يوه خاطره

شرر ساپی

320

د پسرلی موسم دی، د سیند په غاړه، د غره په لمنه کې شنه پټې داسې کاږه واږه پراته دي، لکه په شنو شالونو کې چې له یخنۍ راټولې شوې ښاپیرۍ پرتې وي، لمر خپلې پستې وړانګې په پسرلي غوړولې ، ته وا د ناوي پر مخ په سرو اوبدل شوی ټیکری راخور دی ، په پولو سپین ګلي ولاړ دي، د مرغو چڼهار روح راویښوي، شمال په پټیو کې ولاړ غنم یوې خوا بلې خوا اړول، ګوندې نایڼه د کومې ژېړ مخې طلایي ویښتان یوې خوا او بلې خوا اړوي، لد سیند غږ دومره لوړ دی چې د موټر داینجڼ غږ په کې نه اوریدل کېږي، خو په غوږونو ښه لګېږي، کټ مټ لکه د یتیم په ورا کې د مست ډول غږ.د سیند په ښې اړخ د چنار سیورو ته ماشومان ناست دي، په سیند د لرګي پل پروت دی، یوازې یو موټر پرې تېریږي.
په دې لار زه کله ناکله د غروال کور ته ځم، زه به اونۍ کې دوه ځل هرومرو دلته راځم، موټر سایکل مې غاړې ته ودروه، او د فطرت د دې تابلوګانو په ننداره کې به ډوب شوم.
ناڅاپه وږمیزه فضا دوړو ونیوله، شمال ودریده، د سیند غږ رښتیا هم ټیټ شو او که زما په حافظه کې یې غږ نه اوریدل کېده، ماشومان د چنار له سیورې وتښتېدل، مرغۍ والوتې، راپورته شوم، امریکایي موټرې ودریدې، سرتیرې په منډه راکوز شول، شا او خوا سیمه یې قرنطین کړه، د پله سر ته یې لار وتړله، عسکر هم شا او خوا ودریدل، یو ډاډسن موټر راغی، امریکایي د ودریدو امر وکړ، موټر ودریده، شاته نورې موټرې لرې ولاړې دي، امریکايې د موټر دروازه خلاصه کړه، خلک راکوز شول، تالاشۍ ته ودریدل.
په دوی کې یوه پېغله چې خدای ښه قد ورکړی و له موټره راکوزه شوه، چادري یې نه وه په سر خو په ټیکري یې کلک مخ پټ کړی و، امریکایي وروړاندی شو، لاسونه یې وروغځول چې تالاشي یې واخلي، نجلۍ چې څنګه ورپام شو، ورته راتاوه شوه، داسې څپیړه یې ورکړه چې له څپیړې سره په زمکه سرتیری وغورځېده، ټول د سرتیرې عکس العمل ته وارخطا شو، خو له پاڅېدلو سره سم یې د عسکري کوټ تڼۍ خلاصې کړې، په ډېره وارخطایي یې نجلۍ ته سینې راوویستي، ورویې ښوده چې دا هم نجلۍده.
نجلۍ بېرته سیټ ته وختله. عسکر موټر ته د تلو اجازه ورکړه، په لرګین پله تېر شو، موټر پیچ درې ته ننوت چې نورستان ته لاړ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.