زما زخمي زړه

الله نظر احمدزی

1,184
زما زخمي زړه ته
را نژدې شه
په یو ځلي کتو مې
وزرې مه غوڅوه
له تا څخه
د پوښتنې پر ځای
غوره ده چې
هرې مبارزې ته
په خپله لاړ شم
د حل لاره نشته
متوجې یم
نن مې لاس ونیسه
ما لږ په غېږ کې ونیسه
نن ما په هوش کې را وله
اې ستړې نصیبه!
پوهېږم!
هر څه بدلون کړی
زما بېړۍ شوه ډوبه
خو د لیندۍ څخه
د دغه وتلي
ورک شوي غشي
لټون کوم
یوازې غواړم
خپل حسابونه وتړم
هغه پیسې چې مې
جېب کې دي
هېڅ درد نه شي دوا کولای
سترګې مې ستا انتظار کوي
یوازې د عاطفي لارو راشه
حتیٰ د کوڅو د لېونیو
په اندازه هم
دې نړۍ کې ازاد نه یم
د ازادۍ نارې وهم
خو له زندانیانو
ډېر په بند کې یم
د دردونکو ارمانونو له خاطره
غواړم در نژدې شم
را نه مه ځغله
دغه چوپتیا له ځان سره
لوی طوفان لري
کاش پوه شم
چېرته روان یم
غواړم رڼا پیدا کړم
زما همدغه نصیب دی
په خپل حال ژړېږم
اې زړګیه ، اې زړګیه!
الله نظر احمدزی
کابل ، د زمري ۱۸ مه ۱۳۹۹ ھ ش

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.