بس د سړک يوې غاړې ته ودرېد.
ډله سپین ږیري او ځوانان ترې ښکته شول.
د سړک بلې غاړې ته د اوبو لويه شړنده ویاله بهېده.
په ویاله کې روانې اوبه له ورایه رڼې ځلېدلې.
د بس تر څنګ ولاړ یو ځل د سړک پای او سر وڅارل، کوم څه نه ښکارېدل، ځوان د ویالې رڼو اوبو ته کتل، بیا یې د ویالې په طرف ګړندي ګامونه واخېستل.
کېناست، مخ ته یې څو لپې اوبه ور واچولې، رنګ یې تازه شو.
شېبه وروسته د بس ډاریور سفر ته د ادامې ورکولو لپاره ټولو ته په یو غږ وویل، چې ځانونه تیار کړي.
د ویالې تر څنګ ولاړ ځوان د بس په لور وکتل، مسافر په نوبت یو یو بس ته ختلو.
ځوان هلک هم قدمونه ور ګړندي کړل.
شېبه وروسته بس ته وختلو، یوې او بلې خواته یې سترګې واړولې.
هر چا ته به یې په ځیر سره کتل.
څنګ ته یې د پوخ عمر لرونکي سړي چې تور کوچني بکس یې په څنګ کې نیولي وو ولاړ وو.
ځوان هلک ور مخکې شو، په ساه نیولي غږ یې ورته وویل:
_کاکا هغه دلته مې پلار راسره وو، بس ته راوختلو؟
سړي ځوان هلک ته وکتل د څېره لږ جدي شوه.
_ پلار دې زه څه پېژنم، او بل ولې اندېښنه کوي، پلار خو دې څه ماشوم نه دی، را پیدا به شئ.
ولاړ ځوان په بس کې يوې او بلې خواته بیا وکتل.
په څنګ کې ولاړ سړي ته یې مخ ور واړاوه، ځواب یې ورکړ.
_ نه کاکا پلار مې لږ ناروغۍ لري، په غوږونو سم غږ نه اورئ
د بس ډرایور په لوړ آواز وویل:
_ ټول آماده اوسئ، سفر شروع کوو.
د ځوان هلک له څېرې رنګ وتښتېد، له ځان سره يې وویل:
_ پلاره څه شوې.
یوې او بلې خواته یې په وراخطایې کتل، څه په نظر ور نه غلل.
ژر یې د بس ډرایور ته وکتل:
په ستوني کې یې غږ بند بند کېده.
_هغه استاده یوه شېبه ودرېږه.
د بس شور ما شور وو، غږ نه اورېدل کېده ډرایور څه ونه ویل، بس ورو ورو حرکت شروع کړ.
ځوان هلک د بس د دروازې په لور وکتل، لکه چې څه یې په ذهن کې څه ور ګرځېدلي وي، د بس څخه یې د وتلو هڅه کوله، قدمونه یې وخوځول، مخکې شو د دروازې مخ ته ولاړ نفر یې په زوره ټیله کړ، ولاړ کس د بس په یوې سورلۍ ور وغورځید.
د بس ټولو سورلیو د ځوان په لور سترګې نیولې وي.
شېبه وروسته په تېزۍ سره د سړک په وړاندې سر کې
ځوان ته څو موټرو هارنونه وهل، موټر په تېزۍ سره د ځوان په یو پښه ور برابر شو، په زوره یې چیغه کړه.
_پلاره پلاره….
ړنګ شو سر یې د موټر بل ټېر ته برابر شو.
وړاندې سپین ږیري د ځوان په لور منډې وهلې، توره لونګۍ یې له سره په ځمکه وغورځیده.
بس ځای پر ځای ودرېد،
سورلۍ ترې ښکته شوې.
يوې او بلې خوا چیغې وهلې کېدې.
ټولو د ځوان په وینو لړلي جسد ته کتل.
بوډا د ځوان سر خپلې غېږې ته پورته کړ، چیغې یې پرې وهلې.
یو سپین ږیری نارې کړي:
_څه ته ولاړ یې، سترګې نه لرې، هغه سپين ږیري خو له سړکه بلې خواته کړئ، نورې موټرې نه وینې.
چا د قدم اخېستلو هڅه ونه کړه.
د بس مخې ته د پوخ عمر سړي، کوچني تور بکس په ځمکه یې کېښود، د سپين ږیري بوډا په غېږ کې یې د ځوان جسد ته کتل.
په ورو یې وویل
«نه کاکا پلار مې ناروغۍ لري، په غوږونو سم غږ نه اورئ»
د سړک په وړاندې سر کې د موټرو هارنونه په تېزۍ سره د سپين ږیري بوډا خواته په نا منظم ډول نږدې کېدل.
Comments are closed.