د ژبې عیني کرکټر

عبدالسمیع وحدت

649

څنګه چې ژبه د ټولنې محصول ده؛ نو پوښتنه کیږي چې په کومه پیمانه انسانان کولای شي. چې د ژبې په پرمختګ کې برخه واخلي؟

مترقي فلسفې دا وښوده چې نړۍ او د هغې قوانین عیني کریکټرونه لري، یعني دا چې هغه، زموږ د شعور څخه بهر او مستقل وجود لري، طبیعت د انسانانو تر پیدایښت ملیونونه کاله مخکې تر ټاکلو قوانینو لاندې انکشاف کړی دی د وخت په تېریدو سره انسانانو ددغو قوانینو کشفول پیل او طبقه بندي یې کړل. وروسته له هغه چې دوی ته معلوم شول د هغو قوانینو څخه یې ګټه اخیستل پیل کړل.

د ژبې قوانین هم عیني کریکټرونه لري، انسانان ژبه هغه ډول کاروي څنګه چې دوی د نورو نسلونو څخه اخستې وي، خو کله چې یو انسان په ژبه کې قوانینو ته پاملرنه کوي، نو کولای شي، مفاهیمه پرې وکړي. که ژبه په اختیاري ډول استعمال شوي وای نو نه یې شو کولای، چې موافقت پرې وکړو، د مترادفو کلمو او د لغاتونو د ګډون او ترتیب تر منځ بېلابېل امکانات او د ژبې د قوانینو د سرحد تر منځ د انتخاب ازادي شته. ځکه نو ژبه ثابته نه پاتې کېږي او د مفاهمې د ضرورتونو سره سمه خپل ځانته تغییر ورکوي.

انسانان په قصدي توګه ژبې ته تغییر  نه ورکوي، بلکې دوی  زیار باسي، چې خپل افکار په بېړه او په ممکنه ډول نورو ته انتقال کړي، ددې هدف لپاره دوی ځینې لغاتونه او کلمې د نورو لغاتونو په واسطه عوض کوي. د ځینو لغاتونو مانا بدلوي، د ځینو  فورمونو څخه د نورو مناسبو فورمونو په خاطر تېرېږي، ځينې دا تغییرات عمومي کېږي او په دې توګه مناسب ښکاري.

ژبپوهان یوې ژبې ته تغییر نه ورکوي، بلکې د غږېدونکو خبرې کوونکو په خبرو اترو کې تغییر راځي، دوی دا تغییرات لټوي او کشفوي یي. دا ژبپوهان وايي، چې په ژبه کې ځینې قوانین له منځه تللي او په ځای یې نور قوانین منځ ته راغلي دي.

د اوولسمې پېړۍ په جریان کې په فرانسه کې د ژبې د سوچه کولو یو تمایل را پیدا شو، نوموړي جریان په فرانسوي ژبه کې د پردیو لغاتونو استعمال نه مانه. د فرانسې ژبپوه (مال هیریه) د لغوي پانګې د سوچه کولو هیله درلوده، اشتقاق شوي لغاتونه چې د ژبې د قوانینو سره سم جوړ شوي وه، نه منل.

په اتلسمه پېړۍ کې په انګلستان کې ځینو کسانو هڅې وکړې، تر څو خپله ژبه وساتي، یو شمېر لیکوالانو هیله درلوده، ترڅو داسې کسان وګومارل شې، چې انګریزي ژبې ته د پردیو کلمو او لغاتونو د ورننوتو مخنوئ وکړي. داسې ګنګوسې اورېدل کېږي، چې غواړې د ژبې ګرمري جوړښت ته تغییر ورکړي، بې قاعدې نومونه او فعلونه باقاعده وګرځوي او د صفتونو هنري یا مصنوعي لوړتیا د تجزیې وړ فورمونو په واسطه عوض کړي.

ژبې د خپل پیدایښت د وخت څخه بیا تر نن پورې د ارتباط د یوې وسیلې په توګه د انسانانو تر منځ خپله دنده سرته رسولې ده او ددوی (ټولنې) لپاره واحده وه.

که چېرې نه پخلاکیدونکو طبقو د خپلو بېلابېلو فلسفي، اقتصادي اوحقوقي کتنو او مشاهدو په شان ژبې درلودای، نو بیا به ژبه د یوه ټولنیز محصول په توګه نه وای ممکنه .

دا باید وویل شي، چې طبقې ژبې ته یوشان نه دي. په دې مانا چې په یوې طبقې پورې تړلې کسان کولای شي، چې خاص لغتونه یوې ژبې ته ور داخل کړي او د ځینو لغتونو مطلب ته د خپل نړۍ لید سره سم تغییر ورکړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.