درې ډوله طالبان

ملاله لیلا

817

طالب که وغواړي هم د ای.اس.ای له ټاپې ځان نه شي خلاصولی. خو، سوال دا دی چې ایا ټول طالبان له الفه تر ی، د پاکستان ګوډاګي دي؟ دې ته په پام سره چې په تیرو شلو کلنو کې پاکستان د طالبانو مدرسو او د دوی کورنیو ته خوندي جنت و او لا دی، روښانه خبره ده چې ای.اس.ای په طالبانو کې نفوذ لري.

خو، زه طالبان په درې ډوله ویشم. مخکې تر دې چې په دې هکله توضیح ورکړم غواړم ووایم چې ولې دا سوال مهم دی، او ولې باید لکه قرار خیلو غوندې دوی ټول له الفه تر ی،  په یوه کتګورۍ کې حساب نه کړو؟

طالب په څو ډوله ویشل، طالب په ښه او بد ویشل نه دي بلکې په بد او بدتر ویشل دي. په درې دلایلو دا د بد او بدتر تفکیک پکار دی:

۱.  د جهاد مفکوره یوه واقعي پدیده ده. په تیرو شلو کلونو کې واقعا داسې خلک ول چې فکر یې کاوه جهاد فرض دی. دا چې اوس دا مفکوره له اسلام سره عشق بولئ، که افراطیت او که هسې بې عقلي هغه نو تاسو پوی شه او ګور و ایمان مو!

۲. ای.اس.ای هسې خوسې چټي،  زموږ د خلکو په ذهنتونو کې غټ شوی دی دومره قدرت او ظرفیت نه لري  طالب غوندې پیچلی او لیونی تحریک له الفه تر ی رهبري کړي او یا دې هم د دوی پر ټولو مشرانو نفوذ ولري. په ای.اس.ای کې که دومره قدرت وای اوس به یې عمران خان د پاکستاني ډرامو د نجونو په ټویټونو نه ساته. (دا څو وخته کېږي د پاکستاني ډرامو اداکاران د ای.اس.ای په خوښه د عمران خان په ګټه تویټونه کوي.)

۳. د افغانستان په هر مسله کې حق و ناحق پاکستان یادول له وطن سره جفا او له ای.اس.ای سره مفته همکاري ده. که د افغانستان هر څه پرته له موجه دلیله د پاکستان له لاسه بولو دا خو په لوی لاس د ولس په اذهانو کې پاکستان لویو، او د پاکستان دې مفکورې ته تبلیغ کوو چې، ګواګې ای.اس.ای زموږ په وطن کې دومره زورور دی چې پرته د دوی له اجازې پشه هم پر نشي وهلی.

د یونان ارسطو څو زره کاله پخوا د خدای مخلوقات طبقه بندي کړل زه به اوس کوښښ وکړم چې طالبان طبقه بندي کړم خو خدای او سپنتا دواړه  شاهدان دی چې د ارسطو تر طبقه بندي د طالبانو طبقه بندي سخته ده. دا بیخي بل رقم مخلوقات دي ها بله ورځ مې یو چیرته ولوستل چې په کوڼر کې  یوه طالب ویلي چې له کاعذ تشنابه استفاده حرامه ده.

په هر حال درې نوع طالبان: 

۱. سخت دریځې طالبان، دا ډله چې نن سبا په کش کې ښکاري نهایت وچ فکره دي. د دوی زاړه مشران لکه رییس الوزا اخوند او ځینې نور په دې ډله کې شامل دي. دا طبقه په دوو ډولو ویشلی شو:

الف:  په عمر پاخه‌ طالبان چې د نوی عصر د تقاضاو درک ورته سخته دی او له خپل وچ زاړه فکره نه تیریږي. دا ډله د ماشومو نجونو د ښوونځیو تړل په خپلو افتخاراتو کې حسابوي. د طالبانو تحریک نهایت د کشر و مشر تحریک دی. له مشرانو سره مخالفت اسانه نه دی. مخصوصا چې بیا لکه رییس الوزرا محمد حسن اخوند غوندې یو مشر وي چې هم په عمر پوخ دی او هم په تحریک کې له قدیمه لا نفوذ لري. دې ته په پام سره چې د طالبانو تحریک نهایت ډلې ډلې دی د عمر پخو مشرانو تقاعدول ناممکنه خبره نه ده خو یو څه وخت به غواړي.

ب: ټیټ رتبه چړیان دا هغه ډله ده چې شل کاله د طالب د مشرانو له خوا ورته د افراطیت تبلیغ شوی دی. دوی د تحریک لپاره له خپل ځان او ماله تیر شوي دي اوس چې قدرت د طالب دی نو نهایت له عقدو ډک کارونه کوي او نهایت سخت دریځې دي. دوی ته په کوڅه کې د ماشومې نجلۍ ګرځیدل حرام ښکاري. لکه څرنګه چې مې مخکې وویل طالب نهایت د کشر و مشر تحریک دی که یې سخت دریځې مشران اصلاح شي پر دوی هم اثر کوي. خټکی له خټکي رنګ اخلي.

۲. لکه څرنګه چې مې د لیکنې په پیل کې وویل ناممکنه ده د طالب پر یوې ډلې ای.اس.اي نفوذ و نلري‌. د طالبانو په مشرانو او نیمچه مشرانو کې یوه طبقه شته چې غلامه ده. د دې طبقې جنګي قوه هم په تیر شل کلن جنګ کې فعاله وه. خصوصا د تیرو شلو کلنو په لومړیو او ورستیو کلنو کې، د دې ډلې د جنګي قوې نه دري زده وه نه پښتو، مخونه به یې په تورو څادرونو کې پوښلې ول او یوازینۍ وظیفه یې قتل او تخریب وه. دغې ډلې پر افغانانو نهایت ظلم وکړ او اصلي وظیفه یې د ډار او افراطیت خپرول وه او لا ده. واس د دې ډلې وظیفه د افغانستان د ایندې وژل دي. مثلا، د نجونو د ښوونځیو بندولو ته دوی پکی واهه. یا مثلا، د دې لپاره چې وطن دوستي ختمه کړي هر وطني او افغاني‌ شي لکه بیرغ سره دوی مخالفت کوي. دا طبقه ډېره زوروره نه ده،  څه شي چې د دې طبقې د ارمانونو پوره کیدو سره مرسته کړې ده، سخت دریځي طالبان دي چې پرته له دې چې په ځان خبر وي استفاده ترې کېږي او دې ته تشویق کېږي چې هر شي ته د اسلام و کفر نوم ورکړي.

۳. دریمه ډله طالبان چې اکثره یې د دوی ځوان مشران دي هم افغانان دي او هم په خپل خیروشر پوهېږي. دا همهغه ډله ده چې د نجونو د ښوونځیو تر وروستۍ شیبې یې هم کوښښ کاوه چې ښوونځي خلاص شي او اوس هم لګیا دي غواړي سخت دریځي قانع کړي. د دې ډلې عیب دا دی چې لا تر اوسه ډېر سست روان دي او کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه لري. امتیاز یې دا دی چې  که ځینې کارونه لکه د نجونو د ښوونځیو خلاصیدل وکولی شي نو ممکن د ولس ملاټر تر لاسه کړي. دا ډله په دې پوهېږي چې که طالبان ځان اصلاح نه کړي زوال یې حتمي دی.

نرم او سخت دریځې، افغانان او غلامان،  طالبان په یوې ډلې کې حسابول د وطن ستونزې نه حلوي برعکس ډېروي یې.

سږ کال چې طالبانو د ولس زړه له اسلامه تور کړی دی نه پوهېږم ځوانان به د روژې په هکله څه فکرونه لري؟ روژه مو مبارک، الله تعالی دې موږ ټولو ته او مخصوصا هغو ته هدایت وکړي چې هوش او فکر یې په ښځو کې بند دی او  شپه ورځ په دې چرت کې دي چې د ښځو کوم کارونه حلال دي کوم حرام..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.