ملی پاڅون د افغانستان د ژغورلو یواځنی لاره ده؟

اخترمحمد یوسفی

1,399

طالبان جاهلان او د پردیو مزدوران دی، دافغانستان د خلکو د ښمنانان دپاره کار کوی.

د ګران هیواد افغانستان ویاړلی تاریخ په ډاګه ګواه دی، چی جاهلان تل خپل قبر پخپله کینی. د طالبانو داوو میاشتو کړنی د ګران افغانستان په ګوټ گوټ کښی وښودل چی طالبان نه یواځی دا چی جاهلان دی بلکه دپردیو هغه مزدورن دی چی د افغانستان خلک نه پیژنی، افغانان هم نه شمیرل کیږی.

اوس په باوری توګه ویلای شو چی هغه ورځ به زموږ هیواد ته به بیا راشی، کوم چی د طالبانو مشرتابه لکه سپی به د خپل پاکستانی سپین تیترون کالیو او د کراچی دسپشل لنګیو سره یوځای  دافغانستان  څخه یوار بیا وتښتی.  دافغانستان دملی دری رنګه ښایسته بیرغ بندول، دهغه ملی-تاریخی نښان پرځای دعربو او پاکستانیان څخه تور کفن د ګولیو په زور افغانستان راوړل، د نوروز د نوی کال تاریخی-ملی ورځ نه لمانځل، او د خلکو د خوشحالی سره په ښکاره ډول مخالفت کول،  یووار بیا دا حقیقت وښودل چی طالبان جاهلان  او لینیان دی، د افغانستان د مشرتابه وړتیا نلری، که چیری طالبان ځانونه د قران شریف په پاڼو کښی هم وپیچی افغان میړنی اولسونه به یی هیڅکله ونه منی.

پاکستان لکه همداوس چی دافغانستان په مقابل کښی خپلی “مذهبی” تندلارو توطیی د طالبانو پواسطه زموږ په ګران هیواد پراخی کړیدی، انګریزانو هم په نولسم او شلم پیړی کښی د هندوستان د نیمی وچی د آزادی غوښتونکو د مبارزی د مخنیوی دپاره د دوبندی د “مذهبی” تندلارو مدرسه پرانستل، تر څو چی وکولای شی د هندوستان دآزادی لاره مخه ونیسی. دهندوستان دنیمی وچی آزادی غوښتونکو خپلی ملی یوالی لیکی یی کلکی کړی، خپلو مبارزاتو ته په میړانه دووام ورکړ، د دوبندی  د “مذهبی” تندلارو ټولی توطیی یی ښنډی کړی، هندوستان د وطنپالو د یووالی او میړانی په مټو باندی آزاد شو.  

په افغانستان کښی نور نو د پخوانی فاسد دولت او د طالب د جهالت نظام په وړاندی ویره، محافظه کاری او دبهرنیانو و پوچو نظریاتو ته پام اړول، هیچ ډول ګټه نلری. په افغانستان کښی دطالبانو د جهالت، وحشت غیر اسلامی نظام په هره بیه چی وی باید نسکور شی.      

افغان میړنی اولس د تیر فاسد دولت د غلو ډلو او د جاهل طالب د شریرو ډلو د خلاصون د پاره، ملی یوالی او ملی غښتلی پاڅون ته عاجل ضرورت لری. افغانان په دغسی یو ناوړه حالت کښی چی د هیواد دښمنانو او د پردیو ګوډاګیانو پر افغانستان باندی دتور جهالت دور راوستلی دی، دافغانستان د ټولو وطنپالو او ملی قوتونو وجدانی دنده ده، چی دخپل هیواد دژغورلو د پاره لکه دخپلو پلرونو او نیکونو په شان لومړی خپلی د ملی یوالی لیکی ټینګی کړی، دافغانستان دخلاصون دپاره بله هیڅ لاره نسته تر څو چی افغانان دطالب دظلمونو په وړاندی د ملی غښتلی پاڅون د پاره خپل ملاوی کلک ونه تړی.

ملی پاڅون دافغانستان د مسلمان اولس د پاره یواځنی د ژغولو عاجله ملی دنده ده.

تل دی رپاننده وی دافغانستان دری رنګه (تور، سور، شین) ښایسته بیرغ،

ورک دی وی د طالب جاهل نظام دتورسپن کفن سره،

ژوندی او تل دی وی افغانستان او د افغانانو میړنی اولسونه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.