سورصليب: افغانستان له کرونا سره د مبارزې له پاره مرستو ته اړتيا لري

517

د کرونا نوي څپې ته په کتو سره، د سره صليب نړيوال فدراسيون د افغانستان له پاره د سمدستي مرستو غوښتنه کړې ده. د روغتيا نړيوال سازمان په حواله په دغه هيواد کي د کرونا ۵۰ سلنه تيستونه مثبت دي.

Afghanistan | Coronavirus | Impfzentrum in Kabulد سره صليب نړيوال فدراسيون او د سرې مياشتي نړيوالي ټولني د چهارشنبې په ورځ د يوې بيانيې په ترڅ کي اعلان وکړ چي روغتيايي خدمات، تيستونه او همدارنگه واکسينونو ته سخته اړتيا ليدل کيږي.

کرونا ويروس د افغانستان په ټولو برخو کي خپور سوی او د نوموړي هيواد روغتيايي سيستم يې چي پرته له دې هم تر سخت فشار لاندي وو، لاپسي اغيزمن کړي دي. همدارنګه زياته سوې ده چي په لسونو تاسيسات ، چي پکښي د کوويد ۱۹ ناروغان ساتل کيدل، د درملو او پرسونل ته د پيسو او نورو عملياتي لگښتونو د کمښت له امله تړل سوي دي.

په نوموړي هيواد کي د کوويد ۱۹ له ۳۷ عامه تاسيساتو څخه، تر لسو لږ يې فعال دي چي دا نه سي کولاي د ناروغانو له غوښتنو سره مطابقت وکړي.

د روغتيا نړيوال سازمان يا«ډبليو اچ او» په حواله په دا وروستيو کي د کرونا شاوخوا ۵۰ سلنه تيستونه مثبت ختلي دي. په کابل کي کرونا ته ځانگړي سوي يوازيني روغتون سرطبيب، طارق اکبري د آلمان د رسنيو آژانس ته ويلي دي چي د هغه په کلينيک کي له سلو بسترونو څخه ۸۹ يې په ناروغانو ډک دي. همدارنگه د ناروغانو او د مړو شمير په دوامداره توگه مخ پر لوړيدو دی.

د روغتيا نړيوال سازمان په خبره، په افغانستان کي د دغي د پانديمي له پيل راهيسي د کرونا ۱۷۲ زره او د دغه ويروس له امله د څه د پاسه ۷۵۰۰ کسانو د مړيني پيښي ثبت سوي دي. سربيره پردې په دغه هيواد کي ډير لږ کسان تيست کيږي، له همدې کبله څارونکي د لازياتو هغو پيښو څخه خبري کوي چي ثبت سوي نه دي. د »ډبليو اچ او« په حواله د اټکلونو له مخي د فبرورۍ تر وروستيو ورځو پوري ۳۷ ميليونه کسانو ته ۵،۴ ميليون دوزه واکسين لگول سوي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.