د سوځیدو درملنه

نوید خپلواک

749

د سوځیدو درملنې لپاره اسانه کورنۍ نسخې

د بدن سوځیدل یو له سختو دردونو څخه ګڼل کیږي چې جدي او چټکې درملنې ته اړتیا لري، خو کله چې سوځېدل له خطره خالي او په ښکته درجه کې وي نو په لاندې کورنۍ لارو یې درملنه کولای شئ.

شات

شات بې شمېره روغتیایي ګټې لري خو د سوځېدو په مخنیوي کې هم د مرهم په ډول غوره ثابتیدلای شي، څيړنو ثابته کړې چې شات په خپل ذات کې ځانګړي مایع لري او د پوستکي په ساتلو کې مرسته کوي، همدا ډول د اکسایډ ضد په توګه هم کار کوي چې د حجرو په بیا رغولو کې مرسته کوي او د ټپ مخه نیسي.

د استعمال لاره

ددې لپاره په سوځېدلي ځای باندې شات واچوئ او په ململ یا په پاکه ټوټه یې وتړئ او لږ تر لږه تر درې ساعتونو یې پریږدئ، بیا یې لرې کړئ، د لا ښې نتیجې ورکولو لپاره دغه کار بیا تکرار کړئ.

د پيازو اوبه

ځینې سبزیجات په ځانګړي ډول پياز انتي بیوتک، اکساید ضد او د سلفر مرکبات لري چې سوځېدل او د هغه ځای سور کېدل کموي، پیاز د هغو ستونزو مخنیوی هم کوي چې له سوځېدو سمدلاسه وروسته رامنځته کیږي لکه پوستکی پوکاڼۍ کېدل یا داسې نور، همدا ډول پیاز د هغو باکتریاو مخنیوی کوي کوم چې د انفیکشن یا بلې ناروغۍ لامل کیږي.

د استعمال لاره

د پياز څخه د جوس ماشین یا بلې لارې په واسطه اوبه وباسئ او پر سوځېدلي ځای یې په ململ یا پاکه ټوټه واچوئ او تر څه مودې لپاره یې پریږدئ.

آلو

آلو یو له هغو خوړو څخه دی چې د پخلي استعمال یې ډیر دی، لامل یې په آلو کې په لوړه کچه غذایي مواد دي چې د بدن لپاره ګټه لري، خو خام آلو د سوځ په جوړښت کې هم مهم رول لري.

په آلو کې د اکسایډ ضد ماده شتون لري چې پوستکی په چټکۍ سره رغوي او هغه نښې چې د سوځېدو له کبله په پوستکي رامنځته کوي مخنیوی کوي، آلو په چټکۍ سره په درد کمولو کې هم مرسته کوي.

د استعمال لاره

ددې لپاره آلو څو برخې پرې کړئ او پر سوځېدلي ځای یې کیږدئ، تر شلو دقیقو یې پریږدئ او بیا هغه ځای په ډیرو اوبو پریمنځئ.

تور چای

تور چای د سوځېدو لپاره مثالي درملنه ده ځکه په دې کې شته مواد د سوځېدو تودوخه وباسي چې په پایله کې د درد مخنیوی کوي او د اغیزمن ځای خارښت کموي.

د استعمال لاره

ددې لپاره درې یا څلور کاشوغې تور چای راواخلئ او په یوه پیاله یخو اوبو کې یې ګډ کړئ بیا یې پر سوځېدلي ځای واچوئ او لږ تر لږه یې تر ۱۵ دقیقو پریږدئ، یا یې کولای شئ په ململ کې تاو کړئ او پر سوځېدلي ځای یې کیږدئ.

نوټ: په یاد ولرئ چې بالعکس پوهانو د ځینو کورني څیزونو په هکله د سوځېدو لپاره د نه استعمال خبرداری ورکړی، په دې کې د غاښونو کریم هم شامل دی چې د سوځ مخنیوي لپاره په سمدستي ډول عام کارول کیږي، پوهان وایي چې د غاښونو کریم د ګټې پرځای تاوان لري او د باکتریا رامنځته
کېدو لامل ګرځي
_________________________________________

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.