امریکا له روهینگيانو سره زورزیاتی «نسل وژنه» بولي

629

امریکا په میانمار کي د روهینگا مسلمان اقلیت په وړاندي د پوځ له خوا زورزیاتی، په رسمي ډول «نسل وژنه» او د «بشریت په وړاندي جنایت» بللی دی. په میانمار کي پوځ په ۲۰۱۷ م کال کي د روهینگیا په وړاندي سخت جنایتونه ترسره کړي دي.

Bangladesch Rohingya fliehen aus Myanmarپه واشنگټن کي د هولوکاوست له موزیم څخه د لیدني کتني پر مهال د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ څرگنده کړه چي «هغه دې خبري ته متوجه سوی چي په میانمار کي د پوځ غړو د روهینگيا په وړاندي  نسل وژنه او د بشریت په وړاندي جنایت ترسره کړی دی. د پوځ هدف داوو چي د اتنیکي نسل وژني له لاري، په حقیقت کي د روهینگیا اقلیت له منځه یوسي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ويلي دي: «د روهینگا په وړاندي تشدد ډیر پراخ او په سیستماتیک ډول وو چي دا کار د بشریت په وړاندي جنایت ښیي.»

بلینکن د تیر کال په پای کي، په میانمار کي د پنځه کاله مخکي دغه ډول جنایتونو د څیړنو اعلان وکړ. د ملگرو ملتو استازو یو کال مخکي لا څرگنده کړې وه چي د دغه اقلیت په وړاندي زورزیاتی د «نسل وژنی عناصر» ښيي او د یوې نړیوالي پلټني غوښتنه یې کړې وه.

د روهینګیا غړو او استازو د دغه ډول یوه ګام هرکلی کړی دی. د روهینګیا د بشري حقونو یوې فعالي، تینګ تینګ هاینګ ویلی: «زه داسي احساس لرم، لکه چي د برېښنا قطع کیدل مو لیدلي وي، او اوس بیرته یو څراغ وینو، دا ځکه چي هغوی زموږ په درد پوه سوي دي.»

په میانمار کي، سیتوي ته نیژدې یوه لاگر څخه یو روهینگیايی بیا وايي: «دا کار باید پخوا لا سوی وای، خو بیا هم زه باور لرم چي د امریکا متحده ایالاتو دغه ډول پریکړه به د دنهاگ په نړیواله محکمه کي د روهینگیا د پروسې ملاتړ وکړي.»

Bangladesch Umsiedlungsaktion Rohingya Insel Bhasan Charبنگله دیش ته د روهینگیایی مسلمان اقلیت انتقال

په میانمار کي پوځ په ۲۰۱۷م کال کي د روهینگیا په وړاندي سخت جنایتونه ترسره کړل. له هغه وخت راهیسي تقریباً ۸۵۰ زره مسلمان اقلیت په بنگله دیش کي د مهاجرو په ډکو کمپونو کي شپې او ورځي تیروي. شاوخوا ۶۰۰ زره بیا په میانمار کي د راخین په ایالت کي پاته دي.

د میانمار پر وړاندي د دنهاگ په نړیواله محکمه کي هغه پروسه چي د روهینگیا د نسل وژني په وړاندي په ۲۰۱۹م کال کي پیل سوې وه، تیر کال د یوې نظامي کودتا له امله پیچلې سوه. ددغي کودتا په نتیجه کي د دي فکتو حکومتي مشره، اونگ سان سو چي، له واکه ایسته سوه. هغه د ډیرو دغه ډول احتمالي پیښو له امله د بند په سزا محکومه سوه. د سولې د نوبل د جایزې دغه گټونکې په خپله تر انتقاد لاندي راغله، دا ځکه چي هغې د روهینگیا په وړاندي د پوځ له دغه ډول چلند څخه دفاع کوله.

امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولني په میانمار کي د دوامداره زورزیاتي له امله د پوځي واکمنانو په وړاندي خپل تعزیرات لا پسي شدید کړي. د نسل وژني په توگه قانوني طبقه بندي به د نورو تعزیراتو د رامنځته کیدو سبب هم سي.

په واشنگټن کي د هولو کاوست موزیم د ۲۰۱۷م کال په پای کي لا د بشري حقونو له ډلي Fortify Rights سره په گډه خپل یو رپوټ خپور کړی وو او دا نتیجه گیري یې کړې وه چي په میانمار کي د بشریت په وړاندي د جنایتونو دقیق شواهد موجود دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.