امریکا: که طالبان له کړو ژمنو په شا شي، هیلو ته به یې سخت زیان ورسیږي

574

امریکا: که طالبان له کړو ژمنو په شا شي، هیلو ته به یې سخت زیان ورسیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ا.ا له لوري په نجونو د زده ‌کړو د بندیز د پرېکړې په بېرته اخیستو ټینګار کړی. دغه وزارت تازه له ا.ا غوښتي چې د منځنۍ او لېسې دورې نجونو زده‌ کوونکو ته د زده کړو اجازه ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په تازه بیان کې راغلي چې امریکا د افغانانو د بشري اړتیاوو ملاتړ ته ژمنه ده او تر هغې د ا.ا په مشرانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي تر څو د افغانستان د ټولو اتباعو بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې خپلې ژمنې عملي او افغان نجونو ته د زده ‌کړو زمینه برابره کړي. یاد وزارت دا بیان په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د یو شمېر هېوادونو ترمنځ د افغانستان د بشري وضعیت ارزونې او مرستو راټولولو له انلاین ناستې وروسته نن سهار خپور کړی دی. په دغه بیان کې ټینګار شوی چې که طا لبان له خپلو کړو ژمنو په شا شي د افغانانو د اقتصادي ودې او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کولو په برخه کې به د طا لبانو هیلو ته سخت زیان ورسېږي. بل‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان پر وخت تېره شپه ناوخته په یوه خبري ناسته کې هم له ا.ا د نجونو د زده ‌کړو د پیل غوښتنه وکړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.