چې دا زموږ خلک ولې د اوکراين جګړې ته خوشاله دي؟

بشیر ګواښ

699
نن د اوکراين د پارليمان یوې غړې پر ټويټر سپېس بحث کې وويل چې دوی د بمبارۍ له وېرې د کور په زیرزميني کې دي. ماشومې لور یې ورته ويلي چې: مورې! اوس راته معلومه شوه چې زموږ هېواد له هغه هم ډېر خوږ دی چې تا او زموږ معلمې یې راته په اړه ويل ځکه چې که خوږ نه وای نو پوتين به یې په روس د ورګډولو او نيولو هڅه نه کوله!!!
له دې خبرې د رحمت شاه سایل يو شعر راياد شو چې وايي:
دا چې دې همه دنيا خوړلی وخت په وخت یمه
ښکلی یمه، خوږ يمه، ترسکون یمه… پښتون یمه
اوکرانیانو له افغانانو سره ډېره مرسته کړې ده. په سلګونو افغانانو ته یې وړيا تعليم برابر کړی. د اګست له ۱۵مې راهیسې چې افغانان در په در ګرځېدل، دوی په ځانګړو الوتکو کې بوتلل او ځای یې ورکړ. خو د افغانستان سره یې مشترک ټکي دا دي‌چې دوی هم لکه د افغانانو د زورورو هېوادونو د سیاستونو ښکار پاتې شوې دي. په تاريخ کې یې ډېر خونړي وختونه تجربه کړې دي او اوس یې يو ځل بیا پر وطن بدې ورځې راغلې دي. همغسې لکه پر افغانستان چې دي. اوکرانيان لکه افغانان د خپل ښایسته هېواد پريښودلو ته مجبوره دي. ملګرو ملتونه ويلي چې ممکن له ۴ ميليونو زیات اوکرانيان کډوال شي!
اوکرانيان د همغسې روسیې سره په همغه رقم په تش لاس مخامخ دي لکه څنګه چې یو وخت ورسره افغانان مخامخ وو. روس ترې د هېواد درې سیمې جلا کړي او اوس ښايي ترې ټول هېواد ونیسي. هغه افغانان زده کوونکي چې هلته تعليم کوي، بيخي په بد حال کې دي. زموږ نه سفارت شته او نه حکومت چې پوښتنه یې وکړي!
خو په ټولنيزو رسنیو کې چې ګورم نو ډېری افغانان پر اوکراين یرغل ته داسې خوشاله دي لکه غنيمت یې چې دوی ته رسيږي! هلکه تا له جنګه څه ښه لېدلي چې د نورو بدې ورځې ته خوشاله یې؟ نسلونه افغانان په جنګ کې لوی، زاړه او مړه شول نو ايا ښه به نه وي چې له خپل بد حالته له مظلومانو سره د خواخوږۍ کولو زده کړه وکړي نه دا چې پر نورو له لګيدلي اوره خوند واخلي!؟
May be an illustration

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.