د ملا متقي پیغام ته یوه کتنه

رڼاګل اریوبزی

921

په « هرات کې د حکومت په ملا تړعلمي اوټولنیز سمینار» ته

د ملا متقي پیغام ته یوه کتنه

د ۲۰۲۲ع کال دمارچ میاشتې په ۲۳ نیټه مې په « نن ټکی اسیا » کې ولوست چې « هرات کې د حکومت په ملا تړعلمي او ټولنیز سمینار ترسره شو» له دې جملې دا نه جوتیږې چې د سمینارجوړونې ته هڅونه اود هغه لار ښوونه دهرات لرغونې ښار د لوړو پوهنیزو مؤسیسو استادانو اونورو پوهانو په لا س کې وه اوپه خپله خوښه يې د اسلامۍ امارت نه د ملاتړ په موخه دایر کړاو کنه داسلامي امارت د لوړې اویا منځنۍ کچې مشرانوپه ابتکار دایر شو او له پوهانو يې په کلکه وغوښتل چې په سمینار کې ګډون وګړي. په رسنیو کې د پوهنتون استادانو ته داسلامې امارت د لوړو او مسلکې ښوونو وزیر ملا عبدالباقي حقاني له ویناوو ښکاري چې د طالبانو او دهیواد د پوهانو تر منځ اړیکي چندان په زړه پورې نه دي، نوځکه ګمان نه کیږې چې استادانو او پوهانو به په خپله خوښه داسلامي امارت څخه د ملاتړ په موخه دې سمینار جوړولو ته مخه کړي وي. دا سمه ده چې اسلامي امارت د وران شوي دولت لوړ پوړو چارواکو ته بخښنه اعلان کړې ده، خودولس، په تیره بیا د پو هنتونو داستادانو، سره په اړیکو کې چندان صمیمي نه ښکاري. له دې امله کیدی شي چې  طالبان په خپلو تیروتنو او دولس سره د ښواړیکود پیدا کولو په سیاسي ارزښت او ضرورت پوهیدلی وي او د دې سمینار دایرولو ته يې ملا وې تړي وي. په هرصورت که دا سمینار یوازې یو نمایش نه وي او په رښتیا د طالبانواو دهیواد د پوهانو ترمنځ د پوهاوي او د نظریو دراکړې ورکړې په موخه جوړ شوي وي، نو یو نیک کار دی او د داسې کارونو ډیره زیاته ګټه طالبانو ته رسیږې، ځکه چې طالبان نن سبا په افغانستان کې نه یوازې طالبان دي بلکې سیاستوال هم دي اود سیاستوالو له پاره د ولس ملا تړد مایانو په شان د ژوند اوبه ګڼل کیږي. خدا دې وکړي چې طالبان په دې ټکي پو هیدلي وي اویا زرتر زره وپوهیږي او کنه وخت تیریږې او له پښیمانې بیا هیڅ شی نه جوړیږي. سمینار ته داسلامي امارت د بهرنیو چاروسرپرست وزیر امیرخان متقي هم یو پیغام لیږلی دی او په دې پیغام کې راغلې دي چې:« تاسي شاهدان یاست چي هیواد مو اشغال و او
دلته یو داسې مفسد نظام حاکمیت درلود چي چور، چپاول، مسلحې غلاوې، ځنځیري قلتونه او بې عدالتۍ پکي بر لاسې وه، چي الحمدلله دا هر څه یو پر بل پسي ختم شول او لا ختمیږي. تاسي شاهدان یاست چي دلته زورواکو، مافیایي کړیو او هیواد پلورونکو د هیواد ټوټه کولو او وېشلو ته ملاوې تړلې وې، اوس الحمد لله هیواد له تجزیې و ژغورل شو ـــ تاسو شاهدان یاست چي د کابل په شمول د افغانستان لویو ښارونو د جنګي کلاګانو بڼه خپله کړې وه، زورواکو عمومي واټونه په خپلو کورونو کې شامل کړي وو، د خلکو پر مخ د تګ را تګ لارې تړل شوې وې، د خلکو تګ راتګ ستونزمن شوی و، د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ښارونو کې ټول هغه موانع چې د ۲۰کالو په اوږدو کې جوړې شوې وې له منځه یو وړل ».

د محترم متقي صاحب دا څرګندونې بالکل په ځای دي. بې شکه دافغانستان اسلامي جمهوري نطام بې مثله فاسد و. دولتي چارواکو يې دهیواد شتمنۍ بې دریغه لوټ کړې اودا چې د فساد د سرچینو په ویش نه سره جوړید ل، نو په هيواد کې يې فاسدالطوایفي جوړه او ملي یو والی يې له کلک ګواښ سره مخامخ کړ. رښتیا داده چې د دې فاسدالطوایفې په نسکورولوکې د د وی خپل فساد،سیاسي او اخلاقي استهلاک ټاکونکی رول ولوباوه اوطلبانو ته يې د حکومت د نیولو کار ډیر اسان کړ. طالبانودوهم ځل سیاسي قدرت تر لاسه  کړه، خو په دې حقیقت يې سر نه دی خلاس شوی چې د قد رت ساتل دهغه د تر لاسه کولو نه ډیر سخت او ستونځمن کار دی. ځکه چې دقدرت د تر لاسه کولو او د حکومت د نیولو په صورت کې نوی حکومتي چارواکي د داسې نوو، پیچلو سیاسي، علمي-تخنیکي، اقتصادي او ټولنیزو ستونځوسره مخامخ کیږي چې په ټوپک یا سوټک، د ځان او یا د بل په وژلو نه حل کیږي. په دې لیکنه کې د ټولو هغو ستونځو د څیړلو ځای اوامکان نشته چې پاس یادې شوې. نوځکه د درنو لوستونکو پام د متقي صاحب په پیغام کې یوازې هغو کرښو ته راګرځوم چې دښځو دکار په برخه کې يې لیکلي دي. قدرمن متقي صاحب په خپل پیغام کې لیکي چې:« ـــ په ټولو هغو اداراتو کې چې د میرمنو کار پکې اړین دی میرمنې پکې حضور لري، لکه تعلیم او تربیه، لوړي زده کړي ، عامه روغتیا، پولیس او داسې نورې اداري . همدا راز دغه سلسله نوره هم دوام لري »..
متقي صاحب ته زما عرض دادی چې ستاسې په عملي سیاست کې  « دغه سلسله » په معکوس لورې روانه ده. ځکه کار ته دانسان د اړتیا سرچینه د د ولتي ادارو اړتیا او په دې یا هغه دولتي اداره کې د یو څو میر منو نمایشي مو جود یت نه دی بلکې کار له سره دانسان د ژوند اړتیا ده. دا دهر انسان حق اوضرورت دی چې د ځان او د خپلواولا دونو دژوند د تأمین له پاره د کار په لټه کې شي او د د ولتي چارواکو څخه د کارې فرصتونو د برابرولو غوښتنه وکړي. افغاني میرمنې هم لاس غځول نه خوښوي او د چا څخه د خیرات، ذ کا ت اوشکرانې تمه هم نه کوي، کار غواړي او له دي لار ي خپل ژوند ته دوام ورکوي . دا د حضرت عثمان ( ض ) فر موده ده چې:« تر ټولو خوار کسب هم تر لاس غځولو ( خیرات غوښتلو ) نه ډیر فضیلت لري». داخولا پریږده چې د طالبانو اسلامي امارت د میرمنو له پاره د کارد پیدا کولو په فکر کې نه دی بلکې موجود کارې فرصتونه يې هم له منځه یو وړل اوهم يې د میرمنو په کار او ژوند سخت بندیزونه ولګول اودا هم په داسې حال کې چې چې په تیره شل کلنه جګړه کې په لسګونو زره ځوانان و وژل شول او تور سرۍ يې دکوچنیو او لادونو سره کونډې پاتې شوې. د دې کونډو یوی زیاتې برخې خپل اولادونه یوازې دخپل کار په ګټه روزل اوساتل، خو د طالبانو په امارت کې يې د کاراو په دې توګه د ژوند شرایط له لاسه ور کړل.

له دې هرڅه سره سره قدرمن متقي صاحب هڅه کړې ده چې « استادانو او د هرات ولایت اکاډمیکوڅیروته » خپل اسلامي امارت دولس خواخوږی او علم پالونکې معرفي کړي، خو د پیغام لوستل به يې لا پای ته نه ورسیدلي چې:« د پوهنې وزارت اعلان وکړ:« چې د مشرتابه له خوا ورته هدایت شوی چې د شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر امرثاني پورې تړلي وساتي ». اوزیاته يې کړه:« چې ښوونځي به تر هغه تړلي وي تر څو چې له شریعت او افغاني دود و کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د حکومت د مشرتابه حکم وشي.»

د جناب متقي صاحب په حضور کې عرض کوم چې دا خبرې د تأسف او خواشینۍ خبرې دي، ځکه چې د حقیقت نه له سره لرې دي. حقیقت دا دی چې:

۱-افغاني دود او کلتور ورو ورو، خو پرله پسې د طالبانوله خوا تر پښو لاندې کیږي. د بیلګي په توګه دا د رې رنګه بیرغ چې څه ناڅه د یوې پیړۍ راهسې د ملي هویت ښکارند وی او د ملي وحدت سمبول او له دې امله يې د ټولو افغانانو په زړونو کې ځای نیولی و، تاسې د ټول افغان ولس دغوښتنو او احساساتو په خلاف دا بیرغ منع او دهغه په ځای مو خپل سپین بیرغ ودرا وه، دپښتو ژبې ډیر اصطلا حات مو په عربي واړول، حکومت مو د نوي کال د ملي د ود یزی ورځې هثڅ پروا ونه کړه او په دې هم پوهیږم چې د ملې اټن مست او مستوونکی ډول مو هم په غوږو ډ یر ښه نه لګیږي.

۲- ایا د اسلامي امارت هغه مشران چې د جونو ښوونځیو پیل کول د په اصطلاح شرعت سره سمې طرحې پورې ټړي، په دې پو هیږي چې داسلام په مبین دین دعلم زده کړه په نر اوښځه فرض دی. ښکاري چې په تیره بیا په دې وروستیو شلو کلنو کې موسیاسې مشغولتیا دومره زیاته وه چې دیني کتابونو لوستلو ته موله سره وخت نه درلود. حقیقت دادی چې حضرت محمد (ص ) فرمایلي دي چې:« دعلم زده کړه په هر مسلمان نر اوښځه باندې فرض دی».[ ابن ماجه] په بل ځای کې فرمايي چې: « له مهد    ( زانګو ) نه تر لحد ( قبر ) پورې د علم زده کړه وکړی ». [ الحد یث ] په بل حدیث شریف کې راغلي دي چې:« چاچې دعلم لار خپله کړه هغه دجنت لار ونیوه ». [ الحدیث ] او په بل حدیث شریف کې بیا راغلې دې چې:« چا چې دعلم دزده کړې په لار کې خپل ژوند له لا سه ورکړ هغه شهید دي».[ الحدیث] په کم زیات څلویښتومبارکو حد یثونو کې یا دعلم زده کړه فرض ګڼل شوې اوی د دې فرضو په ادا کولو ټینګارشوی دی. نه پوهیږم چې طالبان، دا د دین سرسخت مدعیان له دې مبارکو حدیثونو خبر نه دي او که په هغوی عقیده نه لري چې دعلم دزده کړې له پاره نوي په اصطلاح شرعي شرایط لټوي. دروان تعلیمي کال د پیل په ورځ دهیواد په ملیونو جونې او په زرګونو ښځینه ښوونکې په خوشالۍ او هوس د ښوونو اوزده کړو یانې د دیني فرض دادا کولو په موخه دخپلو ښو ونځیو په لور روانې شوې. ځنې ښوونځیو ته رسیدلې او ځنې لا په لار کې وې چې طالب مشرتابه له ښوونځیو دهغوی د بیرته را ګر ځولو امر وکړ. دا امر په ښکاره نه یوازې دحضرت محمد مصطفی ( ص ) د پاکې خولې نه دراوتلوحد یثونواود هیواد د ملي ګټو په خلاف عمل دی بلکې د یوه خنجر په شان يې په زیاته بیرحمې دښځینه ښوونکو، زده کوونکو، دهغوی دکورنیواود ټول ولس زړونه زخمي کړل. داعمل به دولس او طالبانو ترمنځ واټن لا نور هم اوږد کړي. د طالبانو دا ډول کړنې په ډاګه کوي چې د حکومتولۍ سیاسي او اخلاقي اړخونو ته کوم ارزښت نه ورکوي، بل څه نه لري، ورته یوازې په وچ کلک زورتکیه کوي اود وچ زورسیاست هغه امیت د لوی ګواښ سره مخا مخ کوي چې داسلامي امارت چارواکي په نازیږي.                                                                                                                                      ۳- متقي صاحب د سمینار ګډون کوونکوته په خپل پیغام کې دا هم لیکلي دي چې:« ستاسې مشورې او نظرونه موږ ته ډېر ارزښت لري. تاسې ته ډاډ درکوم چې مشورې به مو د هېواد په کچه تصمیم ګیرۍ کې خپل اثر لري ».

د محترم سر پرست وزیر نه په درناوي دا پوښتنه کوم چې په دې خبرو مو ترلیکلو وړاندې یو څه غور کړی دی او کنه د ذهني شوق له مخې مو لیکلي دي، ایا په خپلو خبرو ایمان لری او که افغان ولس درته کوڼ او ړوند ښکاري او په درواغو يې دغولولو هڅه کوي. تاسې د شپږم ټولګي نه پورته دجونو په مخ د ښوونځیو دروازو په تړلو کې د کوم عالم څخه مشوره غوښتې ده اویابه په دې برخه کې دهیواد له پوهانو او د ټولنې له نورو قشرونو مشوره وغواړی. مشورې خو له سره په ځای پریږده، ستاسې اسلامي امارت نه یوا زې ټول افغان ولس ته، بلکې د نړۍ څه نا څه ټولو هیوادونو ته په کلکه وعده ورکړی وه چې د نوي تعلمي کال په پیل کې به د ښوونځیو دروازې د ټولو ښځینه او نارینه زده کوونکو په مخ  پرانیستې وي. متقي او نورو طالبانو ته بیا په ګوته کوم چې په اسلام کې دوعدې په هکله الهي ارشاد په دې ډول دی:« – اوخپلې ژمنې پوره کړی حقیقت دادی چې دقیامت په ورځ به د هرې وعدې پوښتنه درنه شي ». [ سورهّ بنی اسرائيل ] څوک چې په رښتیا د قیامت په ورځ عقیده لري، هغه خو بیا د خپلې وعدې سره داسې بې باکه چلند نه کوي. د وعدې ماتول په عین حال کې دروغ ویل هم دي او داسلام په پاک د ین کې په دروغجن لغنت ویل شوي دي. دا خودموضوع دیني اړخ دیږ په وعده وفا نه کول او نه یوازې افغان ولس بلکې ټولې نړۍ ته په ډاګه درواغ ویل، وعده ماتوونکو او درواغجنو ته د نیا وې زیانونه هم لري او تر ټولو لوی زیان يې دادی چې دولسونو په منځ اعتبار له لاسه ورکوي. د افغان ولس له پاره د جونو دزده کړو په برخه کې دطالبانو دا سیا ست دوې بیړنۍ پایلې لري. لومړۍ پایله يې داده چې په ملیونو ښځېنه زده کوونکې له زده کړو او په زرګونو ښځینه ښوونکې د ښوونو او ور سره سم له معاشونو بې برخې شوې او دوهمه پایله يې داده چې د طالبانو د دې کړنې په وړاند مرستند ویو هیوادونو او نړیوالو مؤسیسو افغانستان ته په نظرکي نیولې اقتصادي او بشري مرستې یا له سره وځنډولې او یايې ډیرې کمې کړلې. دا هم په داسې حال کې چې په هیواد کې انسانان دخپل بدن غړي اویا خپل اولادونه پلوري او په پیسو يې څو ورځې ژوند ته دوام ورکوې او ډیر کوچنیان دخوار ځواکۍ له امله مري. جونو د زده کړو په برخه کې د طالبانو سیاست پایلې بې حده ترخې دي، د د یني پوهانو په شمول يې هیڅ افغان منلی او زغملی نه شي. په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو غبر ګونونو سربیره په کابل ښار کې د یني عالمانو هم یوه غونډه وکړه اوګډونوالو يې په یوه خوله له حکومت څخه له شپږم ټولګي پورته دنجونو ښوونځیو د ژرپرانستلو غوښتنه وکړه.

په پای کې مې متقې صاحب ته عرض دا دی چې دعلي زده کړو ضد سیاست که د هر چا له خوا اوکه په هره بڼه اوهرې پردې لاندې وي، د اسلام پاک دین، د بشریت او زموږ د ملي ګټو ضد سیاست دي. زما دوستانه مشوره داده چې دزده کړو سره له د ښمنې، د لوړو او مسلکي تحصلاتو د علمي کدرونود توهین او تحقیر او په همدې ډول دعام ولس په شخصي ژوند کي د بیځایه مداخلو نه لاس واخلی. په ډاګه در ته وایم چې دا اعمال مو ستاسې او ولس تر منځ پروت واټن نور هم زیاتوي او دولس نه تجرید کیدل هر سیاسي نظام دزوال سره مخامخ کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.