امریکا پر روسيې نوي بندیزونه ولګول

458

د امریکا حکومت په ۱۳ افرادو او ۲۱ ادارو چې د روسیې د ټکنالوژۍ سکتور سره سر او کار لري د نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ. امریکا ویلي چې دې ادارو او افرادو د هغو بندیزونو څخه د کرملین په خلاصولو کې مرسته کوله چې په روسیې پدې خاطر لګیدلي چې د غربي هیوادونو څخه ټکنالوژي د نظامي مقاصدو لپاره وانشي خیستلی. د امریکا د خزانې وزارت په روسیې د دې بندیزونو د اعلان په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بندیزونه د هغو شبکو او ټکنالوژۍ د شرکتونو د ځپلو برخه ده چې د کرملین سره د بندیزونو څخه د ځان په تیر ایستلو کې مرسته کوي. د خزانې وزارت ویلي چې دغه شرکتونه او افراد د روسیې د فدراسیون د جګړې د ماشین لپاره مهم دي. دا لومړی ځل ندی چې متحده ایالات په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله په مسکو بندیزونه لګوي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن د روسیې څخه د تیلو او ګازو په ټولو وارداتو د بندیز لګولو اعلان کړی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.