د درواغو بازار

محمود نظري

727

د لندن د کډوالۍ کارمندان ( امييګريشن) د ورځني چارو د اسانتيا لپاره د درواغو سنجولو ماشني د ساينس د کارپوهانو په مرسته په ډير لوړ لګښت جوړ او نصب کړ خو د دې ماشني ګيج هيڅ کله له رسې ليکې څخه را کښته
نه شو د دوی په خيال چې کار نه کوي نو يو بل ماشني يې د رښتيا ويلو د څرګندتيا لپاره جوړ او نصب کړ . يو افغاين رښتينی ډاکټر چې د دښمني له کبله کډوايل ته اړ ايستل شوی وو خپل د شلو کلنو د خواريو کور، شتمني
يې وپلورل ځان يې لندن ته راورسوه او دلته يې د رښتيا ويلو د ماشني کوټې ته بوت .ډاکتړ چې پر پوه او علم يې باور درلود اود درواغو ويلو يې بد راتلل نو په خپله انرتويو کې يې رښتيا وويل:
زه يو ډاکتړ وم په روغتون کې مې کار کوی د دښمني له امله مې ژوند په خطر کې وو…..
د کډوالی کارمندانو په هېښتيا ترې وپوښتل:
يوازی ډاکتړ وي بل کوم دولتي څوکۍ دي نه لرله؟
کوم وزير، صدراعظم، رييس جمهور يا باچا نه وې ؟
ډاکتړ نه پوهيده چې دلته ټول راغيل کډوال لږ تر لږه دوه درې دوره باچاهي کړي ده . يا صدراعظامن وو
د ګډوالی کارمندانو بيا ترې وپوښتل:
لږ تر لږه کوم باچا کوم وزير- مزير…؟
ډاکتړ د نه په ويلو سر وښوراوه

د کډوالۍ يو کارمند ډاکتړ ته د ديپورت پاڼه ورکړه چې په هغه کې ليکل شوي وه:
موږ عادي ډاکتړان . استادان نه منو د داسو خلکو په منلو رسه به د کډوالو سيل را مات يش .موږ تر اوسه يوازي ديرش زره افغاين مهاجر منيل دي چې هر يوه يې لږ تر لږه يوه دوره باچاهي-ماچاهي يا صدراعظمي تريه کړې ده
د رښتيا ويلو ماشني ګيج هم هيڅ پورته نه شو نو هغه و چې هغه ماشني يې هم لکه خوار ډاکټر ديپورت کړ.
نو دا چې ويل دلته ځيني راغيل کډوال ډير درواغ وايي دا ځکه د دوی د د رواغو خوند ليدلی دی او دا چې ويل ځيني ځانونه باچاهان ګڼي او لکه باچاهان برخورد کوی او نور خپل رعايا ګڼي دا ځکه چې د دوي کيسونه په پاچاهي
منل شوي دي .
لندن ۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.