اوکراین باندې د روسيې پوځي حمله

613

د روسیې پوځ اعلان کړی چې د اوکراين هوايي اډې او نور پوځي تاسيسات ېې په نخښه کړي دي. په اديسا او خارکوف کې د چاودنو غږونه اوریدل شويٍ او پر کیف هم بريدونه شوي دي. په ټول اوکراین کې جنګي وضعيت اعلان شوی دی.

Ukraine Konflikt | Rauchwolke über Militäreinrichtung in Mariupolد پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د فبروري ۲۴) د اروپا پر وخت له سهار ۴ بجو څخه لږ مخکې، د روسیې ولسمشر، ولادیمير پوتين، په یوه وینا کې په اوکراین کې د «پوځي عملیاتو» د پیل خبر ورکړ. تر هغه لږ وروسته، عیني شاهدانو په اديسا او خارکوف ښارونو کې د چاودنو غږ له اوریدو څخه خبر ورکړ.

د روسيې پوځ اعلان کړی دی چې دغه هیواد د لوړ دقت لرونکو وسلو په ذریعه د اوکراين پر پوځي زیربناو باندې حملې کوي.

د روسيې خبري آژانس، تاس، د روسیې د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړی دی چې «پوځي زیربناوې، پوځي هوايي اډې او د اوکراین د هوايي قواوو تاسیسات د لوړ دقت درلودونکو تسليحاتو په ذریعه له کاره غورځول کیږي.»

د اوکراين د سرحدي ساتونکو په وینا، د روسيې او سپينې روسيې په سرحدونو کې پر دغه هیواد حمله شوې ده.

Ostukraine Militärfahrzeuge bei Donetskد اوکراين د سرحدي ساتونکو په وینا، د روسيې او سپينې روسيې په سرحدونو کې پر دغه هیواد حمله شوې ده

«سي ان ان» خبري شبکې هم د اوکراين پر څو سیمو د روسي ځواکونو له حملې څخه خبر ورکړی دی. زياته شوې ده چې کيف هم تر حملې لاندې دی. رپوټونه وايي چې ډېر خلک له کيف څخه د وتلو په حال کې دي. د فرانسې خبري آژانس د اوکراين په ختيځ کې پروت بندري ښار، ماریوپول، ته نژدې د چاودنو خبر ورکړی دی.

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي، په ټول هیواد کې جنګي وضعیت اعلان کړی او له خلکو يې غوښتنه کړې چې د امکان تر حده په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د اوکراين د سرحدي ساتونکو په وینا، د روسيې او سپينې روسيې په سرحدونو کې پر دغه هیواد حمله شوې ده.

د خپرو شوو رپوټونو پر اساس، د چاودنو غږونه په اکثرو ښارونو کې اوریدل شوي دي. ويل شوي دي چې په ماريپول کې دوې قوي چاودني اوريدل شوي دي. شاهدانو رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې چاودنې يو د بل پسې شوي دي. ماريوپل د اوکراين په ختيځ دونتسک سیمه کې واقع دی.

په کيف کې د بهرنيو چارو وزارت په خبره، پر اوکراین باندې د روسيې لويه حمله د «اوکراین دولت د پرزولو» په موخه پيل شوې او روسيه غواړي اوکراین «اشغال» کړي. کيف له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې پر اوکراین د «یرغل» د فوري توقف له پاره په يو «قوي او متحد» دريځ سره لاس په کار شي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.