د ګړنګ په غاړه ولاړ پنجاب

لیکونکی: راز

526

د ګړنګ په غاړه ولاړ پنجاب بیا غواړي افغان ولس په خپلو واکمنو وداړي

د پاکستان راتلونکې ډېره تیاره ده. داسې تیاره چې د ډېرو په باور تورتم به یې دا ځل له داخلي انفجار او ویشل کېدو پرته بل څه روښان نه کړي.

د سیاسي او اقتصادي ننګونو په دریاب دغه لاهو هېواد کې تازه یو ځل بیا امنیتي مشکلات هم په پراخېدو دي او داسې ښکاري چې په چټکۍ د خپل تېر تور تاریخ کندې د غورځېدو په لور روان دی. د پام وړ پکې دا دی چې دا ځل له دغه ګردابه راوتلو لپاره نه د لاس ورکولو څوک ورپاتې دي، نه یې د لاس نیولو.

د غېر متجانسو اقوامو، ژبو، خلکو او خاورې پر دې جوړه جغرافیه واکمن پنجاب د دغه ملک خدایداد د رامنځته کېدو له ورځې د هغه د دوام او پایښت په هلو ځلو بوخت دی.

د پاکستان تاریخ اوږد نه دی، نو ځکه له حافظې هم نه وځي او موږ تاسې ټولو ته مالومه ده چې پنجابي پوځ او استخباراتو د ګټو لپاره پر خپل دین او دنیا او د ګاونډیو په امنیت او سوکالۍ څه ډول سوداګرۍ کړي او ټول یې څرنګه د تشدد او افراطیت اور ته نیولي دي.

اوس یې دا اور خپلې لمن ته رسېدلی او لستوڼو کې ساتلي ماران یې له اودو وتلي دي.

 ډېر ښايي په دې باور وي چې ګوندې د نظامیان پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو سره د خپل ستراتیژیک عمق تاریخي هدف ته ورسېدل او لږ ترلږه د افغانستان له اړخه یې چې تر اټکه خاوره خپله ګڼي، د بقا اندېښنه حل او غوږونه ساړه شول.

خو نه کیسه داسې نه ده. ډېر وخت نه بلکې راتلونکې میاشتې یا حد اقل کال دوه به ثابته کړي چې کیسه داسې ده.

هو دې کې شک نشته چې په افغانستان کې یو ځل بیا د تېرو ۴ لسیزو تاریخ تکرار او یو بل نظام هم ړنګ شو، یو جوړ حکومت لمنځه ولاړ، یو ځل بیا د خلکو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند صفر ته راټیت او له سره پیل شو.

خو پنجشېر او دخشان لا هم د افغانستان د خاورې جز دی، د هلمند سیند لا هم د افغان خاوره کې بهېږي، له نورستانه تر هرات او پکتیا، پکتیکا او خوست تر بلخ کندوز او تخاره  ټوله خاوره، غرونه او رغونه پر خپل ځای او د افغانستان برخه ده.

خو پاکستان ونډۍ کېږي. پښې او لاسونه ترې روان دي. دا ځل یې هغه بادر هم نه ژغوري چې رامنځته کړی او تر اوسه یې د خپلو ګټو اهدافو لپاره دې مهمه سیمه کې د سرطان د ناسور په توګه ساتلی و.

داسې نه ده چې ګوندې د چین، روسې او یوه ځایه هند د مخنیوي لپاره د لویدیځ سیاستونه بدل شوي، خبره دا ده چې د اوسني پاکستان وجود کې نور دغه اهداف پالل کېدای نشي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر ډېورنډ کرښې هاخوا پخوانیو قبایلي سیمو کې یو ځل بیا د پنجاب خلاف د کرکې، نفرت او بېزارۍ څپه راپورته شوې.

دغو سیمو کې تازه بیا سلګونو کسانو چې وزېر او مسېد ټبرونه یې سرلاري دي، ټوپک ته لاس کړی.

له دوی ډېرو تېره یوه/ یوه نیمه لسیزه داسې حال کې افغانستان کې له طالبانو سره د بهرني اشغال خلاف اوږه په اوږه جنګېدلي، چې خپلې سیمې او کورونه یې د پنجابي پوځ تر تاړاک لاندې کنډ کپر او لمنځه تللي.

دوی د افغان طالبانو له وروستۍ بریا دا الهام او انګیزه اخیستې چې که امریکا، ناټو او لسګونه نړیوال متحدان یې افغانستان کې ماتېدای شي، نو تر یوې فرضې کرښې ورهاخوا د پاکستاني اشغال ماتېدل هم سخت نه دي.

د دوی ګڼ جنګیالي تېر شل کاله د افغانستان د جګړو تاوده سنګرونه کتلي، ښه روزل شوي او د پرمختللو نظامي تجهیزاتو، وسلو او منظمو لښکرو پر وړاندې د مقابلې بټ کې پاخه شوي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) افغان طالبانو سره پر افغانستان واکمنېدو کې ډېرې ستړې ګاللې او نه حېرېدونکې قربانۍ ورکړې دي.

ټي ټي پي د افغان طالبانو له بنسټګر ملا عمر سره بیعت هم اعلان کړی و.

دوی له افغان طالبانو سره چې اوس دا دی پر یوه بشپړ هېواد واکمن دي، خپل حکومت، پوځ او نور جوړښتونه لري، تر پایه وردېدل.

اوس نو د دوی جګړه ده او طبیعي ده چې سنګرونو کې به یې خواخوږي هم مل وي.

د پاکستان حکومت له افغان طالبانو وغوښتل چې ټي ټي پي ورسره سولې ته کینوي، د مشرانو لیدو ته یې د قبایلو ځینې جرګې هم راغلې خو دغو هڅو تر اوسه ځای نه دی نیولی.

د ټي ټي پي مبارزه یوازې مذهبي اړخ نه لري، بلکې اوس پکې د دین ترڅنګ د ملتپالنې، پښتو او پښتونولۍ رنګ هم لیدل کېږي.

مشران یې اوس وخت ناوخت د احمد شاه بابا، میرویس خان، میرزا علي خان (ایپي فقیر)، ملا پونده، پیر روښان او د لروبر د نورو مخکښو او نومیالیو پښتنو مشرانو نومونه هم اخلي او د هغوی د لارې او ارمانونو د تعقیب خبره کوي.

دوی پر ډېورنډ کرښه اغیزن تار له افغان ولس د ظلم او ناروا وروستی حد بولي.

د ټي ټي پي ځینې غړي د لوی افغانستان او ځینې نور یې د خپلواک پښتونستان یادونه کوي، خو نور یې بیا وايي اوس دستي یې اصلي او اساسي هدف دا دی چې تر ډېورنډ کرښې هاخوا د پښتنو له خاورې د دوی په وینا پنجابي اشغالګر وباسي.

د پاکستاني طالبانو تحریک د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون پاکستان کې د پښتنو له یوه ملت ګوند سره هم غاړه نه وړي، ځکه دوی د پنجاب د ظلم پر وړاندې سیاسي او د عدم تشدد فلسفه ناکامه ګڼي.

 د ټي ټي پي غړي د پاکستان دغه پښتانه ملتپال ګوندونه تورنوي چې تل یې پنجاب سره د پښتو افغانانو پر سر معاملې کړي.

د دوی استدلال دا دی چې دغو ګوندونو د تاریخ اوږدو کې تر کرښې هاخوا د محکومو پښتنو د پت، عزت او حقونو د ساتلو او ازادۍ لپاره یو پام وړ ګام هم نه دی اخیستی او د افغانستان له وروستی تجربې دې پایلې ته رسېدلي چې په زور پر پنجاب هرڅه منل کیدای شي.

د پاکستان له نورو سیاسي- مذهبي ګوندونه سره یې هم همداسې درواخله.

دوی جمعیت له مولانا فضل الرحمان، تر مولانا سمیع الحق او قاضي حسین احمده ټول د پاکستان د پوځ او استخباراتو لاسپوڅي، درباري ملایان او د دین سوداګر بولي.

د پاکستاني طالبانو د تحریک لاس دا ځل له دې کبله هم لوړ دی چې د پاکستان له مخ هغه (د تش په نوم) اسلام نقاب هم پورته شوی او اوس یې په کور دننه هم ډېر خلک د اسلام قلعه نه ګڼي.

د اسلام او مسلمانۍ دغه جعلي نقاب لسیزې وړاندې قبایلو کې د ایپي فقیر په مشرۍ د پښتنو د مذهبي حرکت مخنیوي کې بریالی ثابت شوی و.

پاکستان چې قرضونو کې ډوب او اقتصادي یې له ورځ بلې ته خرابېږي، دغه ګواښ سره د مقابلې او قبایلي سیمو کې د نورو پراخو پوځي عملیاتو توان نه لري.

داسې ښکاري چې د پنجابي پوځ او استخبارات اوس بیا د ټي ټي پي او نورو اسلامپالو له اړخه د ورپېښ خطر د مخنیوي او د خپلې بقا او پایښت لپاره په دوو لارو چارو کار پیل کوي.

لومړی دا چې ټول پاکستان، یا په ځانګړې توګه افغانستان ته نږدې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې خپل لاسپوڅي مذهبي ګوندونه واک ته ورسوي او په دې ډول د هغو د حکومت پر وړاندې د ټي ټي پي جګړه له مذهبي اړخه له پوښتنو سره مخامخ کړي.

د دوی بله هڅه به دا وي چې افغانستان کې واکمن طالبان له خپل ولس سره لانجه کې ګیر، د توندلارو او منځلارو په نوم سره جلا او په خپلو کې اخته کړي.

پنجاب پر دې پوهېږي چې هېڅکله یو سوله ییز او بې جګړې افغانستان او یو روغ او ارام پاکستان هممهاله یو ځای ژوند نشي کولی.

ان که افغانستان کې دوی ته نږدې مجاهدین یا طالبان هم واکمن هم وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.