مرام المصري

شرر ساپی

733

مرام سوریایي شاعره ده، په لاذقیه کې په کال 1962م زیږېدلې ده، انګلیسي ادبیات يې د دمشق په پوهنتون کې لوستلي؛ خپل لومړی شعري کتاب يې (په سپينه کوتره مې وویرولې) د خپل ورور منذر المصري او محمد سیده شاعر په مرسته په کال 1984م چاپ کړ، له سوريې نه په 1982م کې فرنسې ته لاړه،دوهمه شعري ټولګه يې (سره ګیلاس په سپينه کاشي) تر عنوان لاندې په تونس کې چاپ کړ، چې په 1997م کال يې په پاریس کې د ادونیس جائزه وګټله، د ډېرو عربي او غربي شاعرانو لکه ادونیس او میشل بنیون د پام وړ وګرځېده، د مرام شعرونه، فرانسي، الماني، انګلیسي، ایټالوي، اسپانوي، صربي، ترکي او فارسي ژبو ته ژباړل شوي دي.
په فرانسه کې شرقي شاعره نه شرقي پاتې شوه او نه غربي پاتې شوه، دا يې غوره وګڼله چې له هر څه مخکې انسانه پاتې شي، د دوه تمدنونو او دوه بېلا بېلو فکرونو ټکر هغه څه و چې د نوموړې پر مخ يې د فکر نوي افقونه پرانیستل، که وجود يې د پاریس د رڼاګانو په ښار کې دی، خو روح يې په خپل هېواد باندې وزرې رپوي، او ځان لکه بې کوره مرغۍ احساسوي: ” د ټولو هېودانو ښځه یم، او زه هېواد نه لرم” د خپل شعر په اړه وايي: ,” زما شعر خوندوره مېوه ده، دا خلک يې له څکلو ویريږي، خو وروسته يې خاص په پيرودلو پسې راځي” نوموړې وايي چې دا یوازې د مینې په اړه لیکل نه کوي، بلکې د هرې هغې ميرمنې په اړه لیکل کوي چې د میړه د لاسه شکنجه کیږي.
د مرام په قصیدو کې دومره بغاوت او ایرویست پروت دی چې په لوستلو يې سړی بوږنیږي، خو خپله مرام په دې اړه وايي: “دا قصیدې د ژوند قصیدې دې، د خپل درد، هجران، هیلو، تلوسو او مینې قصیدې دي، که څه هم دا قصیدې له ایروسیت نه ډکې دي، خو دلته د ایروسیت ذات نه دی مطلب، زه له بغاوت نه ځان پاک نه ګڼم، سرکښي ګناه نه ده، زما د قصیدو هدف بل څه دی”
کله چې ترې وپوښتل شول ولې دې په شعر کې لويې قضيې نشته، ژر يې ځواب ورکړ” لويې قضېې کومې دي. او وړې قضیې کومې دي؟ زه نه غواړم په پېچلو لاره ولاړه شم، دا فرعي کوڅي ماته ډېر څه راکوي، په دې کوڅو کې د خپلې قصیدې عناصر او معیارونه پيدا کوم، که هغه شعر وي او یا شعر نه وي”
معاصرې سوریايې شاعرې د ژبې دیوالونه څيرلې دي، او په برسیرنه ژبه د خپل بغاوت په اړه وايي:
” ګومان کوم چې همداسې باغۍ زیږېدلې یم، نن چې د خپل ژوند د فلم دردونکو صحنو ته ګورم، له سرکښۍ بل څه نه لرم، حتی چې د خپلې خاکسارۍ په شیبو کې، خپل ټول ځواک راټولوم او د ټولو هغو شیانو په وړاندې بغاوت کوم چې زما وجود او ذات ګواښي” ورپسې وايي: ” ما خپل ډاډ د لاسه ورکړی دی، ډېر څه مې ورکړي چې بېرته لاس ته نه راځي، دا مې ټول د دې بیاځلي سرکښۍ په خاطر کړي دي. خو زه پښيمانه نه یم، دا مساله ماته د ژوند او مرګ حیثیت لري”.
مرام په پاریس کې اوسیږي، هغه وايي: ” له یوې بکسې سره راتښتېدلې یم، له خوبوبونه ډکه وه خو په یاد مې نه دي” د رڼاګانو په ښار کې خپل ژوند سخت بولي، ارام ته اړتیا لري، د ډېرو سفرونو پر بنسټ ” په بکس کې جسد” ګرځېدلې ده، مرام راته وایي ” وظیفه نه لرم، خو سره له دې بیا لیکلو ته وخت نه لرم، خو خپلې تجربې زيرمه کوم چې تخمرشي، په پاریس کې احساسوم چې یوازې یم او هڅه کوم چې له لومړني ورک ځای څخه لرې د یوازېتوب او غریبۍ معنی زده کړم.
په دې ډول په کوڅو قهو خانو او مترو کې د ښځو د څېرو هیله لرم او په حافظه کې به د راتلونکې لیکنو لپاره دا انځورونه ځای پر ځای کړم”
په غرناطه کې مرام د ” بیرته تګ” تر عنوان لاندې اوږده قصیده لیکلې، چې د غرناطې پوهنتون خپره کړې ده، په دې قصیده کې يې د ولاده بنت مستکفي شاعرې یادونه کړې ده، هغه يې د ورکې ازادۍ سمبول بللې، او د داسې يوې ښځې انځور يې بللی چې خپل شهوت يې په ډاګه لیکلی دی. مرام په خندا ویلي: ” کیدای شې تر ډېره هغې ته ورته یم”
مرام وايي:
زه بخښنه غواړم
زه ځيره نه وم
زما وږمې ستا په څانګو راوالوتې
او هغه يوازینۍ ګل يې ورژوه چې غوټۍ شوی و
بل ځای وايي:
تلوسې مې سوځوي
سترګې مې ځلیږي
اخلاق په نیږدې درج کې ږدم
د شیطان جامې اغوندم
او د خپلو ملائکو سترګې تړم
یوازې د يوې
کوکۍ لپاره
بل ځای وايي
په خپل نظر يې
زما شرمناکې سینې لغړې کړې
زه یې ښایسته ښځه کړم
بیا یې زما په جسد کې
خپل روح پوه کړ
بريښنا او تندرونه و
مرام د خپل اضطرابي حالت او غوښتنو ژوره انځورګري کوي، کله ناکله ترې ژبه برسيرنه شي او د خپل خاوند پروا هم نه لري:
زما ميړه ډاکټره ماسره مرسته وکړه
چې د خپلې سینې د ديوال د لوړې برخې
کړکۍ وتړم
زما هوښيار څښتنه، زما مخه ونیسه
چې د خپل ښځيتوب په غوټه ونه خيژم
د دروازې خواته راته يو ځوان
ولاړ دی
په خپل شعر کې د همدې وارخطا اړیکې په اړه ځای پر ځای یادونه کوي،د مرام په قصیدو کې ښځه د ګلونو ګېډې ده. د نوموړې په شعر کې نوښت او خوږلنۍ پرته ده، مرام وايي:
په خپله غېږه کې داسې درګورم
لکه غریب چې تر بسه خواړه وخوري
له دې ویرې
ګوندې سبا يې ونه مومي
یا وايي
په خپلو لاسونو دې
زما د نرۍ ملا ګلدسته
راټوله کړه
پر کټ د وژل شوي او شیندل شوي جسدونو
پراته څوک دي
بیا وايي:
ای مینې زه ستا مخې ته
له داسې وجود سره ولاړه یم
چې دکلونو غله پرې تیر شوي دي
له داسې خیټې سره چې ژوند په کې راټول شوی دی
او له داسې سینو سره چې وږیو خولو ته ترې سپينې اوبه راخوټيدلي دي
خو ای مینې ما تاته خپل ښکلی شهوت ډالی کړی
داسې لکه غافله معشوقه
او یا هم وايي:
ستا د دکان مخې ته د خوږو غلا کوم
ګوتې مې وټکيدې
خو يوه مې هم خولې ته وا نه چوله
همدارنګه وايي:
لکه د محرم کتابونو په څېر دې
د خپل بالښت لاندې پټوم
رڼاګانې ویدې کیږي
غږونه ویده کیږي
بیا دې راوباسم
او تیروم دې
همدارنګه وايي:
شمال ته ووایي
چې ودريږي
زما شمال نه خوښيږي
هغه لکه غیرتي مېرمن
چې زما ويښتان ګډوډ کړي
او زه د هغه لیدو ته روانه یم
چې راته انتظار دی
باران ته ووايي
چې ودريږي
زما باران نه خوښیږي
هغه لکه غیرتي میړه
کولي شي چې زما جامې لمدې کړي
او زما نوي بوټان لامده کړي،
او زه لا هغه ته انتظار کوم
چې لا نه دی راغلی
یا
ستا ګناه نه وه
زما ګناه هم نه وه
دا شمال و چې
زما د شهوت پخه الوچه یې راتویه کړه
مرام مصرۍ خپله هغه خبره پوره کړه چې یې ویلي و، د پاریس په ښار کې د ښځو څيرو ته ګورم او دغه ځيرمه کوم چې تخمر شي، همدا وه چې ” لوڅې پښې روحونه” ترعنوان لاندې شعري کتاب یې چاپ کړ، په دې کتاب کې يې د هغو میرمنو په اړه قصیدې ویلې دی چې په ورځنې ژوند کې ورسره د پاريس په کوڅو کې مخ شوې ده، نوموړې ډېرې جایزې تر لاسه کړي دي، چې مهمې يې ، “ادونیس. ايټالوي منځني ادب، او فرانسوي ادب د Prix de la Société des Gens de Lettresجائزه وه، د نوبل جایزې ته هم ټاکل شوې وه. تر اوسه يې لس دیوانه چاپ شوي او په بیلابیلو ژبو ژباړل شوي دي، مرام د پياوړي احساس څښتنه ده، د سوريې په روان ناورین يې هم اوښکې توی کړي دي، هغه وايي:
د مدرسې په ديوال يې
د ازادۍ کلیمه په وړو ګوتو ولیکل شوه
خو د تاریخ په دیوال يې
ازادۍ په وینو نومونه ولیکل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.