ناخبره ضرورت: لنډه کیسه

ليکوال: وقار ابراهیمي

1,114

آسمان خړو ورېځو نیولي وو، ورسره هوا هم لوخړو او ګردونو نیولي وه.
څپانده باد د پارک مخې ته کثافات دانۍ څخه پلاستيکونه هوا ته پورته کول.
د پارک مخې ته تېرېدونکو کسانو خپلو مخونه د څپانده باد له امله کلک بند کړي وو، يوازې سترګې یې ښکاره کېدای هغه هم دومره چې لاره پرې وویني.
د سرک پورې غاړې څخه ور ها خوا دېوال ته یو کوچنی هلک او يوې کوچنۍ انجلۍ د ګردجنې هوا له امله ځان څنګ ته کړي وو، دواړو ځانونه د دېوال پورې کلک نیولي وو،له ځان سره یې دوه لوي پلاستیکونه نیولي وو، یو نیم ځل به یې سترګې سره وموښلې.
شېبه وروسته…
هلک له انجلۍ یو دوه قدمه راتېر شو، یو څه ته یې په ځیر کتل، هلک یو ناڅاپه منډه کړه، د سړک نه پورې غاړې ته یې د تللو هڅه کوله، یو ځل ناڅاپه بیا ودرېد.

د انجلۍ په لور یې وکتل.
بیا یې ناره کړه.
هله څانګې، ژر کوه پلاستیکونه ټول باد ویوړل، کور ته به څه وړو!!
هلک هماغسې په سړک کې ولاړ وو، وړاندې موټر په چټکۍ سره روان وو، موټروان هارنونه وهل، د‌ سړک بلې خوا ته کوچنۍ انجلۍ بې پامه د هلک په طرف منډې وهلې، د موټر څخه نږدې فاصله کې انجلۍ تېره شوه، پښه یې بنده شوه، په ځمکه وغورځیده.
وړاندې موټر برېک ونیو، موټران ترې په بېړه کوز شو.
په غوسه یې هلک او انجلۍ ته کتل، په بدو ردو یې شروع وکړه.
-کور نه لرئ، بیا ادبي مور او پلار څنګه تربیه در کړې ده.
هلک او انجلۍ خپل سترګې د موټروان په سترګو کې نښتي وي.
شېبه ورسته موټروان روان شو.
انجلۍ پورته شوه، د لاس څنګ برخه یې په وینو ښکارېده، ب یو ځل بیا انجلۍ او هلک شاته وکتل، په چټکۍ سره د پارک د دروازې تر څنګ اېښي کثافات دانۍ په لور په منډه وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.