افغانان لا زیاتو اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري

388

د ژغورنې نړیواله کمېټه: افغانان لا زیاتو اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، چې د اوکراین کړکېچ ته د نړۍ په پاملرنې سره باید د افغانستان وضعیت ته بې پامي ونه شي. دغه بنسټ ویلي، چې نړۍ باید له دې فرصته د قحطۍ د مخنیوي او د افغانانو د ژوند د ژغولو لپاره ګړندۍ هڅې وکړي. دغه بنسټ ویلي، چې نړۍ باید په افغانستان کې له رامنځته شوي فرصته د وګړو د ژوند د ژغورلو او د ښځو او نجونو پر وړاندې د وېروونکو شرایطو د پای ته رسولو لپاره استفاده وکړي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې له افغانستان سره د مرستو د زیاتوالي او د دې هېواد د اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره د امریکا او نورو هېوادونو د اقداماتو هرکلی کړی دی. دغه بنسټ هغې ناستې ته په اشارې سره چې ټاکل شوې د افغانانو د مرستو د جلبولو لپاره د مارچ میاشتې په پای کې د جرمني او بریتانیا په کوربتوب ترسره شي، ویلي چې دا کمېټه، د بشردوستانه مرستو او د افغانستان د اقتصادي ناورین د کمولو لپاره د دوامداره پاملرنې غوښتونکې ده. دغې کمېټې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې بشردوستانه اړتیاوې د تېر کال په پرتله درې برابره زیاتې شوې او افغانان لا زیاتو اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.