برکت او بریا څه دي

شفیع الله تاند

721

تر چې انسان ته پیسې او پرمختګ نه وي راغلي په آند یې برکت همدا وي چې ډېرې پیسې ولري لوی مقام او ځای ته ورسېږي خلک ورته سلام وکړي تل ورته ټیټ و پاس اوسي؛ خو کله چې دې ته ورسېږي؛نو ورته احساس وشي چې کله یې تنخوا یونیم سل روپۍ میاشت وه؛ لګښتونه یې الحمدلله ښه په اسانۍ او اطمنان سره ترسره کېدل او خپل د کور غړي یې هم تر یو بریده پاللی شول اوس چې یې معاش له لکونو اوړي؛ خو نه پوره کېږي سړی فکر کوي چې څه شوي دي هله ورته د زیاتوالي او برکت تر منځ توپیر محسوس شي او پوه شي.

زه اکثره خپلو خپلوانو او دوستانو ته دا نصیحت کوم چې تاسې پخپله ګټه وټه کې رب تعالی شریک کړئ د خپلو لاسته راوړنو یوه برخه ځانګړې کړئ او ووایئ چې دا زما د رب، چې زما شریکوال او پارټنر دی د هغه برخه ده ـ دا برخه د الله په بنده ګانو ولګوئ؛ خو داسې نه لکه ته یې چې مصرفوې دا غلطه ده،داسې مصرفول ناسم دي ـ  زما رب تر ننه له ما د غوښتلو پر مهال دا ونه پوښتل چې ته چې دا پیسې او شته غواړې دا په کومو ځایونو مصرفوې په دې پیسو نارواوې کوې ـ نه، نه ـ هیڅ نه پوښتي خدای هیڅ نه وایي په پټه خوله یې درکوي او همدا چلن د پیغمبر مبارک و ـ اوس نو دا ده که یو خو موږ الله تعالی خپل ملګری کړو او بیا دا برخه په داسې شکل ولګوو چې په هغو کې د دوست او دښمن توپیر ونه کړو البته د پیغمبر ټاکلې لار به په دې اړه حتما تعقیبوو؛ خو په هغې سربېره به دا تشخیص نه وي چې څوک دوست دی څوک دښمن ـ

ټول د خدای بنده ګان دي او موږ ته ځکه ګران دي چې زه هم د الله یو بنده یم چې هر چا یووړه ـ بیا وګورئ چې برکت څومره دی په رزق کې به زیاتوالی نه وي؛ خو برکت به بې بریده وي په خرچ کولو سربېره به درسره پاتې وي ـ

همدا راز د پرمختګ خبره ـ د دوه شخصیتونو مثالونه واخلئ د وخت د واکمن مقبره هم وګورئ او د وخت د درویش هم ـ په یوه به یوازې تشریفاتي حاضري کېږي او په بل به د دعاګانو تر څنګ د زرګونو بې وسو خیټې یو وخت هره ورځ مړېږي په داسې حالت کې سړی ویلی شي چې پرمختګ وغواړي که برکت ـ نو حتما به د الله دوستي غواړي چې د الله د دوستۍ له برکته یې الله تعالی په خلکو کې قدرمن او محبوب وګرځوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.