د ښوونځیو مسله به ناوړه اقتصادي او دپیلوماتیکې پایلې ولري

546

د ښوونځیو  مسئله؛ امریکا وایي دا به ناوړه اقتصادي او ديپلوماتیکې پایلې ولري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښوونځیو په تړاو د افغان حکومت پر پرېکړه غبرګون ښوودلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلی، چې د نوي حکومت دا کړنه به په افغانستان کې اقتصادي وده ټکنۍ کړي او دغه راز له نړۍ سره د ښو اړیکو د لرلو په تړاو به د طا لبانو هیلې زیانمنې کړي. نوموړي ویلي نوي حکومت له نړیوالو سره ژمنه کړې وه، چې بشري حقونو ته به درناوی کوي او تر څنګ به یې ټولو افغانانو ته په مساوي توګه د زده کړو حق ورکوي، خو له دغه ژمنې تېرېدل به خطرناکې پایلې ولري. بلینکن وايي نوي حکومت ته په کار ده چې له افغانانو سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او په خبره یې دی په دې وضعیت کې د میلیونونه افغان کورنیو او افغان نجونو تر څنګ ولاړ دی. هغه ټینګار کړی چې نوی حکومت باید د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته درناوی وکړي او اجازه ورکړي چې افغانان خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.