کوم خواړه خيټه کې د ګاز او پړسوب لامل کیږي؟

نوید خپلواک

801

کوم خواړه خيټه کې د ګاز او پړسوب لامل کیږي؟

د خیټې زیات پړسوب یا زیات ګاز که څه هم د نارغۍ نښه کیدلای شي، خو ډيری وختونه دا د خوړو پایله وي چې هره ورځ کارول کیږي.

د خیټې پړسوب یا ګاز نږدې هر کس ته کله نا کله پېښیږي، خو ددې زیاتوالی که له یوې خوا شرموونکی بلل کیږي خو له بلې خوا ستونزمن هم وي.

نو هغه خواړه وپيژنئ چې خیټه کې د ګاز یا پړسوب لامل کیږي:

دال/لوبیا

په دالو او لوبیا کې یوه ماده «ریفینسوز» موندل کیږي چې میدول یې د معدې لپاره ستونزمن وي، په دانه لرونکي خوړو کې د فایبر کچه خورا زیاته وي، او د فایبر زیات استعمال خیټه کې د ګاز رامنځته کېدو لامل کیږي.

ګوپي

ګوپي او دې ته ورته سبزیانې هم د دالو په څېر فایبر او ریفینسوز خورا زیاته کچه لري، چې اغیز یې پورته ذکر شو، بند ګوپي دغه ستونزه لا هم زیاتوي.

غنم

غنم او ددې جنس خواړه هم پورتنۍ مادې په لوړه کچه لري، غنم، وربشې او دې ته ورته خوړو کې یو ډول پروټین «ګلوټین» موندل کیږي چې ځینې خلک ورسره حساسیت لري، او د خوړو پرمهال یې په خیټه کې ګاز رامنځته کیږي.

پیاز

د پياز استعمال په ګڼو لارو سره کیږي، په پياز کې یو ډول شکر شتون لري چې د هضمېدو پرمهال خیټه کې د ګاز اندازه لوړوي.

هوږه

د هوږې استعمال د خوړو سربېره په طبي لارښوونو کې هم کارول کیږي، ددې خوړو سره انسان د ګاز ستونزې سره مخ کیدلای شي.

شیدې او لبنیات

شیدې او ددې لبنیات لکه پنیر، مستې او داسې نور په پراخه کچه کلسیم او پروټین لري، مګر یوې څيړنې موندلې چې د نړۍ ۷۵سلنه نفوس د عمر زیاتوالي سره په لبنیاتو کې شته شکر د یو ډول لیکټوز هضمولو وړتیا له منځه وړي، په کوم کس کې چې د یادې مادې هضمولو وړتیا ختمه شي د ګاز او نورو ستونزو سره مخ کیږي.

ګازي څښاک

ګازي څښاک soft drinks د ګڼو نورو ستونزو سربېره بدن کې د ګاز ستونزې هم رامنځته کوي، زیاتره وخت دغه ګاز معده کې ایساریږي او د خیټې پړسوب لامل کیږي.

ژاوله

د ژاولې ژوولو سره خیټه کې ګاز راټولیږي، ددې سربېره په ژاوله کې مصنوعي خوږوالی وي چې د ستوني لپاره ستونزمن ثابتېدلی شي.

غوړ لرونکي خواړه

دا ډول خواړه ورو ورو هضمیږي، او کله چې بدن د غوړ او سره کړي خوراکونو هضمولو لپاره سخت کار پېل کیږي نو ګاز په معده کې پاتې کیږي او ورسره خیټه پړسیږي.

که چیرې تاسې د خیټې پړسوب یا ګاز ستونزه لرئ، نو د ژاولو او چاکلیټ خوړلو څخه ځان وژغورئ، خوراک په ارامه او ښه میده کوئ، ددې سربېره تمرین هم د ګاز مخنیوي کې مرسته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.