څه ډول موخې ته ځان ورسوو؟

ژباړه: محمداکبر حقمل

1,197

تاسو باید په لوی فکر سره خپلو ستراتیژي ګانو(پلانونو) لپاره د پروګرامونو جوړونه پیل کړئ. ټول کارونه مو باید په یوې ارمان پالنې پیل کړئ. تاسو باید د خپل ارمان پوره کولو لپاره یو پنځه کلن خوب جوړ کړئ او په دې اړه باید فکر وکړئ، چې که چېرې هر څه په خپل ځای واوسېږي نو په پنځو راتلونکو کلونو کې به مو ژوند څنګه وي او څنګه به شي.

ستاسو ټاکلو موخو ته د رسېدو په لار کې یواځینی خنډ خپل ځان ته د محدودیتونو کړۍ جوړول دي. محدویتونه مو آزاد ژوند ته نه پرېږدي او په یوه ټاکلي ځای پورې مو اړوندوي. محدودیتونه مو له پیاوړتیا، وړتیا، هوښ، استعداد او روڼوالي لرې ساتي او هرڅه مو بې ارزښته کوي. د محدودیتون د شتون په پایله کې به مو تل په ځان لورېنه او مهرباني کمه وي. کله، چې په خپل ځان لورېینه او مهرباني ونه لرئ او خپل ځان کم وشمېرئ، نو د خپل ځان لپاره به مو د موخې رسمولو وړتیا ونه لرئ او هغو موخو ته به مو هم ونه رسېږئ، چې تاسو یې پوره وړتیا لرئ.

کله، چې تاسو د خپلو هیلو او خپلې راتلونکې پالنه کوئ نو محدودیت پالنه به مو په خپله خنثی او له منځه لاړه شي. له تاسو سره باید تل دا فکر وي، چې ګواکي ستاسو پروړاندې هېڅ کوم محدودیت شتون نه لري. دا باید ایمان او باور ولرئ، چې تاسو د هرې موخې ترلاسه کولو پوره پوره وړتیا لرئ. دا هېڅ ارزښت نه لري، چې تاسو د ژوند په کومه سطحه کې یاست، یواځې ددې فکر هرکلی وکړئ، چې ستاسو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ټولې اړینې اړتیاوې بشپړې دي او هر څه ته، چې اړتیا لیدل کېږي په هغې هم لاس بري یاست. باور ولرئ، چې ستاسو پروړاندې دا ډول هېڅ محدویت شتون نه لري، چې تاسو د باید کوم ډول خلک جوړ شئ، څه باید وکړئ او څه باید ولرئ. په هغه صورت کې، چې ستاسو پروړاندې کوم محدودیت شتون ونه لري، نو تاسو به ددې وړتیا ولرئ، چې خپلو ټولو موخو ته به مو په غوره او اسانه ډول ورسېږئ.

په خپل  زړه کار وکړئ خپلې موخې ته ورسېږئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.