خدایزده څوک دی؟
هسې وايي،
خوشې سر دی،
په بېځایه ګډو وډو.
وايي، چېرته یو سړی دی، لیونی دی.
نه نه یو نه دی، دوه درې دي.
تر پینځو پورې یې شمېر دی،
ټول بانګساره لیوني دي.
خدایزده چېرته؟
خو دوی اوسي په همدغې دونیاګۍ کې
اوسیدونکي دي زموږ د دې اوبرنګې ښکلې زمکې
دغه زمکه، چې د مور په اللو باندې لا څرخي
د ماشوم په خندا ګانو ده ودانه
د بوډا په خوله کې یو غاښ غوندې رپي
او مرغۍ په کې لا الوځي اسمان کې
هر سپرلی ونې او بوټي وکړي پاڼې.
هره ورځ یو بل زلمی په چا میین شي
او نجلۍ ورته په پټه خوله موسکۍ شي…
اخ،
خبر شوه رانه هېره
دلته، هلته ویل کیږي،
یو سړی دی لیونی دی
نه یو نه دی، یا څلور او یا پینځه دي
ټول له سره لیوني دي.
دوی ترڅنګ ایښې تڼۍ دي
دا د اور تڼۍ په رنګ د دوزخ سرې دي
ټڼۍ نه دي، تاترین ته
څو پرانیستې دروازې دي.
یو له دغو لیونیو
که تڼۍ ناڅاپه کېښکاږي ناپامه
یا له قهره، یا له ټوکو
بس یو غرررر به د لنبو شي
دوزخونه به خولې خلاصې کړي نړۍ ته
زموږ زمکه، نیلي زمکه
چې د مور په اللو باندې لا څرخي
چې ماشوم لا په کې خاندي توتکۍ ته
ونه لا هم مهربانه
ساتي ځاله مرغکۍ ته
پېغله خيژي لا بلۍ ته
غوږ یې ایښی
د میین خوږې شپېلۍ ته.
آخ،
بښنه درنه غواړم!
بیا خبره رانه ولاړه
خدایزده څوک ده؟
اوتو بوتو باندې سر ده
د دونیا له ګډو وډو نه خبر ده
وايي چېرته یو سړی دی،
یا څلور دي يا پینځه،
سوچ لیوني دي.
سرې تڼۍ یې دي تر څنګه
یو ناڅاپه یې که ګوته باندې زور کړي…
ټوله زمکه به راوشکیږي له هاره
وايي: زمکه داسې زانګي
لکه شین غمی د ښکلې غاړکۍ کې
که تڼۍ لیونی زور کړي،
غاړکۍ به د اسمان له غاړې پرې شي
او دا زمکه
– چې د شین غمي په شان ده –
د یو لوی ښامار په ستوني کې را پریوزي
زموږ زمکه به دوزخ کې سوې سکور شي.
اللو للو للو به
د مورکۍ ستوني کې سره لنبه د اور شي
د ماشوم په خندا ګانو به اور بل شي
د مرغۍ ځاله به دود شي
او ایرې ایرې به پریوځي
هسکه دنګه ګوره ونه.
د میین زلمي په خوله به شپیلۍ شنه لنبه د اور شي
او نجلۍ به یې همداسې په بلۍ لکه تور سکور شي.
ښه !
که یو ناڅاپه دغه لیوني په لیونتوب شي
او تڼیو ته زور ورکړي
که دا زمکه لکه توپ د سرو لنبو ووځي له هاره
غورهار د سره دوزخ ته ور ګوزار شي له مداره
په روستۍ روستۍ شېبه کې
په لنبه لنبه لنبه کې
وایه:
څه له خدایه غواړې؟
Comments are closed.