څو ځوانان: په خوست کې طالبانو شکنجه کړي يو

640

پر ملي بیرغ د بندیز په اړه د طالبانو د خوست والي تر درې ورځني مهلت وروسته یو شمېر ځوانان وايي چې له دې امله شکنجه شوې چې د ملي بیرغ ننګه یې کوله. دغه ځوانان وایي، طالبانو وهلي ډبولي او ویښتان یې ور خریلي دي.

Afghanistan Unabhängigkeitstag 18.8.2019آرشیف انځور

وروسته له هغې چې د طالبانو د خوست والي خلکو ته خبرداری ورکړ چې ملي بیرغ دې په کورونو، دوکانونو او موټرو نه لګوي، څو تنه ځوانان وايي چې د ملي بیرغ پر سر يې مجازات کړي دي.

دوی وايي تېره ورځ د خوست پنځه مدني فعالان طالبانو نیولي، ملي بیرغ یې ترې څیرې کړی، هغوی یې شکنجه کړې او د څو ساعتونو له پاره یې زنداني کړې دي.

د نیول شویو کسانو یو یې چې نه غواړي نوم یې نشر شي دویچه ویله ته وویل، طالبانو په دې نیولی چې ولې د ملي بیرغ ننګه کوي او له ځان سره یې ګرځوي.

هغه وایي، د طالبانو ملي امنیت نیولی، وهلی ډبولی او د سر ویښتان یې ورته خریلي او تيلفونونه یې په خوله کې ورکړي او په دې توګه یې بخښنې ته اړ کړي.

Afghanistan Flagge Symbolbild

هغه وويل: «د طالبانو ملي امنیت ونیولم. زما سره بیرغ و، خو داسې بریښده چې زه یې د تعقیب لاندې وم ځکه زه د ملي بیرغ سره مینه لرم او تل یې له ځان سره ګرځوم. هغوی ووهلم، ویښتان یې راته وخریل او زما سره شوی برخورد هیڅ انساني نه و. »

دغه ځوان وایي، طالبانو ورته ویلي، چې د ملي بیرغ د پورته کولو له پاره مي پیسې ترلاسه کړي، خو زموږ ځواب ورته دا وو چې» موږ هیچا ته کار نه کوو، له وطن او ملي بیرغ سره مینه لرو.»

دا ځوان چې اوس آزاد شوی او خپل کور ته رسیدلی وایي، طالبانو ترې ژمنه اخیستې چې راتلونکي کې به نه ملي بیرغ پورته کوي او نه به یې هم ننګه کوي.

د طالبانو دغه کار خلک او د بشري حقونو فعالان په غوصه کړي او په عام محصر کې یې د ځوانانو د سرونو ورخریل انساني کرامت ته سپاکوی بللی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ کمېشنرې شبنم صالحي پر خپل فیسبوک لیکلي: «لومړی خو دې ځوانانو کوم جرم نه دی کړی چې محاکمه او وروسته بیا مجازات شي، او فرضا که دوی شدید ترین جرم هم ترسره کړی وای، د انساني کرامت خلاف جزا د ټولو ملي او نړیوالو قوانینو او قواعد سره په ټکر کې ده او په هیڅ حالت کې د تطبیق وړ نه ده.»

Afghanistan Kabul | Anti-Pakistan Protesteآرشیف انځور

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی استاد ودیر ضافي دویچه ویلې ته وویل چې بې له یوه جرم د یو چا نیول، بې ګناه ځورول او انساني کرامت ته سپاکوی، له حقوقي او شرعي اړخه یوه سرغړونه او خپله جرم دی.

هغه وایي: «قعطآ نه، د نظر په اختلاف د یو چا وهل او سپکول په ټولو قوانینو کې نشته او دا خلاف د ټولو قوانیو دي. په اسلام کې هم د نظر احتلاف ته درناوی شته. طالبان باید پوه شي  چې دا د خلکو خوښه او حق دی چې سپین خوښوي، شین خوښوي او یا څه خوښوي.»

دویچه ویله پرلپسې هڅه وکړه چې په خوست کې د ملي بیرغ پر سره د ځوانانو وهلو او سپکولو په اړه د طالبانو د خوست ځایي چارواکو او د طالبانو حکومت د ویاندانو غبرګون هم واخلي خو بریالي نه شوو.

خو د طالبانو د خوست والي څو ورځې وړاندې ویلي ول، چې څوګ یې له دې پریکړې سرغړونه وکړي، سخته سزا به ورکړي.

تېره ورځ یو ځل بیا د خوست له پاره د طالبانو والي مولوي محمد نبي عمري د یوې دیني مدرسې د فارغینو په غونډه کې پر خپله خبره ټينګار کړی او ویلي يې دي چې د ملي بیرغ پورته کول د طالبانو حاکمیت تر سوال لاندې راولي او دوی به کله هم چا ته اجازه ور نه کړي، چې د ده په خبره پخوانی بیرغ پورته کړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.