فضا

شمس مشال

717

فضا هغې پاسنۍ وسیعې ساحې ته ویل کیږي، چې د ځمکې پرشاوخوا له راڅرخېدلې کړۍ (جَوّ) یا اتومسفیر څخه ور هاخواته پرته ده.
فضا اُکسیجن نه لري، نو هر څوک چې فضا ته ځي، باید له ځان سره فضائي جامې، خوراکي توکي او کافي اُکسیجن یوسي، که دا کار و نه کړې، نو بېرته ژوندی راتګ یې ناممکن دی.
همدا راز په فضا کې د ځمکې جاذبه قوه هم نشته، نو ځکه خو هر شی، همالته ځای پر ځای دریږي او یوې خوا ته هم (پرته له کوم خارجي فشار څخه) نه ځي ؛ نو باید داسې یوه آله (د فضا له مسافر سره) خامخا وي چې (د انرژۍ په زور) کښته، يا پورته پرې والوزي.
اوس بېړه مه کوئ! د جاذبې په هکله به بحث پر خپل ځای راشي ان شاءالله.
شمسي منظومه:
شمسي منظومه یو دانه غټ ځلېدونکی ستوری (لمر) آته لویې او شپږ وړې سیارې لري؛ بیا ځینې سیارې سپوږمۍ هم لري! چې له هغې جملې څخه (یوه یې) د ځمکې سپوږمۍ ده.
غټ ستوری: د لمر کتله، یا ( په ساده لهجه) د لمر سترګه ده.
لویې سیارې:
۱- عطارُد
۲- زُهره
۳- ځمکه
۴- مِریخ
۵- مُشتري
۶- زُحل
۷- اورانوس
۸- نِپتون
وړې سیارې:
۱- ماکي ماکي
۲- پلوتون
۳- اِریس
۴- سِرس
۵- هائومیا
۶- ګابلین
د لمر کِتله: (په عربي کې شمس او په فارسي کې مهتاب ورته وایي)
لمر یو ځلېدونکی غټ ستوری دی، چې له دوه ډوله ګاز (هایدروجن او هلیوم) څخه جوړ شوی، ځکه خو د انرژۍ یوه ستره منبع بلل کیږي او تل پر سماوي اجرامو باندې تودوخه او انوار وېشي.
څومره سیارې، ستوري، شهابونه او نور سماوي اجرام چې (په شمسې منظومه کې) تاسو ته ځلیږي – دا ټول فقط له لمر څخه انوار انعکاسوي! یعنې (په خپل ذات کې) تیاره دي.
د لمر د کِتلې حجم :
یادې کِتلې لویوالی او حجم د ټولې شمسي منظومې د سیارو، شهابونو او نورو مستقیمو او غیر مستقیمو اجرامو په تناسب – نهه نیوي اعشاریه آته (۹۹/۸%) دی او نور ټول منظومي اجرام! یوازې صفر اعشاریه دوه (۰/۲%) حجم جوړوي.
راشئ! چې په ساده ډول یې ووایو: لمر او ټولې سیارې، سپوږمۍ او نور ټول منظومي اجرام که سره یو ځای کړو، بیا یې پر سلو برخو ووېشو، نو څه باندې ۹۹ نهه نیوي برخې یې تنها لمر او څه کمه یوه برخه یې دا نور ټول اجرام جوړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.