خوست کې د دریو هېوادونو ترمنځ د فري فایټ سیالۍ ترسره شوې

437

دعوت میډیا ۲۴( یکشنبه/۱۴/ حمل/۱۴۰۰): تېره شپه د خوست ولایت ورزشي امریت اړوند د انوري ازادو سیالیو کمپ مسؤول نصیب شاه انوري له لوري د خوست ولایت په اماني لوبغالي کې د دریو هېوادونو (ایران، پاکستان او افغانستان) د لوبغاړو ترمنځ د فري فایټ سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د خوست ورزشي آمر عطاء الله کډوال، له کابل څخه راغلي د همدې برخې هیئت او لوبڅارانو، د خوست ولایت د ګڼو فدراسیونونو مسؤولینو، امنیتي مسؤولینو، ورزشکارانو او په زرګونو مینه والو برخه اخیستې وه.

په دې مسابقاتو کې له کابل، ننګرهار ، پکتیا او کوربه خوست ولایت څخه هم ګڼو فایټرانو برخه درلوده.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د خوست ولایت ورزشي امر عطاء الله کډوال له بهرنیو هېوادونو څخه راغلیو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او په دې یې خوښي څرګنده کړه چې خوست ولایت ته په یوه با امنه فضا کې خارجي لوبغاړي راځي او موږ د دوی مېلمه پالنه کوو.

د لوبې نیمه مرکزي فایټ له افغانستان څخه د نظیر فولاد او د ایران څخه د علي کردي ترمنځ وو، چې له دریو راونډونو وروسته د لوبڅارانو په پرېکړه علي کردي ددې لوبې ګټونکی اعلان شو.

د لوبې مرکزي فایټ د ایران هېواد د پیاوړي لوبغاړي موسی او افغانستان هېواد پیاوړي لوبغاړي عبدالصمد ننګیال ترمنځ وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.