ټولنه او چاپېریال

محب الله عمري

1,127

د ټولنې د چاپېریالي ښه والي لپاره څو اړین ګامونه؛

ځمکه د بېلابېلو ککړتیاؤ او د بشري کړنو د ناوړه اغېزو له امله د ډول ډول چاپېریالي ناورینونو سره مخ ده چې ټولنې یې په هر اړخیز ډول اغېزمنې کړې دي. موږ کولی شو د څو ګامونو په پورته کولو سره د ژوند د غوره چاپېریال په رامنځته کولو کې له خپلو ټولنو سره مرسته وکړو:

له نورو سره د چاپېریال په اړه خبرې اترې

چاپېریالي پوهاوی باید د ټولنیز او فرهنګي جوړښت په یوه برخه تبدیل کړو. هرڅومره ډېر چې موږ د ژوندیو موجوداتو او چاپېریال ترمنځ د پېچلې اړیکې په اړه مالومات ولرو، کولی شو پدې برخه کې اغېزمن رول ولرو. موږ باید د چاپېریال او د هغه د پاک ساتنې په اړه  له خپلې کورنۍ او ملګرو سره  خبرې وکړو.

پر بایسکل او یا پلي تګ کول

په ښار کې د لنډو سفرونو لپاره د موټر پرځای  پلی تګ یا له بایسکل څخه ګټه اخیستل زموږ د روغتیا او چاپېریال لپاره اغېزمنې ګټې لري.موږ باید  هڅه وکړوچې  له داسې وسیلو څخه کار واخلو چې د هوا او چاپېریال لپاره تر ټولو کمه ککړتیا رامنځته کړي.

له ښاري کثافاتو څخه بېرته ګټنه

ښایي دغه تر ټولو ساده او د لاسرسي وړ کار وي چې ترسره کولی یې شو. نن په ډېری ښارونو کې د کثافاتو د تفکیک لپاره جلا جلا مخزنونه ځانګړي شوي چې د بېرته ګټنې وړ کثافات را ټولوي او بېرته ګټنې ته یې چمتو کوي. د کور ډېری وسیلې، المونیمي قوطي، کاغذ، پلاستیکي لوښي، ښیښه یې او فلزي لوښي د بېرته ګټنې وړ توکو له ډلې څخه دي. نو اړینه ده چې موږ له هغه توکو څخه ګټه واخلو چې د بېرته ګټنې وړ کثافات رامنځته کوي.

د اوبو د سرچینو ساتنه

نن ورځ د اوبو ستونزه په یو لوی ناورین بدله شوې ده او دغه ستونزه ورځ تر بلې جدي کېږي. د نړۍ د نفوس درېیمه برخه پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی نه لري او د ځمکې د کرې د اوبو یواځې یوه سلنه د انسان د ګټنې لپاره وړ او سالمې دي. د کیمیاوي زهري توکو استعمال کچه باید کمه کړو او له دې توکو څخه په احتیاط ګټه واخلو ځکه په چاپېریال کې د دوی خپرېدل په خاوره کې د نفوذ او د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا لامل کېږي.  سربېره پردې باید د اوبو په لګښت کې هم  ډېره پاملرنه وکړو  او په ورځنیو کارونو کې لکه د حمام  پر مهال د اوبو له بېځایه مصرف څخه ډډه وکړو.

په کور او ګاونډ کې له نوې کېدونکو انرژیو څخه ګټه اخیستل

نوې کېدونکې سرچینې لکه لمر، باد او نور د نفتو او طبیعي ګاز په نسبت لږې  چاپېریالي ستونزې او ککړتیاوې رامنځته کوي. اوس له دغه انرژیو څخه  په بېلابېلو سیمو کې دګټې اخیستنې امکانات شته. د بېلګې په توګه اوس کولی شو له لمریزو سولرو یا لمریزو آبګرمیو څخه په خپلو کورونو کې ګټه واخلو.

په اداراتو کې دې داسې کسانو ګمارل چې چاپېریال ورته مهم وي

په ادارو کې باید داسې کسان وټاکل شي چې په خپلو کړنلارو کې د چاپېریال د ښه والي لپاره ځانګړې پاملرنه ولري. د بېلګې په توګه د پارکونو او شنو ساحو رامنځته کول او ساتنه، د نوې کېدونکو انرژیو څخه د ګټنې لپاره د هڅوونکو انګېزو رامنځته کول او همدارنګه د شته سرچینو څخه ساتنه.

د کلیوالي تولیداتو پېرودل

د خپلې اړتیا وړ خوراکي توکي باید له هغه پلورنځیو څخه وپېرو چې خپل توکي له کلیوالي سرچینو څخه راوړي. کله چې کلیوالي خوراکي توکي پېرو، نو له  بزګرانو څخه ملاتړ کوو  او زمونږ دغه ملاتړ بزګران هڅوي چې خپلې کرنیزې ځمکې له صنعتي ګټنې څخه وساتي او په صنعت کارانو یې ونه پلوري.  په پایله کې به موږ  او ټول موجودات چې په ځمکه، ځنګلونو او رودونو کې  وده کوي له چاپېریال څخه ګټه اخلو. پدې کار سره به  هم تازه توکي ترلاسه کوو او هم به لږه ککړتیا رامنځته کېږي.

د ونې کېنول

ونې د اوبو کیفیت ښه کوي، د هوا ککړتیا کموي،  زموږ د ژوند لپاره اکسېجن تیاروي، زموږ د کورونو هوا  سړه ساتي او پخپلې ښکلا سره انسان خوښ ساتي.

د غوره عادتونو رامنځته کول او وده ورکول

موږ باید خپل ورځني او کارېدونکي عادتونه  چې د چاپېریال له ښه والي سره مرسته کوي، ډېر کړو. ډېری دینونه موږ ته وایي چې موږ د طبیعت یوه برخه یو او د هغه ځمکې پر وړاندې چې  پکې ژوند کوو، مسؤل یو. د اسلام سپېڅلی دین موږ ته لارښوونه کوي څو په پاکوالي کې هڅه وکړو او له هرڅه وړاندې د خپل ځان او چاپېریال پاکوالي ته پاملرنه وکړو.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.