ګوتېرش: د نجونو ښوونځیو نه پرانیستل ټول افغانستان ته زیان رسوي

364

د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د بند پاتې کیدو پر دوام خفګان څرګند کړی دی. انتونیو ګوتیرش ټینګار وکړ چې د نجونو د زده کړې بهیر ځنډول ټول افغانستان ته صدمه رسوي.

په افغانستان کې د تعلیمي کال له پیلیدو ۱۳ ورځې تیرې شوي دي، خو اوس هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو پرانیستل کیدو هیڅ څرک نه معلومیږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش، یو وار بیا په افغانستان کې د نجونو د زده کړې بهیر د ځنډیدو له کبله خفګان ښکاره کړی دی. نوموړي نن شنبه (د اپریل میاشتې ۲ نیټه) په خپل تویتر کې خبرداری ورکړی دی چې په غیر قابل توجیه ډول د برابرو حقونو نقضول، ټول هیواد ته زیان رسوي.

ګوتېرش ویلي چې د نجونو او ښځو له حقونو څخه ملاتړ، هغه څه دي چې ماشومان له ولږې او د دې هیواد ټولنه له فقر او بی وزلې ژغوري.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په ۱۵ نیټه په دغه هیواد کې د واک تر نیولو وروسته په ځانګړي توګه پر ښځو ډیر محدودیتونه وضع کړل او تر شپږم ټولګي پورته یي د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې.

خو د نړیوالې ټولنې تر پرله پسې غوښتنو او د ښځو له اعتراضونو وروسته، طالبانو ژمنه وکړه چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي. خو طالبانو د ښوونځیو د پیلیدو په ورځ د خپلو ژمنو برخلاف چې تمه یي نه کیدله اعلان وکړ چې د متوسطې او لیسې دورې د نجونو ښوونځي به تر دویم امر پورې تړلې پاتې وي.

زده کوونکي په ډیرې ناهیلې او په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، بیرته خپلو کورونو ته ستنې شوې. د طالبانو دا اقدام په هیواد کې دننه او بهر له تندو غبرګونو سره مخ شو. د ملګرو ملتونو سازمان او ډیر شمیر لویدیځ هیوادونو د پرله پسې غوښتنو سربیره د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د طالبانو د سرپرست حکومت په دریځ کې کوم تغیر رامنځته نه شو.

داسې ښکاري چې په افغانستان کې د نجونو د ښونځیو د تړل کیدو دوام به له دغه هیواد سره د ژمنه شوو بشري مرستو پر دوام هم منفي اغیز وکړي.

په دې وروستیو کې نړیوال بانک اعلان کړی چې په افغانستان کې د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت څلور پروژې یي تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د بند پاتې کیدو په دلیل، د اوس له پاره ځنډولي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو پریکړه، د دغې ډلې د سرپرست حکومت د رهبرۍ صلاحیت بولي. ظاهراً داسې معلومیږي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو د څرنګوالي په اړه د طالبانو په مشرانو کې اختلافات موجود دي.

بلخوا د چارو شنونکي په دې باور دي چې د نړیوالو بنسټونو له خوا یوازې د خفګان څرګندول او تشې خبرې کفایت نه کوي، بلکې په قطر او پاکستان کې د طالبانو د کورنیو پر وړاندې د بندیزونو لګول او سفري محدودیتونه به تر ټولو کم کار وي چې لویدیځ حکومتونه یي ترسره کولی شي، څو طالبان دې ته اړ کړي چې د ښځو حقونه خوندي او د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بیرته پرانیزي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.