روژه ماتی

غلام محمد کامه وال

506
ښه دي ښه دي واړه ښه دي
ستا په لاسو کې چې څه دي
روژه ماتي سره خوند کا
پاخه کړي مو سابه دي
موږ له دويي سره سم نه يو
موږه پلي دويي سپاره دي
سم به نه شي سم به نه شي
پښتانه واړه کاږه دي
ويښ به نه شي ويښ به نه شي
درانه خوب باندی ويده دي
ناری مه وهه زړګيه
دا له يو سره کاڼه دي
دا انګور چی بره ښکاري
لاس می نه رسي تروه دي
خاطر دي پري دروند مه شه
د څو ورځو ميلمانه دي
راځه غېږه کی می تود شه
کامه وال ياره ساړه دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.