خوست: د ملي بیرغ پر سر د طالبانو او خلکو ترمنځ ناندرۍ

1,384

د طالبانو د خوست والي مولوي محمد نبي عمري خلکو ته خبرداری ورکړی، له خپلو کورونو، دوکانونو او موټرو ملي بیرغ لرې کړي، که نه سخت چلند به ورسره وکړي. ويل شوي چې طالبانو په دې تړاو د دوشنبې په ورځ یو مدني فعال نیولی دی.

Symbolbild - Fahne Afghanistanپه خوست کې طالبانو پر ملي بیرغ بندیز لګولی او سرغړونکو ته یې د سختې سزا خبرداری ورکړی. د خوست له پاره د طالبانو والي مولوي محمد نبي عمري ویلي، ملي بیرغ د غلامۍ نښه ده او غوښتونکي یې «لنډغر» دي.

نوموړي دوې ورځې وړاندې خلکو ته درې ورځې مهلت ورکړی و چې له خپلو کورونو، دوکانونو او موټرو دې ملي بیرغ لرې کړي، که نه له سرغړونکو سره به طالبان سخت چلند وکړي.

هغه وویل: «هر هغه څوګ چې پخوانی بیرغ یې په کور او یا دوکان او یا موټر باندې ځړولی وي، لطفآ دې هغه لرې کړي. که چا درې ورځې وروسته بیرغ ایسته کړی نه و، نو بیا به یې ګیله له ځانه وي او موږ به سخت چلند ورسره وکړو.»

د طالبانو د خوست والي زیاتوي، طالبان بدل شوې نه دي او پخواني طالبان دي، هم ځانمرګي لري او هم یې وژل زده دي، خو یو شمېر خلک د دوی له عمومي عفوې ناوړه ګټه پورته کوي او د طالبانو نظام تخریبوي.

د ده په خبره، که څوګ یې په پریکړه عمل ونه کړي، نو ځای به یې زندان وي.

Afghanistan Provinz Khost Kriminalität

د خوست ښار

په همدې حال کې نن دوشنبه د یوه خوستي مدني فعال نقیب الله ځلاند د بندي کیدو خبر ورکړل شوی، چې تل به یې د ملي بیرغ ننګه کوله. هغه د ملي بیرغ له پاره کمپاین کولو او تېره ورځ یې په خپل فیسبوک لیکلي وو، چې «له ملي بیرغ سره له ځان زیاته مینه لرم! دا زموږ ملي ارزښت دی.»

د نوموړي د کورنۍ غړي محمد نواز دویچه ویله ته وویل، چې نقیب الله ځلاند طالبانو په دې تور نیولی، چې ملي بیرغ سره یې مینه کوله.

هغه وویل: «نقیب الله ځلاند یو روشنفکره ځوان دی، خلک تعلیم ته هڅوي، له ملي بیرغ سره مینه لري، له ځان سره بیرغ ګرځوي، اوس خبر شوو چې طالبانو نیولی، تیلفونونه یې بند دي، خو له فیسبوک یې درې پوسټونه نشر شوي چې پکې یې له اسلامي امارت څخه بخښني غوښتي.»

نقیب الله ځلاند تېره ورځ هم پر فیسبوک لیکلي: «د خلکو په سرونو نه بلکې د خلکو په زړونو حکومت وکړئ.«

تر اوسه طالبانو د دې خوستي مدني فعال د نیول کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملي بیرغ په اړه د طالبانو د خوست والي جنجالي څرګندونو په هيواد دننه او له هيواد دباندي د ډېرو افغانانو او سیاستوالو سخت غبرګونونه راپارولي.

له تېرو درو ورځو راهیسې زرګونه کسانو په ټولنیزو شبکو کې د ملي بیرغ عکسونه پورته کړي او په دې تړاو يې لیکنې کړې دي.

د افغانستان ملي تحریک ګوند مشر محمد اسمعیل یون پر خپل فیسبوک لیکلي چې ملي بیرغ د افغانانو ملي هویت دی او دا په هیڅ ډله، حکومت او زمان پورې تړلی نه دی.

یون ويلي: «زموږ ملي بیرغ هم ملي دی او هم اسلامي، د ټولو اسلامي تنظیمونو تر ځانګړو بیرغونو څو ځله زیات اسلامي دی. د ملي بیرغ سره د ملت روح او روان تړلی دی، هرڅوګ یې چې پر ضد څرګندونې کوي، د ملت له کرکې سره به مخامخیږي.»

Afghanistan Taliban

په خوست کې طالبانو پر ملي بیرغ بندیز لګولی او سرغړونکو ته یې د سختې سزا خبرداری ورکړی – د آرشیف انځور

د سلګونو عامو افغانانو ترڅنګ په بهر کې یو شمېر افغان ډیپلوماټانو هم د ملي بیرغ په اړه غبرګون ښودلی او د طالبانو څرګندونې یې جنجالي او پاروونکي بللي. په چیک جمهوریت کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر شهزاد اریوبي چې اوس هم پر خپله دنده دی، پر خپل فیسبوک لیکلي دي، له ملي بیرغ سره د خلکو عواطف تړلې دي او طالبان د ملي بیرغ تغیر صلاحیت نه لري.

اریوبي: «اوسنی حکومت خپله ځان سرپرست بولي، په دې معنی چې اساسي قانون، ملي سرود، ملي بیرغ او نورو مسایلو په اړه پریکړه لا پاتې ده.«

په پاکستان کې هم یو شمېر ملتپالو پښتنو او سیاستوالو د افغانستان د ملي بیرغ مخنیوي په اړه په غبرګون کې د دې کار غندنه کړې.

د پاکستان د پارلمان غړي او د ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ ویلي دي چې طالبان به کله هم بریالي نشي چې له افغانانو یې ملي هویت واخلي: «طالبانو هڅې جاري ساتلي چې د ملي بیرغ په ګډون د افغانانو پر شناخت، ملي نښو او ملي ارزښتونو برید وکړي. دوی به کله هم بریالي نه شي چې افغانان له خپل هویت څخه محروم کړي.»

تر اوسه د طالبانو رسمي دریځ نه دی راغلی چې ایا هغوی رښتیا هم د ملي بیرغ مخنیوي کوي او که دا پریکړه یوازې په خوست کې شوې ده.

خو څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له یو شمېر رسینو سره په خبرو کې ویلي ول چې د ملي بیرغ په اړه به بحثونه او پریکړه په لویه جرګه کې کیږي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.