پاسپورټ

احمدجان ماڼو

800

PASSPORT

که څه هم نن سبا (پا سپورت passport) یونړیوال پیژندل شوې نوم دی اودهند واروپایې ژبوویونکي هیوادونه یې په همدی نوم پیژني اوپه ټولوژبو کښی ورته مشابه تلفظ لري ،که څه هم همدا نوم د(ایران) په هیواد کښی په فارسی ژبه اړول شوی اوایرانیان یې (ګذرنامه) بولي، ښایې د(پاسپورت) نوم دنړۍ پرمخ په ډیروهیوادونوکښی، ځانته خپل ځانګړي نومونه هم ولري ،خود(پاسپورت) خاوندان یې په مفهوم پوره او مکمل پوهیږي ، خوپه اصیله معنی یې چی ،دا دکومې نړیوالی ژبې دادب برخه ده اولغوي اوادبي سرچینه یې په کومه ژبه کښی شتون لري په هکله به یې پوهه پوره نه وي .

خو، د passport ) پاسپورت ) نوم په اصلي آریایې ژبه پشایې /آریک کښی یو ترکیبي نوم دی چی، دمصادرو د ګردان په پایله کښی مونږد (پاسپورټ ) دترکیبي نامه دواړه برخې ( پاسpass  ) او(پارټ، پرټ part,port  ) افعال په لاس راوړو ،چی پشیان یې لاتراوسه په نوموړو تلفظونوادا کوي ،که مونږ دواړه مصادر یودبل پسی ګردان اوافعال تری جوړ کړو ،مونږدالاندی فعلونه په لاس راوړو:

۱ـ پیک = تلل =رفتن: پیم ،پی ،پګا ،پیس ،پیدا ،پین = ځم ،ځی ،ځي ،ځو ،ځئ ،ځي = میروم ،میروی،میرود ، میرویم ، میروید ، میروند .

۲ـ پرټیک = تیریدل ، اوښتل= ګذشتن ، تیرشدن: پرټیم، پرټي، پرټګا، پرټیس، پرټیدا، پرټین = اوړم ،اوړی ،اوړي ،اوړو ،اوړئ ،اوړي =میګذرم،میګذری ،میګزرد، میګذریم،میګزرید ، میګذرند.

باید ووایم چی ، په پشایې ،پښتو اودري ژبو کښی دمفرد مخاطب لپاره :پرټ part,port ،واوړه ،تیر شو ، هریو امري فعلونه دي ! چی ،مونږ د (پاسپورټ passport ) د ترکیبي نامه دلاس ته راوړلو لپاره دپشایې ژبې دمفرد مخاطب دامري فعل ( پرټ ،پارټ part,port = واوړه = بګذر) دفعل څخه کار اخلو .

اوس که مونږلاس ته راغلي افعال یودبل سره یوځای ولیکولکه :

پیس ،پاس = ځو= میرویم + پرټ، پارټ = واوړه،تیرشه = بګذر،تیرشو.

اوس چی، دپشایې ژبې افعال ( پاس ، پیس = ځو= میرویم  pass ,pess+ پرټ ،پارټ = اوړو = میګذریم  prt,part= پاس +پرټ = پیس پارټ passport ,pesspart= pass,pess+part ,port) په لاس راغلل دګرامر دقاعدې له مخې غږیز توري تل مدام په خپلومینځونو کښی تغیرکوي چی، (پیس  pess) په (پاس pass ) اوهمداشان (پارټ part ) په (پورټ port) اوړي معنا داچی : passpart=passport کیږي ،چی د دواړوتلفظونوپه اوریدلو هراوریدونکی پوهیږي اویو مفهوم د( پیس ،پاس = ځو= میرویم  + پرټ = اوړو = میګذریم ) = ( پاس ،پیس + پورټ = پاس پورټ passport) او (ځو +اوړو= ځو اوړو ) =(میرویم + میګذریم = میرویم میګذریم = ګذرنامه) .

نتیجه :دادی اوس مونږ د(پاسپورت passport) دنامه رښتینې معنی دپشایې /آریک لرغونې آریایې ژبې کښی په لاس راوړه چی، په نورو نړیوالو ژبو،انسایکلوپیدیاګانو او ډکشنریووکښی یې داسی ټکي په ټکي معنی شتون نه لري خو،په توضیحاتواوتشریحاتواوبیلګو کښی یې معنی د پشاې /آریک ژبې اصلي معنی اومفهوم ته ورته اودقناعت وړ ګرځي !

برسیره پردی د یادونې وړ یې بولم چی، مونږ په خپلو توضیحاتوکښی یو بل ډیر مهم،اړین او ارزښتناکه د ( port بندر،سرحد ) نوم هم په لاس راوړچی، دنړۍ پرمخ هرهیواد دبل هیواد په وړاندی یې لري ،داهم دپشایې /آریک ژبې زیږنده ده چی،دیوهیواد ټول کورنۍ بنادر ،هوایې میدانونه ،هوایې فضا ،سمندري بندرونه اود وچې بنادر……. اوسرحدات دپشایې ژبې د (پرټیک = اوښتل ،تیریدل ،پښه اړول د « پرټ ،پارټ ،پورټ ،باردر……» د (تیریدل ،اوښتل = ګذشتن ،عبورکردن ) په معنا دي .

دپورتنیووتوضیحاتو څخه دا په ډاګه کیږي چی ،د لرغونوزمانو څخه رانیولې ، تردا نن پورې د نړیوالو ترمینځ تګ راتګ ، دراکړې ورکړې ،تجارت (لین دین ) شتون درلود اود (پاسپورت passport ) څخه به د کار اخیستل عام وو ،دا په دی معنی اومفهوم چی،لا په هغه لرغونې زمانه کښی دپشایې /آریک ژبه یوه علمي اواغیزناکه ژبه وه چی، دpassport)  پاسپورت ) نوم یې ترننه شتون لري اونړیوال شویدی .

خو، نا ویلې دی پاتې نه وي ،چی کله کله دانشمندان اوپوهان ،چی دیوې کلیمې په اصلي معنی او ریښه ډاډمن اوپوه نه وي اوورته مبهم اوناپیژندل شوې شانته ښکاره شي، په هغې کلیمې د(لاتینن اویوناني ) ژبو ټاپه وهي اوهغه کلیمه دخلکو دپوهاوي لپاره ،پرته دمعنی اوریښې په څوبیلګو کښی توضیح اوتشریح کوي اونړیوالو انسایکلو پیدیګانو اوډکشنریووکښی یې وراچوي !

      خواصلي معنی اوریښه یې چی، باید دیوې ژبې په مصادرواوافعالو کښی شتون ولري او څرګنده وي ،داسی یوڅه ورکښی هډو شتون نه لري او یواځې په تعریفاتو اوبیلګومتکي وي اوورباندی بسنه کوي !

خو! د زما په نظر هره کلیمه باید دیوې ژبې په ادبیاتو کښی ریښه ولري اود یوه مصدرد ګردان څخه په یوفعل کښی ځان څرګند کاندي ،ترڅو ژب پوهانو ،څیړونکو،لیکوالانو، شاعرانو اواوریدونکو ته دقناعت وړ شي .

زه دلته د( passport ، پاسپورټ » نړیوال پیژندل شوي نامه د ریښې په هکله خپل نظردژب پوهانو سره د پشایې ژبې دلرغونتوب اوآریکتوب په خاطرشریکوم چی، ننۍ زمونږد ګران هیواد افغانستان مروجه پشایې ژبه هماغه (آریک) د لرغونې(آریانا ویجه) څخه لا د مخه عصر اوزمانۍ ژوندۍ ،په علمي ادبي انډیوو بار ژبه ده چی، زما په آند د (آریانا ویجه) دجغرافیې دجوړیدواوتاریخي کیدو دعصراوزمانې څخه لادمخه اووړاندی د(آریا)  نسل د(آریک/ پشایې) ژبه ویله اوادبي ،علمي اوقیام ته رسیدلی ژبه وه .

هیله : دژب پوهانو، تاریخ پوهانو،لرغون پوهانو ،لیکوالانو،شاعرانو اودنظر خاوندانوڅخه ده ،چی دزما دپورتني لیکنې اوڅیړنې په اړوند خپل انتقادي ، جوړوونکی اولارښودونکی نظر راسره شریک کاندي .

په درنښت اودرناوي .

دنمارک ،۲۰۲۲ کال فبروري .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.