طالبان: هغه کسان چې ږيرې خرريې او دريشي اغوندي، د «بهرنيانو نوکران» دي

601

د طالبانو د مشر، ملا هبت الله آخندزاده، د نوي فرمان تر صادریدو وروسته د طالبانو سخت ګيرۍ ډيرې شوي او هغه کسان چې ږيره خررېې او یا دريشي اغوندي، له توهین آمیره غبرګون او حتی په ځينو مواردو کې له وهلو ډبولو سره مخ کيږي.

طالبان هغو کسانو ته چې ږيرې خرريې او دريشي اغوندي، د «بهرنيانو نوکران» خطاب کوي.

دغه څورلس ماده يز فرمان، د مارچ په میاشت کې صادر شوی او په هغه کې ټينګار شوی چې«د امرباالمعروف او نهی عن المنکر فریضه هيره نه کړئ.»

یو دولتي کارکونکي چې وې نه غوښتل نوم يې په رپوټ کې خپور شي، دویچه ويله ته وویل: «زه نن شاهد وم چې طالبانو یو تن چې منظمې جامې يې اغوستي وې او ږیره يې تراشلې وه، وواهه

دغه حکومتي کارمند وويل چې طالبان په مستقیمه توګه خلکو ته سپارښتنه کوي چې اوږدې ږېرې پرېږدې او د دريشۍ له اغوستلو ډډه وکړي.

همدارنګه د طالبانو له خوا خلک په غیر مستقیمه توګه پوهول کيږي چې د ږیرې خرريل د دوی د افرادو له پاره د منلو وړ نه ده؛ څرنګه چې هغه کسان چې ږيرې خرريي په دولتي ادارو کې له سپکاوي سره مخ او کارونو په اجرا کې يې ناغیړي کيږي.

په دولتي ادارو کې د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ادارې کارکونکي، مامورینو ته په کراتو سپارښتنه کوي چې نباید دریشي واغوندي او مامورین باید اوږدې ږيرې ولري.

دغه دولتي کارکونکي وویل، هغو کسانو ته چې لنډې ږيرې لري او یا پتلون اغوندي په مستقیمه توګه ویل کیږي چې باید «صورت او سیرت مو د نبوي سنتو مطابق وي.» د دغه کارکونکي په خبره، حتی هغو کسانو ته چې ږيرې يې خرروي، خبرداری ورکړل شوی چې د ږیرې خریلو د تکرار په صورت کې به له دندو ګوښه کړل شي.

هغه وويل: «دا معمول ده. هغه کسان چې دریشي اغوندي او یا خپلې ږيرې خرريي ورته ویل کيږي چې تاسو ښه خلک نه یاست. تاسو د بهرنيو نوکران يئ، ځکه د هغوی له کلتور څخه پیروي کوي او موږ سره په تقابل کې ياست. دوی خلک مجبوروي چې د طالبانو په څير جامې واغوندي.»

په ښوونځيو کې د دريشي ممانعت

Afghanistan I Taliban stellen Sieg über die USA zur Schauطالبانو په شفاهي توګه ښوونځيو ته سپارښتنه کړې چې ښوونکي دې وروسته له دې دريشي نه اغوندي. که څه هم دغه سپارښتنه کتبې نه ده خو ښوونکي وايي چې هغوی ته توصیه شوې چې د دريشي له اغوستلو ډډه وکړي.

د کابل ښار یو ښوونکي، فروتن، دویچه ویله ته وویل: «په ښوونځيو کې ترسره شوو مجلسونو کې ویل شوي دي چې ښوونکي باید کميس او پرتوګ واغوندي او دریشي ممنوع ده. هغه کسان چې ديني مضامين تدريس کوي باید ږیرې او لونګۍ ولري او چپنې واغوندې.»

دغه ښوونکي وويل، ښوونکو سره د طالبانو چلند داسې دی چې هغوی ته په کې په غیرمستقیم توګه د ږیرې پرېښودلو سپارښتنه کيږي: «د ږیرې پريښودل اجباري نه ده خو له هغو کسانو سره چې ږيرې لري ښه چلند کیږي اما هغه چې ږیرې خررېې هغوی سره بد چلند کیږي او بلاخره ورڅخه پوښتنه کوي چې ولې ږيره نه پريږدې.»

ښوونکي فروتن زیاته کړه چې یو ښوونکي چې ږيره يې خررېلې وه، دولتي ادارو ته تر درې ځله مراجعې وروسته يې غوښتنليک رد شو او بلاخره يې ورته وویل شول چې تر هغې چې ږیرې يې تراشي، په دولتي ادارو کې يې کار نه ترسره کیږي. فروتن وويل: «واضح يې ورته وويل چې ته د دولت مامور يې خو د دولت قانون نه مراعاتوې.»

د طالبانو دريځ

خو طالبان وايي چې تر اوسه هيڅوک افغاني لباس اغوستلو او یا هم د ږيرې پريښودلو ته اړ ایستل شوي نه دي.

د طالبانو د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند، محمد صادق عاکف دویچه ویله ته وويل: «د جامو په اړه موږ هيڅ نه دي ويلي او د ږیرې پريښودل هم جبري نه دی موږ یوازې سپارښتنه کوو.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.