې پوځي قطعاتو د تاکتيکي تمرينونو تر بشپړولو وروسته د استقرار دايمي نقطو ته حرکت کړی دی.»

د تلویزيون له لارې په خپرو شويو ويديوګانو کې ليدل کيږي چې د ټانکونو او درنو وسلو سره پوځي قطعات د کريميا له پله اوړي. کريميا د اوکراين نيمه ټاپو دی چې په ۲۰۱۴م کال کې روسیې له ځان سره الحاق کړ.

د لوېديځ بې باوري

څارونکي او همدا راز د لوېديځ مشران د روسیې پر دې ادعا شک لري او خبرداری یې ورکړی دی چې روسیه اوس هم پر اوکراين بريد کولی شي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن د سه شنبې په ورځ وويل چې امريکايي استخبارات اوس د اخراج دغه ادعاوې ارزوي.

د بريتانيا د دفاع وزير بن وېلس هم د روسيې پر دې ادعا شک ښکاره کړی. هغه د چهار شنبې په سهار له «ټایمز راډيو» سره په خبرو کې وويل: «موږ په اوس وخت کې د دغه اخراج هيڅ شواهد نه دي ليدلي.»

د ناټو مشر ينس ستولتنبيرګ په دې اړه وويل: «موږ چې اوس څه وينو دا دي چې د اوکراين پر پوله روسيه ډېر پراخ پوځي حضور لري، خو موږ له مسکو څخه دا پېغام هم وينو چې دوی به ديپلوماسۍ ته يو چانس ورکړي.»

نوموړي په عين حال کې د اوکراين پر پوله د عسکرو د شمير «دوامداره زياتوالي» ته هم شاره وکړه. هغه وويل چې په ماضي کې هم روسيې، عسکر او درنې وسلې سيمې ته ليږدولي او بيا یې عسکر بيرته ایستلي دي او د ژر بيرته ستنېدو انتخاب یې له ځان سره ساتلی دی.

«هيڅ واقعي پرمختګ نه دی شوی»

د نړیوالو دفاعي مسئلو په برخه کې تخصص لرونکي ژورناليست توماس ويګولد له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل چې د ايستل شويو عسکرو شمير لږ دی، ځکه چې دغه تر بحث لاندې عسکر هغه دي چې د اوکراين پولې ته څیرمه لا دمخه ځای پر ځای ول.

نوموړي زياته کړه: «که چېرې دغه عسکر ايستل شوي هم وي نو ډېر په چټکۍ او ډېر ژر په بل ځای کې مستقر کیدای شي.» هغه زیاتوي: «موږ وليدل چې د روسیې له ختيځ څخه عسکر په بېلاروس کې او همدا راز اوکراين ته څېرمه کې ځای پر ځای شوي دي. که چېرې عسکر څو زره کیلومتره ليرو پرتو خپلو کورونو ته واستول شي نو دا به بيا يو توپير رامنځته کړي.»

ويګولد وويل: «خو که عسکر له اوکراين څخه د يو څو سوو کیلومترو په واټن کې میشت شي نو دا کوم پرمختګ نه دی.»

د پوتين څرګندونو ته د اسعارو د بازار غبرګون

پوتين د سه شنبې په ورځ د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ سره په مسکو کې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل چې روسیه له «اروپا سره جګړه» نه غواړي. هغه په تکرار سره د اوکراين د نيولو پلانونه هم رد کړل.

له کريميا څخه د عسکرو د اخراج ادعاو د روسیې د پولي واحد روبل ارزښت تر هغه وروسته بيرته لوړ کړ چې د ممکنه بندیزونو په تړاو د پانګوونکو ويره يو څه کمه شوه. د والستريت او آسيا په بازازونو کې هم د چهارشنبې په ورځ ښه والی وليدل شو.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.