محرقه څه ډول ناروغي ده

نوید خپلواک

1,633

محرقه څه ډول ناروغي ده او څنګه منځ ته راځي؟

محرقه یو ډول مېکروب او ساري ناروغۍ ده چې دوامداره تبه لري. همدا رنګه دې ناروغۍ ته وچکۍ تبه هم وايي چې د باکټريا په وسيله منځته راځي.

د محرقې لاملونه

د محرقې عامل سلمونيلا ټايفي دی، هغه د ناروغ په غايطه موادو او تشو متيازو کې بهر ته را وځي. که يو څوک د غايطه موادو د کېدو او يا تشو متيازو د کولو څخه وروسته په سمه توگه خپل لاسونه ونه وینځي، نو باکټر يا خوړو او اوبو ته انتقالېږي.

کوم کسان په محرقه اخته کیږي؟

– هغه خلک چې له ناپاکو اوبو او خوړو څخه استفاده کوي.

– هغه خلک چې له ناپاکود ترکاریو او میوو ګټه اخلي

– هغه خلک چې له کانسرواوی یا غیر صحي سر پټي غذیاوي موادو استفاده کوي.

– هغه خلک چې له داسې خوړو نه اسفتاده کوي په کوم چې حشرات لکه مچان ناست وي.

#_د_محرقې_نښې_نښانې_یا_اعراض_علایم_څه_دي؟

هغه کسان چې په یادې ناروغۍ اخته کېږي له ٨ يا ١٤ ورځې وروسته دا نښې په کې لیدل کیږي:

– ناروغ اشتها له لاسه ورکوي.

– تبه يې وي.

– سر يې خوږېږي.

– بندونه يې درد کوي.

– ستونى يې کښيني يا خوږېږي.

– قبضيت ورته پيدا کیږي.

– نس يا گېډه یې خوږېږي او داسې حساسه شي چې لاس نشي ورباندې کيښودلى.

– ناروغ ډېر توند ټوخېږي، خو بلغم يا نور څخه ورسره نه وي.

– او کېدلى شي چې د ناروغ پوزه هم وينې شي.

د محرقې له تبې څنګه ځان وژغورو؟

يوازې له دوه شيانو ځان ساتل انسان له وچکۍ ژغوري.

اول: د بې باوره، ناپاک خوراک، څښاک او بازاري شيانو څخه پرهېز کول.

او دوهم دا چې د وچکۍ «محرقې» واکسين کول.

– بايد تل وېشېدلې اوبه وڅښل شي؛ ځکه چې عامې اوبه د وچکۍ د ميکروب لامل ګرځي.

– هغه خوراکونه وخورئ، چې ښه پاخه شوي وي او په دسترخوان هم ګرم وي او تپ ترې پورته کيږي.

– هغه سابه او ميوه مه وخورئ، چې نه سپينيږي. لکه د کاو او ګندنۍ پاڼې؛ ځکه دا شيان ډېر په اسانۍ خيرنيږي او سم پاکول يې ستونزمن وي.

– کومه سبزي او مېوه چې سپينيږي، په خپل لاس يې سپينه کړئ او له سپينولو مخکې بايد خپل لاسونه په صابون پاک ستره ومينځئ.

– په لارو او بازارنو کې خوارکي مواد مه اخلئ، ځکه چې د لارې د سر خوراکي توکي له خيرنېدو نه ژغورل کيږي.

یا محرقه یا وسکۍ درملنه لري؟

هو ، د وچکۍ واکسين ډېر ګټور او ژوغورونکي دي. چې کولای شئ، د نورو ناروغیو په څیر ددې ناروغۍ د مخنیوی لپاره هم واکسین وکړئ.

#_د_وچکۍ_واکسين_بايد_څوک_وکړي؟

– هغه ماشومان او ځوانان چې ښوونځيو ته ځي.

– هغه خلک بايد دا واکسين وکړي، چې داسې سيمو کې ژوند کوي، چې د وچکۍ لاملونه پکې ډېر وي.

– چېرته چې انټي بايوټيک ډېر کارول کيږي او سلمونيلا ټايفي ميکروبونه پکې ډېر وي.

– څوک چې ډېر سفرونه کوي، هغه خلک هم بايد دغه واکسينونه وکړي. د مثال په ډول که څوک اسيا، جنوبي امريکا او افريقايي هېوادونو ته سفرونه کوي، نو هغو دې دا واکسين خامخا ولګوي، ځکه چې دغو هېوادونو کې وچکۍ، يا محرقه ډېره زياته ده.

د محرقې واکسین باید څوک ونه لګوي؟

– هغه څوک بايد دا واکسين ونه لګوي، چې يو ځل مخکې يې د واکسين لګولو له امله خطرناک حساسيت پيدا کړی وي، چې ان ژوند يې له خطر سره مخ شوی وي.

د محرقې واکسین څه ګټه لري؟

– زموږ لپاره د وچکۍ يا محرقه، د واکیسن ګټه دا ده دا یوه ساري ناروغي د انساني ژوند لپاره تر ټولو خطرناکه ده.

– د وچکۍ تبې نښې هم چې له بدنه ورکې شي، خو خطر يې بيا هم پاتې وي.

– کيدای شي، ځينې مريضان به موږ ته روغ جوړ ښکاري، مګر د سلمونيلا ټايفي ميکروبونه يې بدن کې لا هم پاتې وي او دغه ميکروبه له تاسې نورو کسانو ته هم نقل کيدای شي، د واکسین په کولو سره له دې ناروغۍ سر د مبارزې توان پیدا کولای شو.

د محرقې کورنۍ وقایه

-په لومړي قدم کې واکسین څخه استفاده کول

– د ډوډۍ څخه مخکې او تشناب څخه وروسته د لاسونو مینځل.

– د خپل ځان او محیط د حفظ الصحه مراعات کول

– د پاکو اوبو څخه کار اخیستل

– د سبزیجاتو او ترکاریو مینځل په کلور یا مالګی سره

– د غذا پخول په مکمل ډول

– د غذا ساتل په یخچالونو کې په معقول شکل

– ناروغو کسانو ته اجازه نه ورکول چې په خوړو باندې لاس ووهي

محرقه څنګه تدواي کیږي؟

– تر ټول ښه تشخیص یا طلایي تشخیص د ویني کلچر دی هغه ناروغان چې محرقه لري ۸۰٪ مثبت وي او کیدای شی ناروغ ته د ادرار، مواد غایطه او د هډوکي د مغز کلچر هم ترسره شي.

د محرقې درملنه

که فکر کوئ چې محرقه لرئ، هر څومره زر چې کیدای شي ډاکتر سره مشوره وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.