د بابا وانګا وړاندوینه؛ ولادیمیر پوتین به پر ټوله نړۍ واکمني کوي

489

د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر لرونکې وړاندویوونکې مېرمن بابا وانګا چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو، له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه یې وړاندوینې کړې وې، پر اوکراین د برید او د پوتین د راتلونکې په اړه یې هم جالبې وړاندوینې کړې دي. نوموړې چې ۲۵ کاله مخکې مړه شوې ده، د سان په نامه بریتانیایي ورځپاڼې یې له قوله د پوتین په اړه جالبه وړاندوینه راخیستې ده. ورځپاڼې ویلي چې دغې بلغارستانۍ مېرمن وړاندوینه کړې وه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به په راتلونکي کې پر ټوله نړۍ واکمني وکړي. یادې ړندې ښځې په ۱۹۷۹ کال کې له نامتو لیکوال او انځورګر والنټین سیدروف سره مرکه کړې ده او ویلي یې دي، چې هر څه به د یخ په څېر ویلي شي خو یو څه چې په خپل شان او شوکت به هسک ولاړ وي هغه به پوتین او روسیه وي. هغې زیاته کړې وه چې ټول به د پوتین د مخنیوي هڅه وکړي خو هیڅوک به یې مخه ونه نیسي او هغه به  ډېر ژر د نړۍ فرمانروا وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.