دوه دېرشمه خونه: لنډه کيسه

لیکوال: وقار ابراهیمي

911

د اوسپنې دروازې زنګا شوه، په اوږد دهلېز کې د بوټونو ټکا خته، د دروازې زنځير تر ډېره ټالې وهلې، تیاره وه د را روان پوځې څېره سمه نه ښکارېده.
وړاندې لاړ د زاندان ساتونکي د بوټو د غږ په ټکا سر وخوځېد له مېز څخه یې سر پورته کړ، د دروازې په لور یې سترګې نیولې وي.
سلامۍ یې وکړه.
_ قومندان صېب ته؟
_جماله ویښ یې؟
هو صېب دنده ده، څه وکړو.
قومندان له جمال څخه مخ وګرځولو، وړاندې د زاندان په خونې یې سترګې وګنډلې، د خونې په بانديني دېوال د دوه دېرش شمېره لیکل شوه، د دروازې پورې اچول شوي ژېړ لوي قلف له ورایه ځلا کوله.
جمال ته یې مخ ور واړاوه.
_جماله هغه به وېښ وي؟
_صېب له هغه څوک؟
_هغه دوه دېرش شمېره خونه کې چې دي.
جمال یوه شېبه له خوبه ډکې سترګې سره وموښلې.
بیا یې وویل:
_تر دوولسو بجو پورې خو وېښ وو، ستا له راتګ نه ساعت وړاندې ورغلم، په ناستي ویده وو.
قومندان  په دېوال کې راځوړند ساعت ته وکتل، شل کم درې وې.
جمال قومندان ته ور نږدې شو.
په ورو یې وویل:
قومندان صېب، ځوانې يې ده، لس کاله په دومره کوچني جرم ظلم نه دی؟
قومندان له تورو پلنو بریتو لاندې سره موسک شو.
_ زه هم حیران یم، باور مې نه کېږي، چې ده به خپله میرمن وژلې وې.
شېبه چوپتیا خپره وه.
ناڅاپه جمال وویل:
_ صېب که ستا خوښه وي، زه به ویده شم، سهار ته هم لږ وخت پاتې دي.
قومندان د هو په بڼه سر وخوځولو.
وړاندې د دوه دېرشمې خونې په لور روان شو، په وروسېدو سره یوه شېبه ودرېد.
له دروازې یې ځوان ته کتل، ځوان په اوږده چوکۍ ناست سر د ځنګنو په منځ کې اېښه وو د جمال خبره ور په زړه شوه، تر اوسه یې سر په زنګنو کې اېښي وو.
ناڅاپه د قومندان څېره جدې شوه، ځوان ته یې کتل.
په لوړ غږ یې وویل:
_ هله جماله ژر راشه.
د ځوان له پښو څاڅکي څاڅکي وينه بهېده، لاندې په ځمکه د ښیښې کوچنۍ ټوټه ښکارېده.

فبروري: پینځمه د شپې دوه او پینځه پنځوس دقيقې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.