د ذ.بېحالله م.جاهد په مشري د ا.ا پلاوی د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر.خان م.تقي ویلي چې د ذ.بېحالله م.جاهد په مشري د ا.ا یو پلاوی به د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (د چنګاښ پنځمه، د سهشنبې ورځ) پر اېکس لیکلي چې متقي دا خبره د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره د چمتووالي په غونده کې کړې او زیاته کړې یې ده چې د ا.ا مشرتابه دا پرېکړه کړې ده.
د بلخي په وینا، په دې غونډه کې د ا.ا د پلاوي پر ترکیب، د افغانستان د بانکي سکټور پر وړاندې د شته محدودیتونو، د خصوصي سکټور د ودې پر وړاندې شته ننګونو او د نشهيي توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت پر مبارزې خبرېاترې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي و چې د ا.ا پلاوی د ملګرو ملتونو له لوري ورته د سپارل شوې اجندا په رڼا کې د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي.
ټاکل شوې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړیو استازیو درېیمه غونډه د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټرېش په کوربهتوب د قطر په پلازمېنې دوحه کې جوړه شي.
سلام وطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.