پوتین: هیله ده په هغو سیمو کې چې مسکو نيولې دي حالت ښه شي

617

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ويلي، هيله لري د اوکراين په هغو سیمو کې چې مسکو نيولې دي “حالت ارام” شي. نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې اوکراين وايي په لوهانسک سيمه کې يې شپږ کلي بېرته نیولي دي. روسيې څو ورځې وړاندې، د اوکرایین څلور لاندې کړې سیمې د خپلې خاورې برخه اعلان کړه. د روسیې دا ګام په نړیواله کچه غندل شوی دی. مسکو خبرداری ورکړی چې اوکرایین ته د نورو پوځي مرستو د رسولو پرېکړه د روسیې او لویدیځ تر منځ “د مخامخ پوځي جګړې” ګواښ زیاتوي. امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف ویلي چې دا د مسکو یو “سم لاسي ګواښ”دی او امریکا د دې “جګړې برخه اخیستونکې” یادوي. له دې وړاندې امریکا له اوکرایین سره د ۶۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د نورو پوځي مرستو اعلان کړی و. د امریکا پرمختللې وسلې اوکرایین سره د روسي ځواکونو پر وړاندې د خوځښت په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.