پنتاګون: د اوکراين شخړه به روسیه ضعيفه کړي

535

د امريکا د دفاع وزارت په حواله دا چې له روسیې سره دقيق نخښه ويشتونکې ښې وسلې ختمې شوي دي نو له دې کبله به اوس پر ړانده ګوزار کوونکو توپونو او بمونو تکيه وکړي. بل لوري ته د امریکا ولسمشر نن پولند ته سفر کوي.

Ukraine Krieg mit Russland Mariupol 

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې سرمشریزې ته په وينا کې روسیې ته د رسېدلي زيان او خپل هيواد د ويجاړۍ يوه نقشه وړاندې کړه. نوموړي د اوکراين د ملاتړ له پاره د متحد کيدو له کبله له اروپا څخه مننه وکړه.

خو نوموړي په خپله وينا کې له اروپایي مشرانو څخه دا ګيله هم وکړه چې دوی د روسیې د مخنيوي له پاره ډېر وروسته لاس په کار شول. هغه وويل: «تاسې بندیزونه ولګول. زه یې منندوی يم. دا قوي اقدامات دي خو لږ په ځنډ سره ولګول شول… يو چانس مو درلود.»

نوموړي وويل چې که بنديزونو د احتياطي تدابیرو په توګه له جګړې د مخه لګول شوي ول نو ښايي جګړه هيڅ رامنځته شوې نه وای.

د اوکراین کړکېچ به روسيه ضعيفه کړي

د امريکا په دفاع وزارت يا پنتاګون کې د دفاعي پاليسۍ مرستيال کولن کهل وويل چې پر اوکراین د برید په نتيجه کې به روسيه ضعيفه شي. هغه وويل: «په ډېر پوخ باور سره زه په دې آند يم چې روسيه به د اوکراين د کړکېچ د مخکې وخت په پرتله ډېره ضعيفه شي.»

هغه زياته کړه: «روسیه به په پوځي، اقتصادي، سياسي او جغرافيايي توګه کمزورې شي او د مخکې څخه به هم ډېره منزوي شي.»

د کولن کهل په حواله د دې خبره ډېر امکان شته چې روسیه په اوکراين کې د داسې توپونو او بمونو څخه استفاده ډېره کړي چې رهبري شوي نه وي، ځکه چې د دغه هيواد نخښه ويشتونکې وسلې ختمې شوي دي.

اوکراين: ځيني روسي قطعات پر شا شوي دي

د اوکراين د پوځ مشرتابه له خوا ويل شوي دي چې ځيني روسي پوځي واحدونه د سختو زيانونو تر ليدلو وروسته بیرته د روسیې خاورې ته اوښتي دي. زياته شوې چې دغه واحدونو خپل تر نيمايي ډېر پرسونل له لاسه ورکړی دی.

د اوکراين د ولسمشر يوه لوړپوړي مشاور اولکسې ارستووچ ويلي دي چې د اوکرايني او روسي ځواکونو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه «عملاً کنګل» شوې ده.

Ukraine - Kanada Militärübungen

د اوکراين د پوځ مشرتابه له خوا ويل شوي چې روسي ځواکونو بيا د خارکيف او سومي ښارونو محاصرې ته دوام ورکړی دی او داسې ښکاري چې د خارکيف پر ازيوم سيمه د يوه تهاجم له پاره چمتووالی نيسي. خو خپلواکو سرچينو دا خبرونه نه دي تائيد کړي.

پولند ته د بايدن سفر

سپينه ماڼۍ وایي چې ولسمشر جو بايدن به نن د جمعې په ورځ د پولند يوه ښار ته سفر وکړي چې د اوکراين پولې ته څېرمه پروت دی. خو سپينې ماڼۍ تر دې دمه پولند ته د بايدن د سفر په اړه جزيات په ډاګه کړي نه دي.

تر دې دمخه د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن هم د پولند ریززو ښار ته سفر کړی وو.

له اوکراين سره د مالي مرستو د صندوق د رامنځته کولو غوښتنه

د اروپایي ټولنې مشرانو د يوې ګډې اعلامیې په حواله د اوکراين د اقتصاد سره د مرستې په موخه د يووالي د يوه صندوق د رامنځته کولو غوښتنه شوې ده.

د اروپايي ټولنې ۲۷ غړيو هيوادونو له خوا دا اعلامیه تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د پنجشنبې په ناوخته ماښام جاري کړل شوې. د دې مالي صندوق موخه د اوکراين پر وړاندې د روسیې د جګړې له کبله د رسېدلي زيان په برخه کې د مرستې رسونه ده.

په دې ګډه اعلاميه کې «د روسیې د يرغل تر درېدو وروسته» د اوکراين د مرستې له پاره د نړيوالو بسپنه ورکوونکو د يوې غونډې د رابللو غوښتنه هم شوې ده. پر دې سربیره د اروپايي ټولنې مشرانو د اوکراين له حکومت سره «د عاجلو اړتيا» په برخه کې د مرستې ژمنه هم کړې ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.