د ماشومانو تربيه لوبي نه دي

نیک محمد همدرد

1,197

د مور او پلار په حيث دا ستاسې تر ټولو زيات اخلاقي،قانوني،ټولنيز ،او ديني مسووليت دی،
دغه ستره موقع ھر وخت په لاس نه درځي،موږ ټول د دغسي فرصتونو په ھڅه کي يوو،چي موږ پرمختګ ته بيايي ،ته که مور يي يا پلار تا ته الله ج ستا د اولاد په صورت د يوه نسل د جوړولو موقع در کړي….اوس نو ستا دا مسووليت دي ،چي له موقع څنګه ګټه واخلي،
که ته په دغه فکر کي يي چي ستا ماشومان به خود به خوده کاميابيږي،نيک او فرمانبردار به جوړيږي،ته به ھيڅ ھم نه کوي ،داسي ھيڅکله ھم نه دي شوي،تاسي ته چي کومي موقع د مور او پلار په حيث په لاس درغلي دا پر تاسو د الله ج رحمت دي،تاسي د د موقع په استعمالولو نه يوازي خپل ماشومان کاميابولاي شئ،بلکي په راتلونکي نسلونو کي ھم د کاميابي مفکوره پيدا کولای شئ،
کوم څوک چي مور او پلار نه شي جوړيداي،له ھغو خلکو د دغي موقع د اهميت پوښتنه وکړئ،مګر ډير والدين دغه عظيمه موقع صرف نظر کوي ،اولادونه د مور او پلار په حيث د دواړو لپاره د رحمت ،شفقت ،بښني،او بي غرضه ميني لپاره بي شميره موقع پيدا کوي،
که تاسې مور او پلار ياست ،نو لږ سوچ وکړئ،چي دا ستاسې په نس کي يو بل انسان دي د چا چي راتلونکي ژوند او شخصیت ھر څه ستاسې په لاس کې دي،تا ته الله ج دا موقع در کړي،چي ته د دغه انسان راتلونکي ،ژوند او شخصیت کوم لوري ته وغواړي اړولای يي شي،
رښتيا ھم ستاسې ماشوم به مو په غيږ کي وژاړي او تاسې به د دوي د ضرورت د پوره کولو لپاره ډير ضروري کارونه پريږدئ،ھمداسي به نور ډير مصروفيتونه وي،خو تاسې به د والدينو په حيث دا موقع له لاسه نه ورکوئ،که تاسې له دي موقع سالمه استفاده وکړه ،نو ټول عمر به د الله ج شکر ادا کوئ،او که مو سالمه استفاده ونه کړه نو ټول عمر به ستړي او پر خپل ځان افسوس کوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.