په اوکراین کې مېشت دوه زره افغانان پولنډ ته اوښتي

428

پر اوکراین د روسیې د برید لسو ورځو په تیریدو زرونه کسان چې افغانان هم پکې شامل دي، له اوکراینه وتلي دی. په پولنډ کې افغان سفارت وایي، دغه هېواد ته تر اوسه له اوکراین څخه تر دوه زره افغانان وراوښتې او یو شمیر بند پاتې دي.

Polen Medyka | Ukrainische Flüchtlingeپه اوکراین د روسیې پوځي برید دوام لري او جګړه لویو ښارونو ته نږدې شوې. سلګونه زره اوکراینان او بهرني اتباع له اوکراین څخه اروپا ته اوښتي او لا هم کډوالې دوام لري. د کډوالو په دې جوپه کې سلګونه افغانان هم توانیدلي، چې د اوکراین له سرحد تېر شي او اروپا ته داخل شي.

په پولنډ کې کې د پخواني افغان حکومت سفیر طاهر قادري دویچه ویله ته وویل، دوی په ډيپلوماټيکو چینلو کې د پولنډ له بهرنیو چارو وزارت او سرحدي پولیسو سره له نږدې کار کوي، چې څنګه افغانان له سرحد په خوندي توګه واړوي.

نوموړی وایي، تر اوسه دوه زره افغانان چې د کورنیو او ماشومان په ګډون یو شمېر محصلین هم پکې شامل دي، پولنډ ته رسیدلي او لومړنۍ مرستې ورسره ترسره شوې دي.

هغه وویل: « موږ په وارسا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت د پولنډ حکومت او سرحدي ځواکونو سره ښه همغږي لرو، هغه افغانان چې دغه سرحد ته رارسیږي له پیژندنې وروسته د سفارت لخوا دغه خوا ته انتقالیږي. تر اوسه د دوه زره کسانو شمېر لرو، چې دلته راوښتي او هره لحظه دا شمېر فرق کوي، ځکه چې افغانان لا هم په سرحد کې شته او د  راوښتو په حال کې دي. »

Polen | Ajmal Rahmani - Flucht aus der Ukraineله اوکراین څخه پولند ته رسيدلی افغان مهاجر اجمل رحماني

دغه افغان ډیپلوماټ وایي، لا هم یو شمېر افغانان د اوکراین او اروپا په سرحد دي، چې دوی هڅه کوي سرحدي عسکرو سره د همغږۍ له لارې هغوی په خوندي توګه پولند ته واړوي.

په چېک جمهوریت کې د پخواني افغان حکومت سفیر شهزاد اریوبي هم له اوکراین اروپا ته د افغان کډوالو د خوندي اوښتو لپاره د هڅو خبر ورکوي.

نوموړي دویچه ویله ته وویل: « موږ چېک جمهوریت، سلواک جمهوریت او هنګري دولتونو سره په اړیکو کې یو او په پوله کې د بندو افغانانو په اړه مو ورسره خبرې کړي. سلواک موږ ته د افغانانو د وراوښتو او منلو ډاډ راکړ، هغه افغانان چې په اوکراین کې د سلواک پولې ته رسیدلې و، سرحدي عسکرو اجازه ورکړې ده. موږ لا هم دولتونو او مرستندویه بنسټونو سره له اوکراین د ورتلونکو افغانانو سره هڅې کوو. »

رحمت الله حقبین چې په افغانستان کې خبریال و، د تېرې څه مودې راهیسې په اوکراين کې میشت وو. هغه اوس له اوکراین سرحد تېر شوی او پولنډ ته رسیدلی. حقبین دویچه ویله ته وویل، د جګړې په منځ کې یې ډېر په سختۍ ځان تر پولې ورساوه او یو شمېر افغانان چې کورنۍ هم ورسره وې، پولنډ ته رسیدلی دی.

هغه وویل: « زه په ادیسې ښار کې اوسیدم، کله چې خبریدو جګړه سختیږي او بمبار کیږي، موږ هم له اوکراين د وتلو په هڅه کې شوو. پنځه شپې او ورځې مو خوب نه دی کړی، لوږه مو تېره کړه، چې له ادیسې مو تر پولنډ پولې ځان ورساوه. ډيرې افغان کورنۍ او ماشومان له موږ سره یو ځای پولنډ ته واوښتو، دلته ښه چلند راسره وشو، کمپ کې خوراک او څښاک او نور ډېر ښه تیاری نیول شوی و. »

Polen | Ajmal Rahmani - Flucht aus der Ukraineله اوکراین څخه پولند ته رسيدلی افغان مهاجر اجمل رحماني

خو لا هم یو شمېر افغانان چې کورنۍ او ماشومان هم ورسره دي، د اوکراین په لویو ښارونو او د اوکراین او اروپا په سرحد کې بند پاتې دي. احمدشاه هغه افغان دی، چې د اوکراین په ادیسې ښار کې له خپلې کورنۍ او ماشومانو سره بند پاتې دی، خو وایي، غواړي چې د پولند سرحد ته ځان ورسوي. احمدشاه دویچه ویله ته وویل، سخته جګړه روانه ده او  هره شیبه ویره لري، چې له خپلې کورنۍ سره به ووژل شي.

هغه زياتوي: «خارکیف کې سخته جګړه ده، خلک غواړي چې کیف او بیا لووف ته چې سرحد لري ولاړ شي. وضعه ډېره خرابه ده، پیسې نشته، هر څوګ هڅه کوي، چې پولنډ سرحد ته ځان ورسوي. یو طرف ښځې او بل ماشومان راسره دي او له جګړې تښته سخته ده، موږ غواړو چې له اوکریان بهر شو»

خو په پولنډ کې افغان سفیر  له هغو افغانانو چې د اوکراین په هغو ښارونو کې چې جګړه پکې روانه ده، بند پاتې دي غوښتنه کوي، چې په خپلو ځایونو دې پاتې شي او د وتلو لپاره دې ځان په خطر کې نه اچوي تر هغې چې تر یوه ځایه وضعیت ښه شوی نه وي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.